د ملګرو ملتونو د کډوالو د برخې مشر د افغان کډوالو په اړه د خبرو اترو په موخه پاکستان ته ځي

د ملګرو ملتونو د کډوالو برخې مشر فلیپو ګرانډي د یوه درې ورځني سفر په موخه پاکستان ته ځي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ او پاکستاني چارواکو هم تایید کړه، چې ښاغلی ګرانډي د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د خبرو اترو لپاره پاکستان ته سفر کوي.