• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازبکستان ولسمشر: افغانستان د نړېوالې ټولنې له پامه غورځیدلی دی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۱۶ GMT+۱

د ازبکستان ولسمشر وايي، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله افغانستان د نړېوالې ټولنې له پامه غورځیدلی دی. شوکت میرضیایف په اذربایجان کې د ترک هېوادونو د سازمان په غونډه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه.

د ترک د هېوادونو په سازمان كې اذربايجان، قزاقستان، قرغزستان، تركيه او ازبكستان شامل دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، شوکت میرضیایف په دې غونډه کې وویل: «له بده مرغه د نړۍ په نورو سیمو کې د جګړو او شخړو د شدت له امله ګاونډی افغانستان چې د ترک قوم په ملیونونو وګړي په کې ژوند کوي، د نړیوالې ټولنې له پامه غورځېدلی دی.»

شوکت میرضیایف وویل چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو بېرته خلاصون به د افغانستان د وضعیت له ښه کیدو سره مرسته وکړي.

ښاغلي میرضیایف په دغه غونډه کې وړاندیز وکړ چې د افغانستان په اړه دې یوه ګډه او متحده تګلاره د ترک د هېوادونو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په اجنډا کې ځای پر ځای شي.

ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره نسبتاً نږدې اړیکې لري.

په یاده غونډه کې د ازبکستان ولسمشر زیاته کړه چې هېواد به یې د افغانستان له خلکو سره لازمو مرستو ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

مولوي کبیر: د حکومت په وړاندې مو چاته د مخالفت اجازه نه ورکوو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال وویل، دغه ډله به هیڅ چاته اجازه ورنه کړي چې د دوی د حکومت پر وړاندې «مخالفت او بغاوت» وکړي. مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې له یو شمېر طالب چارواکو سره په کتنه کې ادعا وکړه چې اوس په افغانستان کې «اسلامي نظام حاکم» دی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون د یکشنبې په ورځ د مولوي عبدالکبیر په حواله په ایکس پاڼه لیکلي: «اسلامي امارت به هیڅ چاته اجازه ورنه کړي، چې د نظام پر وړاندې مخالفت او بغاوت وکړي.»

طالبان د دغې ډلې پر وړاندې د پوځي خوځښتونو ټولو کسانو ته د «یاغیانو» اصطلاح کاروي.

د ۱۴۰۲ کال په مرغومي میاشت کې، د طالبانو مشر ملا هبت الله ته منسوب په یوه غږیز فایل کې، هغه د دغې ډلې په مشرانو او فرمانونو هر ډول نیوکه منع کړه. د طالبانو مشر وویل، «کله چې د طالبانو امارات فرمان صادروي، هیڅوک یې باید له پامه ونه غورځوي. او باید چاته هم د مخالفت اجازه ورنه کړل شي.»

په تېرو دريو کلونو کې د طالبانو حکومت زيات شمېر وسله وال او سیاسي مخالفان نيول شوي یا وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو د عادلانه قضايي سیستم د نه شتون له امله د طالبانو له لوري د خلکو پر وژلو سختې نیوکې کړې دي.

طالبان: نږدې دوه زره افغان کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال تېره ورځ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله، د کندهار د سپین بولدک، او د ننګرهار د تورخم له لارو له دوه ګاونډویو هېوادونو له لوري راستانه کړل شول. د دغو کډوالو ټول شمېر ۱۹۲۹ تنو ته رسیږي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ۱۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله، د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو نږدې دوه زره افغان کډوال راستانه کړل شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد کډوال له پاکستانه په زور او له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۳ تنو ته رسیږي د تورخم او ۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۰ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارې په زور د پاکستان حکومت له لوري افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

همدارنګه یاد وزارت وايي، ۱۱۷۶ تنه بیا په خپل خوښه او زور له ایرانه راستانه کړل شوي دي.

