اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د روسیې د فولادو پر کارخانې برید کړی

د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو یوې ډلې د روسیې د فولادو جوړونکي نووولیپیتسک سټیل کمپنۍ په نښه کړې خو د دغه کمپنۍ یو ویاند ویلي، چې د فولادو کمپنۍ ته کوم جدي زیان ندی رسیدلی.

د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو یوې ډلې د روسیې د فولادو جوړونکي نووولیپیتسک سټیل کمپنۍ په نښه کړې خو د دغه کمپنۍ یو ویاند ویلي، چې د فولادو کمپنۍ ته کوم جدي زیان ندی رسیدلی.
د روسیې په لویدیځ کې د لیپتسک سیمې والي ایګور ارتامونوف، چیرې چې د فولادو کارخانه موقعیت لري، په یوه جلا اعلامیه کې وویل، چې نهه بې پیلوټه الوتکې د فولادو پر کارخانې د برید پر مهال نسکورې شوي دي.
کییف په رسمي ډول دا ډول بریدونه نه تاییدوي او نه یې ردوي، خو وايي، چې په هغو تاسیساتو چې بریدونه کېږي په اوکراین کې د روسیې د جګړې ملاتړ کوي او په دې توګه قانوني پوځي اهداف دي.
تر برید لاندې راغلۍ کمپنۍ د روسیې د دفاع وزارت سره همکاري ردوي، او وايي چې د پوځي درجې درنو فولادو د تولید توان نه لري او پوځ ته اکمالات نه کوي.
د روسیې دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي وو، چې د اوکراین له لوري د شپې له خوا د لیپتسک په ګډون د روسیې په سویل لوېدیځ کې څو سیمې د بې پیلوټه الوتکو پر مخ په نښه شوي او دا چې د روسیې هوايي دفاعي سیسټم ۳۶ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.
د روسیې خبري اژانس راپور ورکړی چې د دفاع وزارت دا هم وویل، چې روسي ځواکونو د سپیرن او نوولیکساندریوکا کلي چې د اوکراین په ختیځ دونیتسک سیمه کې موقعیت لري، نیولي دي.

فرانسویانو د یکشنبې په ورځ د پارلماني ټاکنو د لومړي پړاو لپاره رایه اچونه پیل کړه. دا رایه اچونه په داسې حال کې پیلېږي، چې ټولپوښتنې په دې هېواد کې د دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې د لومړي ځل لپاره د ښي اړخ ګوند د بریا احتمال څرګندوي.
د دې ټاکنو دویم او وروستی پړاو به د چنګاښ په ۱۷مه تر سره شي او وروستۍ پایلې به هم له دویم پړاو وروسته اعلان شي.
د فرانسې د پارلمان لومړنۍ ټاکنې د منځلارو ګوندونو د ایتلاف له ناکامۍ وروسته د اروپا د پارلمان په ټاکنو کې د ښي اړخو «ملي اجماع» پر وړاندې تر سره شوې.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون درې اونۍ وړاندي د ښي اړخو ګوندونو د ایتلاف پر وړاندې د خپل منځلاري ګوند له ماتې وروسته د دغه هېواد پارلمان منحل کړ او د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو اعلان یې وکړ.
فرانسوي رایه ورکوونکي د رايو صندوقونو ته ځي، ځکه لومړنیو ټولپوښتنو ښودلې، چې د ښي اړخو ګوندونو «ملي اجماع» به په دې هیواد کې واک په لاس کې واخلي.
د فرانسې ښي اړخو ګوندونو د دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې په هېواد کې مطلق واک نه دی ترلاسه کړی.
د فرانسې د ښي اړخ ګوند مشرې مارین لو پین له پارلماني ټاکنو دوه ورځې مخکې رسنیو ته وویل، «موږ به مطلق اکثریت ترلاسه کړو.»
سره له دې چې ایمانویل مکرون د خپلې دورې تر پایه پورې به خپل کار ته دوام ورکړي، خو کارپوهان وايي، چې که ښي اړخه «ملي اجماع» واک ترلاسه کړي د فرانسې ډیپلوماسي به له «بې ساري بدلون» سره مخ شي.
په ورته وخت کې لومړنۍ نظرپوښتنې ښیي، چې د ښي اړخو ګوندونو ملي اجماع به د ۳۳-۳۶ سلنې رایو سره ټاکنې رهبري کړي.
د دې سروې له مخې، د کیڼ اړخو ګوندونو اېتلاف له ۲۸ تر ۳۱ سلنې رایو سره په دویم ځای کې دی او د مکرون منځلاری اېتلاف بیا له ۲۰ تر ۲۳ سلنې رایو سره په دریم ځای کې دی.

