• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو یو توندلاری چارواکی د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر شو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د طالبانو مشر، د دغې ډلې د سرې میاشتې مخکینی مرستیال نورالدین ترابي له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د مشر په توګه وټاکه. نوموړی د طالبانو په مخکینۍ واکمنۍ کې خلکو ته په سختو سزاګانو ورکولو پېژندل کېده.

ترابي د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د عدلیې وزیر او د امربالمعروف ادارې مشر و، نوموړي د اعدام او صحرايي محکمو په ځانګړې توګه د کابل په ورزشي لوبغالي کې په عام محضر کې په ډزو سره د ښځو ویشتل په خپلو کارنامو کې لري.

نورالدین ترابي د طالبانو یو له بنسټ ایښودونکو څخه دی او د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا عمر او د دغې ډلې د رییس الوزرا ملا حسن ته ډیر نږدې کس دی.

ویل کېږي چې نوموړی په ۱۹۵۸ کال کې په کندهار ولایت کې زېږېدلی دی.

ترابي په ۱۹۸۰ کال کې له شوروي ټلوالې سره د مجاهدینو په جګړه کې یوه پښه او یوه سترګه هم له لاسه ورکړي.

نور الدین ترابي په ۹۰مه لسیزه کې د طالبانو د رژیم په لومړۍ واکمنۍ کې د عدلیې وزیر او د طالبانو د سختدریځې او بدنامې ادارې امربالمعروف مشر و.

د ځینو راپورونو له مخې هغه د بودا د تاریخي مجسمو په ویجاړولو کې هم لاس درلود.

ترابي په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته له یو شمېر نورو طالب مشرانو سره ونیول شو او لږ وروسته خوشې شو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر هغه د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او د بشریت ضد جرمونو له امله بندیز لګولی دی.

ځينې سرچينې وايي، چې ترابي د سرې میاشتې ادارې د مرستيال په توګه له معرفي کېدو ناخوښه و، خو د طالبانو د مشر د اطاعت له امله يې په دې اداره کې خپلې دندې ته دوام ورکړ.

هغه چې د طالبانو په رژیم کې یو له خورا بې رحمه کسانو څخه بلل کیږي، له اسوشیېټیډ پریس سره په مرکه کې ویلي و؛ چې د طالبانو رژیم به د مرګ سزا او د لاسونو پرې کول بیا پیل کړي.

ترابي په داسې حال کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته ورپيژندل کیږي، چې افغانستان د طبیعي پېښو لکه زلزلې او سېلابونو سره سخت لاس او ګریوان دی.

د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د وروستیو سیلابونو په پایله کې سلګونه کسان مړه، زرګونه کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې ځایه شوي دي.

پرله پسې وچکالۍ او ناڅاپه طبیعي پیښو د پیښو د مدیریت رول روښانه کړی دی.

کارپوهان وايي، چې طالبان دې ادارې ته د یو زوړ او غیر مسلکي کس په معرفي کولو سره دغو مسایلو ته پام نه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د مشر له لوري په فساد تورن شهاب الدین دلاور له کانونو وزارت څخه ګوښه شو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۴۳ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه فرمان کې د دغې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور له دندې ګوښه کړ. شهاب الدین دلاور په اداري فساد تورن دی او د هغه د وزارت پر مهال یې د کانونو له عوایدو په ځانګړې توګه د سمنګان د ډبرو سکرو له عوایدو میلیونونه ډالر غلا کړي دي.

د ملا هبت الله د فرمان له مخې، د مرکزي بانک مشر هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست او د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشر په توګه ټاکل شوي دي. دغه راز د مرکزي بانک مرستیال نوراحمد اغا د مرکزي بانک د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال نورالدین ترابي د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

مجاهد زیاتوي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص د چاپېریال ساتنې ریاست د مشر او قدرت الله جمال د سوداګرۍ وزارت مرستیال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکل شوي دي..

د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ احمدالله زاهد د سوداګرۍ وزارت د مرستیال، عزیزالرحمان د چاپېریال ساتنې مخکینی مشر، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال او سعد الدین سعید د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیال د چاپېریال ساتنې ریاست د مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د طالبانو په کابینه او په کابل کې د حکومت په دفترونو کې د پراخو بدلونونو احتمال شته.

د افغانستان د مخکیني ولسمشر مرستیال امرالله صالح تېر کال ویلي و چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د افشا شویو اسنادو له مخې شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالر په ځانګړې توګه د سمنګان د ډبرو سکرو له عوایدو لوټ شوي دي.

امرالله صالح وویل چې د طالبانو د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور په فساد کې لاس درلود. هغه وويل چې طالبانو د «سيف الله طيب» په نوم يو تن د موضوع د څېړلو لپاره ټاکلى دى.

اسوشټیډ پرس: د افغانستان ملي پسټ اداره په پام کې لري چې په واټونو کې پستي صندوقونه ولګوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۰۴ GMT+۱

اسوشټیډ پرس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د افغانستان ملي پسټ اداره غواړي د هېواد په واټونو کې د پوستي صندوقونو په لګولو سره د پستي خدمتونو کار اسانه کړي. همدا راز، د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه اداره غواړي چې افغانانو ته د انلاین سوداګرۍ زمینه هم برابره کړي.

د دغه راپور له مخې، د افغانستان په ځینې برخو یا کوڅو کې چې نومونه یا د کور شمېرې نه لري، خدماتي شرکتونو او د دوی پېرودونکي به د بیلونو او نغدو پیسو د ورکولو لپاره له جوماتونو څخه کار اخلي.