طالبان وايي، یاد کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړېوال پروګرام ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال راهیسې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري او د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د (چنګاښ له ۱۲مې تر ۱۵مې) د ورېښمو پله، سپین بولدک او تورخم له لارو ۱۱ زره او ۹۷۷ تنه افغان کډوال راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د «ماینونو جوړولو مالي ملاتړ کوونکی» د مرکزي بانک مشر وټاکل شو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۰۴ GMT+۱

د طالبانو مشر، نوراحمد اغا د دغې ډلې یو نظامي قوماندان د افغانستان د مرکزي بانک د مشر په توګه وټاکه. د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د تېر حکومت پر مهال د طالبانو په جګړې کې، نور احمد اغا د «ماینونو جوړولو مالي ملاتړ کوونکی» او طالب قوماندانانو ته د پیسو د وېش مسوول و.

د امریکا متحدو ایالتونو نور احمد اغا د «نړېوال ترهګر» په توګه نومولی دی.

نوموړی تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک مرستیال و.

د طالبانو ویاند د شنبې په ورځ وویل. چې د دغې ډلې مشر، هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د طالبانو پر دغو دوو نظامي قوماندانانو د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري بندیزونه لګیدلي دي.

هدایت الله بدري په ۲۰۰۵ کال کې په سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د طالبانو لپاره د اکمالاتو او پوځي تجهیزاتو مسوولیت په غاړه واخیست.

همدارنګه د امریکا د مالیې وزارت د راپور له مخې، ښاغلي بدري په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ځانمرګو بریدګرو لپاره د زکات راټولولو او د هغوی د کورنیو د ملاتړ مسوول و.

نوموړی د مرکزي بانک د ریاست له دندې وړاندې د طالبانو د مالیې وزیر و.

بدري په داسې حال کې د کانونو وزارت ته د وزیر په توګه ورپېژندل کېږي، چې یاد وزارت له بهرنيو شرکتونو سره د کانونو د لسګونو تړونونو د وروستي کېدو له امله په يوه مهمه اداره بدل شوى دى.

د طالبانو د کانونو پخوانی وزیر شهاب الدین دلاور چې په مالي او اداري فساد تورن دی، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شتمني کنګل کړې.

همدا راز د افغانستان بانکي سیستم له بندیز سره مخ شوی او له افغانستان سره رسمي مالي راکړه ورکړه بنده شوې ده.

تر دې مخکې د اقتصادي بندیزونو د پلي کېدو په برخه کې کارپوه اډم سمیټ وال سټریټ ژورنال ته ویلي و؛ چې په مرکزي بانک کې د نور احمد اغا شتون له مرکزي بانک سره نړېواله راکړه ورکړه خورا ستونزمنوي.

د هغه په وينا، دغه ګمارنه د پخوا پرتله ګواښونه زياتوي او وضعيت پېچلى کوي.

تېر کال، د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي دفتر د امریکا کانګرس ته په خپل راپور کې وویل، چې د طالبانو په ادارې پورې تړلي مرکزي بانک د پیسو مینځلو او «ترهګرۍ د ملاتړ» په وړاندې «کافي تدبیرونه» نه لري.

دغه ادلون بدلون په داسې حال کې کیږي چې طالبانو ددوحې په درېیمه غونډه کې پر خپل مالي او اقتصادي سیسټم د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.

خو ملګري ملتونه او امریکا ټینګار کوي چې د بندیزونو لرې کول نیغ په نیغه د بشري حقونو په پام کې نیولو او د ښځو د حقونو په ورکړه پورې اړه لري.

طالب چارواکو اندېښنه ښودلې چې پر مالي او بانکي سیستم بندیزونو د بشري مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی دی.

خو امريکا دغه ادعا رد کړې او وايي، چې خصوصي بانکونه او نړيوال بنسټونه د بشري مرستو په رسولو کې په بشپړ ډول ازادي لري.

هندي پولیسو په ډیلي کې یو افغان د ۴۶۰ ګرامه هیروینو د قاچاق په تور نیولی دی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۲۶ GMT+۱

د هند په ګجرات ایالت کې د ترهګرۍ ضد پولیسو یو افغان په ډیلي کې د ۴۶۰ ګرامه هیروینو د قاچاق په تور نیولی دی. د پولیسو په وینا، دغه کس د نشه يي توکو د قاچاق د یوې نړیوالې شبکې غړی دی چې د سمندر له لارې یې ډیلي ته هیروین لېږدول.

هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې دا قضیه د یوې لویې شبکې سره تړاو لري چې په ۲۰۲۱ کې د جام نگر سره نږدې د سلایا بندر له لارې ۱۲۰ کیلو ګرامه هیرویین قاچاق کړي وو.

تر دې مخکې د هند د عوایدو د اطلاعاتو ریاست ویلي و چې په ممبۍ کې د افغانستان د پخوانۍ کونسلې ذکیه وردګ له خوا د ۲۵ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق په تړاو څلور زرګران نیول شوي دي.

ذکیه وردګ څو میاشتې وړاندې د ممبۍ په هوايي ډګر کې د ۲،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ کیلو ګرامه سره زرو د قاچاق په تور ونیول شوه.

د طالبانو یو توندلاری چارواکی د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر شو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د طالبانو مشر، د دغې ډلې د سرې میاشتې مخکینی مرستیال نورالدین ترابي له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د مشر په توګه وټاکه. نوموړی د طالبانو په مخکینۍ واکمنۍ کې خلکو ته په سختو سزاګانو ورکولو پېژندل کېده.

ترابي د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د عدلیې وزیر او د امربالمعروف ادارې مشر و، نوموړي د اعدام او صحرايي محکمو په ځانګړې توګه د کابل په ورزشي لوبغالي کې په عام محضر کې په ډزو سره د ښځو ویشتل په خپلو کارنامو کې لري.

نورالدین ترابي د طالبانو یو له بنسټ ایښودونکو څخه دی او د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا عمر او د دغې ډلې د رییس الوزرا ملا حسن ته ډیر نږدې کس دی.

ویل کېږي چې نوموړی په ۱۹۵۸ کال کې په کندهار ولایت کې زېږېدلی دی.

ترابي په ۱۹۸۰ کال کې له شوروي ټلوالې سره د مجاهدینو په جګړه کې یوه پښه او یوه سترګه هم له لاسه ورکړي.

نور الدین ترابي په ۹۰مه لسیزه کې د طالبانو د رژیم په لومړۍ واکمنۍ کې د عدلیې وزیر او د طالبانو د سختدریځې او بدنامې ادارې امربالمعروف مشر و.

د ځینو راپورونو له مخې هغه د بودا د تاریخي مجسمو په ویجاړولو کې هم لاس درلود.

ترابي په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته له یو شمېر نورو طالب مشرانو سره ونیول شو او لږ وروسته خوشې شو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر هغه د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او د بشریت ضد جرمونو له امله بندیز لګولی دی.

ځينې سرچينې وايي، چې ترابي د سرې میاشتې ادارې د مرستيال په توګه له معرفي کېدو ناخوښه و، خو د طالبانو د مشر د اطاعت له امله يې په دې اداره کې خپلې دندې ته دوام ورکړ.

هغه چې د طالبانو په رژیم کې یو له خورا بې رحمه کسانو څخه بلل کیږي، له اسوشیېټیډ پریس سره په مرکه کې ویلي و؛ چې د طالبانو رژیم به د مرګ سزا او د لاسونو پرې کول بیا پیل کړي.

ترابي په داسې حال کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته ورپيژندل کیږي، چې افغانستان د طبیعي پېښو لکه زلزلې او سېلابونو سره سخت لاس او ګریوان دی.

د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د وروستیو سیلابونو په پایله کې سلګونه کسان مړه، زرګونه کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې ځایه شوي دي.

پرله پسې وچکالۍ او ناڅاپه طبیعي پیښو د پیښو د مدیریت رول روښانه کړی دی.

کارپوهان وايي، چې طالبان دې ادارې ته د یو زوړ او غیر مسلکي کس په معرفي کولو سره دغو مسایلو ته پام نه کوي.