د بایډن ادارې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې اسراییلو ته د ۱۰ زرو څخه ډیر ویجاړونکي ۲۰۰۰ پونډه (۹۰۰ کیلويي) بمونه او د زرهاوو توغنديو په ګډون په ډیر شمیر کې مهمات لیږلي دي.
د رویټرز خبري اژانس د یو ځانګړي راپور له مخې، په تیر اکتوبر کې په غزه کې د جګړې له پیل څخه مخکې امریکا اسراییلو ته لږترلږه ۱۴ زره ۲۰۰۰ پونډه ام کې – ۸۴ بمونه، ۶۵۰۰ واړه ۵۰۰ پونډه بمونه او درې زره توغندي ورکړي.
دوه امریکايي چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، چې امریکا د دې ترڅنګ دوه زره او ۶۰۰ نور د وړې کچې بمونه هم اسراییل ته ورکړي دي.
پداسې حال کې چې دغو چارواکو د دغو وسلو د انتقال مهال ویش نه دی ښودلی، خو ویلي یې دي، چې د نړیوالو فشارونو او په غزه کې د پراخو ملکي تلفاتو سربیره، د امریکا له خوا د اسراییلو څخه د نظامي ملاتړ په کچه کې کوم کمښت نه دی راغلی.
کارپوهانو ویلي، چې د امریکا له خوا د اسراییلو پوځي ملاتړ محتويات د هغه څه سره مطابقت لري چې اسراییل په غزه کې د اتو میاشتو په لړ کې د خپل سخت پوځي عملیاتو لپاره کارولي دي.
د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو له خوا پر اسراییل له برید وروسته، دغه هیواد پر غزې پراخ پوځي عملیات پیل کړل. اسراییل وايي، چې د حماس په برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور یرغمل شوي وو.
د بایډن د ادارې یوه جګپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې واشنګټن له اسراییل سره د اکتوبر د ۷ مې راهیسې د ۶.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت امنیتي مرستې کړې دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو په پایله کې تر اوسه له ۳۷ زرو څخه ډیر کسان وژل شوي دي او نږدې ټوله غزه په کنډوالو بدله شوې ده.

