• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تورخم کې طالبانو د امان الله خان د انځور پر ځای خپل بیرغ لګولی دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۳۱ GMT+۱

په تورخم کې سرچینې وايي، طالبانو د شاه امان الله خان د انځور له خرابولو وروسته د هغه د انځور پر ځای د خپل «اسلامي امارت» بیرغ او نوم لګولی دی.

د جمعې په ورځ طالبانو دوه افغان موټر چلوونکي په تورخم کې د امان الله خان پر انځور د لګول شوي رنګ د پاکولو په تور بندیان کړل.
د شنبې په ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو دغه دوه موټر چلوونکي خوشي کړي دي.
د هغو انځورونو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي، دوه کسان په تورخم ښارګوټي کې د شاه امان الله خان د لرې شوي انځور پر ځای د طالبانو سپین بیرغ لګوي.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې، په تورخم کې طالبانو د شاه امان الله خان او باچا خان په انځورونو تور رنګ شیندلی و.
وروسته له هغې چې په ټولنیزو شبکو کې د شاه امان الله خان دغه ویجاړ شوی انځور خپور شو، پرون دوو لاری چلوونکو هڅه وکړه چې د شاه امان الله خان پر انځور شیندل شوی رنګ پاک کړي.
له دې پېښې وروسته تمه کېده، چې طالبان به دغه دوه موټر چلوونکي ونيسي، چې همداسې وشول خو څو ساعته وروسته یې د خوشې کیدو خبر یې خپور شو.
په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو هڅه کړې چې د افغانستان د تاریخي او ادبي شخصیتونو انځورونه له ښارونو او دولتي ودانیو له دیوالونو لرې کړي. دې ډلې کابل ته د راتګ په لومړي کال د ملي ټلویزیون په ودانۍ کې د شاه امان الله خان انځور وران کړ.
د طالبانو د دیني عقیدې له مخې د انسانانو او حیواناتو انځورونه اخېستل ګناه ده. د دې ډلې چارواکو د کندهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د هغو بلبورډونو پر لګولو بندیز لګولی چې د انسانانو عکسونه په کې دي.
د افغانستان د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې طالبانو د همدې عقیدې پر بنسټ او د دې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر په امر د بودا دوه لویې مجسمې په بمونو والوزولې او ویجاړې یې کړې.

100%

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سعودي عربستان په ملاتړ لاریونونه وشول

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي