کابل کې د رحمان مېنې لېسې تر کاربندیز وروسته د چهل دختران لېسې ښوونکو هم کاربندیز کړی

کابل کې د «چهل دختران» ښوونځي ښوونکو هم د معاشونو د ځنډ او کمېدو له امله کاربندیز وکړ. دوی وايي، تر هغې یې چې معاشونه نه وي ورکړل شوي، بېرته کار ته نه ستنیږي. ځینې کتونکي په دې باور دي چې طالبان غواړي په دې کار سره د نجونو ټيټو ټولګیو زدهکړې هم بندې کړي.