اوکراینې چارواکي وايي، پرون د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې پر یوه نهه پوړیزیز استوګنځي د روسیې توغندیز برید کې یو کس وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو ویلي، ښايي د مړو شمیر له دې هم ډیر وي، ځکه چې ډیر خلک د نړېدلې ودانۍ لاندې بند پاتې دي.
د دغه برید په پایله کې د ودانۍ څلور پوړونه نړیدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له برید وروسته په سیمه کې اور لګېدلی، د یو کس مړی تر خاورو لاندې موندل شوی او دوه کسان لادرکه دي.
د سیمې والي سرهي لیسک وویل، چې د یوه ۷ میاشتني ماشوم په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي. د دریو ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ دی.
ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اوکراین پر متحدینو غږ وکړ چې د روسیې د پرلپسې هوايي بریدونو په مخنیوي کې له پوځ سره د مرستې لپاره د هوايي مدافعې سیسټمونو اکمالات زیات کړي.
دنیپرو، چې له جګړې مخکې یې شاوخوا یو ملیون نفوس درلود، د اوکراین یو له لویو ښارونو او د دغه هیواد ختیځ ته پروت دی چې د روسي ځواکونو سره خورا سخته جګړه پکې روانه ده.
دغه ښار د جکړې له پیل راهیسې په پرلپسې ډول د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو له خوا په نښه کیږي.
روسیه د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو په نښه کول ردوي، خو په زرګونو کسان په کې وژل شوي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مرستیال مشر د عزم استحکام عملياتو ته غبرګون کې وايي، د پاکستان د پوځ مشر د پښتنو په وژلو سره غواړي په بهر کې ځان ته جزيره واخلي. بهادر شېر افغان وايي، «د ترهګرو لويې اډې او روزنيز مرکزونه» په جنوبي پنجاب کې دي او پوځ دې هلته عمليات وکړي.
د پاکستان پوځ په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو د ډېرېدونکو بریدونو د ځپلو لپاره د عزم استحام په نوم عملیات پلان کړي دي.
که څه هم د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ حکومت د دې عملیاتو ملاتړ کړی، خو اپوزیسیون یې مخالف دي.
دوی وايي، تېرو عملیاتو کې هم ولس ته مرګ ژوبله واوښته او بې کوره شول، ځو وسلوال ور سره ورک نه شول.
بهارد شېر افغان هم له د يوې پاکسانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، چې دا عملیات له تېرو هغو توپیر نه لری او بیا پکې د پښتونخوا ولس ته بې عزتي او مرګ ژوبله واوړي.
نوموړي د پښتنو د وژنو په اړه د پاکستاني جنرالانو ارادو ته په اشارې وويل: « څوک چي د پاکستان جنرال شي د هغه بیا دا کاروبار وي، پښتانه ووژني، ځان ته په ميليونه ډالره پیدا کړي او په نوره دنیا کي ځان ته جزيري واخلي .»
هغه وایي، چې پوځ د عملیاتو په پلمه د سیمې پر زېرمو هم ولکه کول غواړي او زیاتوي: «سوات امن دی او پوځ د ناامني د له منځه وړلو په بهانه د دوی کانونه له منځه وړي.»
د شطر افغان په خبره، چې د ټولو سياسي حرکتونو او خلګو موقف یو دی او د عملياتو په وړاندي به دريږي.
بهادر شېر افغان په خپلو خبرو کې امريکا د نړۍ لوی ترهګريز هېواد ياد کړ او زياته يې کړه، «امریکا په سېمه کې د ترهګرو مالي ملاتړ کوي او پنجابی استعمار يې مرسته کوي.»
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر پرون د دې عملیاتو پرضد په اورکزی او سوات کې هم له ځايي مشرانو سره غونډې درلودې.
پر دوی سربېره، عوامي نشنل ګوند، تحریک انصاف، جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي هم د دې عملیاتو خلاف په اسلام اباد او پېښور کې غونډې او خبري ناستې کړې دي.
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان دا عملیات د چین په خوښه او غوښتنه بولي.
خو د شهباز شریف په مشرۍ حکومت وايي، چې دا عملیات تر پخوانیو توپیر لري او ولس ته پکې تاوان نه رسېږي.

د پاکستان پارلمان د جمعې په ورځ د راتلونکي مالي کال لپاره د حکومت تر ډیره په مالیاتو متکي بودجه تصویب کړه. په دغه بودجه کې د جون میاشتې لپاره د د کلنۍ انفلاسیون اټکل ۱۳.۵٪ ته رسیږي.
دغه بودجه په داسې حال کې تصویب شوې چې پاکستان دپیسو نړیوال صندوقنه نه د ۶ میلیارد ډالرو څخه تر ۸ میلیارد ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره لا ډیرو خبرو اترو ته اړتیا لري. دغه خبرې اترې به پاکستان سره مرسته وکړي چې د سویلي اسیا د تر ټولو ورو ودده کونکي اقتصاد د لرودو سربیره دغه پور ترلاسه کړيي.
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب د روان مالي کال بودجه د بحث لپاره پارلمان ته وړاندې کړه، چې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د واکمن اتحاد او د هغه د اپوزیسیون له خوا پرې بحث وشو.
د پارلمان مشر سردار ایاز صادق د دغه بودجې د منظوریدو اعلان وکړ.
د پاکستان حکومت د جون په ۱۲ ملي بودیجه پارلمان ته وړاندې کړه چې د روان کال لپاره یې د ۱۳ ټریلیونه روپیو (۴۶.۶۶ میلیارد ډالرو) مالیې د راټولولو هدف ټاکلی دی، دغه هدف د روان کال د راټولې شوې مالیې څخه ۴۰٪ پورته دی او موخه یې دا ده چې د پیسو نړیوال صندوق ته خپل استدلال قوي کړي.
