• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان خبریالانو مرکز: طالبانو په لغمان کې د یوې سیمه ییزې راډیو نشرات بند کړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکوی، چې په لغمان ولایت کې د طالبانو استخباراتو له درېیو اونیو راهیسې د «کاوون غږ» خصوصي راډیو خپرونې بندې کړې دي. د مرکز د خبرپاڼې له مخې، طالبان ادعا کوي چې د دې راډیو ودانۍ او وسایل دولتي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) له طالبانو وغوښتل، چې دغه رسنۍ دې ژر تر ژره له کوم شرط پرته پرانیزي.

د دغه مرکز د اعلامیې له مخې، په لغمان کې د طالبانو استخبارات او د دغې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین شاوخوا درې اونۍ مخکې (د غبرګولي ۱۴مه) په مهترلام ښار کې د دغې راډیو ودانۍ ته ننوتل او د راډيو نشرات یې بند کړل.

ځايي سرچينو د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ويلي، چې په دې اونۍ کې به د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو کمېسيون دغه موضوع وڅېړي.

د دغې سيمه ييزې راډيو مسوول انقلابي يوسفزى وايي، چې د کاوون غږ راډيو د يوې بهرنۍ موسسې له خوا جوړه شوې او د دې رسنۍ ټول وسايل هم د همدې ادارې له خوا اخيستل شوي دي.

د کاوون غږ راډیو په ۱۳۸۴ کال کې د «انټر نیوز» په مالي مرسته د لغمان په مهترلام کې جوړه شوه.

په ۱۳۹۵ کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په صادر شوي جواز کې د لغمان علمي او فرهنګي ټولنه د دغې رسنۍ د جواز د خاوند په توګه پېژندل شوې ده.

له انټرنیوز سره په لاسلیک شوي یادداشت کې ویل شوي، چې «که ټولنه لغوه شي، راډیو به د هغو کسانو پورې اړه ولري چې کار کوي.»

د دې راډيو مسوول وويل، چې د لغمان د علمي او فرهنګي ټولنې فعاليتونه د جواز د نه تمديد له امله لغوه شوي دي.

یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل: «په لغمان کې د طالبانو سیمه ییزه اداره وايي، چې د استخباراتو له خوا د راډیو بندول یو موقت اقدام دی او دا راډیو په حکومت پورې اړه لري او د چلولو لپاره به يې په اړه ډېر ژر پرېکړه وشي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د دغه سیمه ییزې رسنۍ د بیا پرانېستلو لپاره زمینه برابره کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

باوري سرچینې: ننګرهار کې طالبانو پر داعش وسله والې ډلې عملیاتو کې یو کس وژلی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱

باوري سرچینې وايي، طالبانو نن غرمه مهال د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې د داعش سره تړلي د یوه کس پر کور عملیات کړي او دغه کس یې وژلی. سرچینې وايي، په دغې جګړه کې د طالبانو پنځه تنه هم ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي.

ويل کیږي، طالبانو مومندره کې د یوه کس په کور برید کړی، چې لا هم په سیمه کې ډزې روانې دي او ښايي مرګژوبله تر دې ډیره وي.

له سیمې څخه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل نن یکشنبه د (چنګاښ ۱۷مه) طالبانو په ننګرهار کې د داعش ډلې پورې تړلي د یوه کس پر کور برید کړی او د دغه کور څښتن یې وژلی.

د طالبانو په استخباراتو پورې تړلې المرصاد رسنۍ هم ويلي، چې په مومندره ولسوالۍ کې یې د ذاکر الله په نوم چې مشهور په ابو شېر دی برید کړی او هغه یې وژلی.

طالبان تل ادعا کوي چې د داعش وسله واله ډله یې له پښو غورځولې او دا مهال په افغانستان کې نه شته، خو بل پلو بیا وايي چې د داعش پر پټنخایونو یې عملیات کړي.

پر طالبانو شک دی چې دوی خپل سیاسي او پوځي مخالفان د داعش په نوم له بندخونو بهر په کورونو او شاړو کې وژني او د داعش نوم پرې ږدي.

له تېرو نږدې دریو کلو راهیسې په کابل او ځینو ولایتونو کې طالبانو د داعش په ضد عملیات کړي او ډېر شمېر کسان یې په کې وژلي خو یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبان له بندخونو خپل سیاسي او پوځي مخالفان د داعش په نوم جوړو شویو عملیاتو کې وژني او په دې سره د بهرنیانو له نیوکو ځانونه خلاصوي.

له پولیو پاک افغانستان بنسټ: په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین نوی پړاو پیولو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۳۳ GMT+۱

له پولیو پاک افغانستان بنسټ وايي، د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۸مه) نېټه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلوي. دغه کمپاین، داسې مهال پیلیږي چې تېره ورځ له کندهار ولایت څخه د ګوزڼ د دوه مثبتو پېښو خبر ورکړل شوی.

له پولیو پاک افغانستان سازمان د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۷مه) په خپله اېکس پاڼه د ګوزڼ ضد واکسین د نوې دورې د پیل خبر ورکړ.

دغه سازمان د ګوزڼ ضد واکسین پرګټو ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي.

یاد سازمان نه ده په ډاګه کړې چې د ګوزڼ ضد واکسین به د افغانستان په کومو سیمو کې پیل کړي، خو د هرات سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د څلورو ورځو لپاره د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو او څلور ورځې به دوام ولري.

د طالبانو د هرات ولایت رسنیز دفتر په اېکس پاڼه لیکلي، چې له پنځو کالو کم عمره ۳ لکه ۹۱ زره ۸۰۰ ماشومانو ته به د هرات په مرکز، شینډنډ او انجیل ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کندهار عامې روغتيا رياست څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې د دغه ولایت په شاولیکوټ او ارغستان ولسوالیو کې د ګوزڼ دوه مثبتې پيښې ثبت شوې.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د پوليو د له منځه وړلو د ملي بېړني عملياتي مرکز مشر ډاکټر عبدالقدوس بريالی هم کندهار ته تللی او په پوليو د اخته ماشومانو له کورنيو سره يې ليدلي دي.

په دې سره په کندهار کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر څلورو ته ورسېده.

د ازبکستان ولسمشر: افغانستان د نړېوالې ټولنې له پامه غورځیدلی دی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۱۶ GMT+۱

د ازبکستان ولسمشر وايي، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله افغانستان د نړېوالې ټولنې له پامه غورځیدلی دی. شوکت میرضیایف په اذربایجان کې د ترک هېوادونو د سازمان په غونډه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه.

د ترک د هېوادونو په سازمان كې اذربايجان، قزاقستان، قرغزستان، تركيه او ازبكستان شامل دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، شوکت میرضیایف په دې غونډه کې وویل: «له بده مرغه د نړۍ په نورو سیمو کې د جګړو او شخړو د شدت له امله ګاونډی افغانستان چې د ترک قوم په ملیونونو وګړي په کې ژوند کوي، د نړیوالې ټولنې له پامه غورځېدلی دی.»

شوکت میرضیایف وویل چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو بېرته خلاصون به د افغانستان د وضعیت له ښه کیدو سره مرسته وکړي.

ښاغلي میرضیایف په دغه غونډه کې وړاندیز وکړ چې د افغانستان په اړه دې یوه ګډه او متحده تګلاره د ترک د هېوادونو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په اجنډا کې ځای پر ځای شي.

ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره نسبتاً نږدې اړیکې لري.

په یاده غونډه کې د ازبکستان ولسمشر زیاته کړه چې هېواد به یې د افغانستان له خلکو سره لازمو مرستو ته دوام ورکړي.

مولوي کبیر: د حکومت په وړاندې مو چاته د مخالفت اجازه نه ورکوو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال وویل، دغه ډله به هیڅ چاته اجازه ورنه کړي چې د دوی د حکومت پر وړاندې «مخالفت او بغاوت» وکړي. مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې له یو شمېر طالب چارواکو سره په کتنه کې ادعا وکړه چې اوس په افغانستان کې «اسلامي نظام حاکم» دی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون د یکشنبې په ورځ د مولوي عبدالکبیر په حواله په ایکس پاڼه لیکلي: «اسلامي امارت به هیڅ چاته اجازه ورنه کړي، چې د نظام پر وړاندې مخالفت او بغاوت وکړي.»

طالبان د دغې ډلې پر وړاندې د پوځي خوځښتونو ټولو کسانو ته د «یاغیانو» اصطلاح کاروي.

د ۱۴۰۲ کال په مرغومي میاشت کې، د طالبانو مشر ملا هبت الله ته منسوب په یوه غږیز فایل کې، هغه د دغې ډلې په مشرانو او فرمانونو هر ډول نیوکه منع کړه. د طالبانو مشر وویل، «کله چې د طالبانو امارات فرمان صادروي، هیڅوک یې باید له پامه ونه غورځوي. او باید چاته هم د مخالفت اجازه ورنه کړل شي.»

په تېرو دريو کلونو کې د طالبانو حکومت زيات شمېر وسله وال او سیاسي مخالفان نيول شوي یا وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو د عادلانه قضايي سیستم د نه شتون له امله د طالبانو له لوري د خلکو پر وژلو سختې نیوکې کړې دي.

طالبان: نږدې دوه زره افغان کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال تېره ورځ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله، د کندهار د سپین بولدک، او د ننګرهار د تورخم له لارو له دوه ګاونډویو هېوادونو له لوري راستانه کړل شول. د دغو کډوالو ټول شمېر ۱۹۲۹ تنو ته رسیږي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ۱۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله، د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو نږدې دوه زره افغان کډوال راستانه کړل شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد کډوال له پاکستانه په زور او له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۳ تنو ته رسیږي د تورخم او ۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۰ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارې په زور د پاکستان حکومت له لوري افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

همدارنګه یاد وزارت وايي، ۱۱۷۶ تنه بیا په خپل خوښه او زور له ایرانه راستانه کړل شوي دي.

طالبان وايي، یاد کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړېوال پروګرام ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال راهیسې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري او د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د (چنګاښ له ۱۲مې تر ۱۵مې) د ورېښمو پله، سپین بولدک او تورخم له لارو ۱۱ زره او ۹۷۷ تنه افغان کډوال راستانه کړل شوي دي.