اسوشیټیډ پرس وایی، چې اوس چې د افغانستان ملی پسټ اداره چې د طالبانو تر مدیریت لاندی کار کوی، غواړی د پستی خدماتو د تازه کولو په برخه کی د افغانستان په ټولو واټونو کی د پوستي صندوقونو په لګولو سره، د خدمتوتو پخوانۍ طریقه کلاره کلاره له منځه یوسي.

د دې راپور له مخې، په دې پلانونو کې د تجارتي الکترونیکي سایتونو څخه پېریدل او د نقدو پیسو پر خای د بانک د کارت معرفي شامله ده. اسوشټیډ پرس دا اقدام په داسې یوه هېواد کې چې د نفوسو زیاته برخه یې بانکي حساب نه لري او نړۍوال پستي شرکتونه هم د کابل ښاریانو ته خدمتونه نه وړاندې کوي، یو ستر حرکت بولي.

د افغان پسټ د سوداګرۍ د پراختیا مدیر ذبیح الله عمر ویلي، چې د نورو ډېرو ادارو په څېر، اوس دا هر څه د کاغذ پر مخ ترسره کوي. هغه زیاته کړه: «هېڅوک برېښنالیک نه کاروي. د افغانستان پسټ د نړۍوالې اتحادیې غړی دی، خو کله چې ځان له نورو هېوادونو سره پرتله کوو، په ډېره ټیټه کچه او په لومړیو پړاوونو کې یو.»

د افغانستان ملي پسټ اداره په ټول هېواد کې له ۴۰۰څخه تر ۵۰۰پورې څانګې لري او د اداري کارونو لکه پاسپورت او د موټر چلولو د جواز په ترلاسه کولو کې مهم رول لوبوي. د اسوشټیډ پرس د راپور له مخې، د دغه دفتر له لارې هره ورځ ۱۵زره پاسپورټونه ویشل کیږي.

د پاسپورټونو د وېش تر څنګ د تعلیمي اسنادو د تایید چارې هم ترسره کوي. د دې دفتر کابل څانګه د مهمو کسانو او ښځو لپاره ځانګړې برخې لري.

المرصاد: پاکستان او تاجکستان د داعش پر روزولو او ملاتړ کار کوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۴۳ GMT+۱

د طالبانو پوري تړلې المرصاد رسنۍ په خپل يو راپور کې ويلي، چې پاکستان او تاجکستان د داعش ډلې په روزولو او ملاتړ کار کوي او په خپلو خارو کې يې دغې ډلې ته ځايونه ورکړي. دغې رسنۍ ادعا کړې، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو داعش ډله په بشپړه ډول له منځه تللې.

د طالبانو اړوند المرصاد ورځپاڼې د شبنې په ورځ په یو مطلب کې ليکي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې له ځپلو وروسته اوس د پاکستان او تاجکستان استخبارات دغه ډله استعمالوي.

دغه رسنۍ زياتوي، چې پاکستان د «خپلو ناسمو ګټو د خوندي کولو لپاره په خپله خاوره کې دې ډلې ته روزنه ورکوي.»

المرصاد ليکي د تاجکستان اړوند ليکلی: «د پولې بلې غاړې ته تاجکستان د داعش په لیکو کې د ساده لوحه تاجک ځوانانو د استخدام په برخه کې ستر خدمت کړی او د ځواکونو د جذب زمینه یې ورته برابره کړې ده.»

د دغه رپوټ د ادعا له مخي، دغو دوو هېوادونو په منځنۍ اسيا کې د دې ډلې د ژوندي ساتلو په برخه کې مهم رول تر سره کوي.

د المرصاد په خبره، پاکستان د «اسلامي امارت» پرمتختګ نه شي زغملای او د دوحې وروستۍ مثبته ناستې دغه هېواد اندېښمن کړی دی.

راپور زياتوي، چې د «داعش ډلې بيا راژوندي کول به افغانستان ته کوم زيان ونه رسوي خو د دوی د هېوادونو د حکومت په ړنګېدو په تمام شي.»

دغو دواړو هېوادونو د طالبانو اړوند د المرصاد ورځپانې د دې اعادوو په اړه څه ندي ویلي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا له طالبانو غوښتي چې د محرم د مراسمو امنیت دې ونیسي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۳۲ GMT+۱

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په یوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د محرم په ورځو کې دې د امنیت د تامین او د هر ډول ګډوډیو او ناامنیو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې له بېلابېلو ستونزو سربیره به د سږ کال د محرم مراسم ترسره شي.

تېر کال طالبانو د افغانستان له شیعه ګانو غوښتي و، چې په ښار کې د لویو مذهبي بیرغونو له لګولو ډډه وکړي. طالبانو د محرم په ورځو کې د «سقاخانې» پر پرانستلو او څښاک پر وېش بندیز لګولی و.

د افغانستان د شيعه علماوو د شورا په اعلاميه کې چې د شنبې په ورځ ( د چنګاښ ۱۶مه) خپره شوه، په جوماتونو او حسينيوو کې له ديني پلاويو څخه چې د دغو مراسمو د تر سره کولو مسووليت لري، د امنيت د تامينولو غوښتنه شوې ده.

دغې شورا د دیني بنسټونو له مسوولینو هم وغوښتل چې د مشکوکو قضیو په اړه دې حساس وي.

د افغانستان شیعه مشرانو په وار وار له طالبانو غوښتي چې جعفري فقه دې په رسمیت وپېژني، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول خپل نظر نه دی څرګند کړی.

طالبانو د خپل حکومت د تګلارو او چلندونو د بنسټ په توګه حنفي سني مذهب ټاکلې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د شیعه علماوو شورا له دیني عالمانو غوښتي چې د محرم په میاشت کې دې د اختلافي مسایلو په اړه له خبرو ډډه وکړي.

د طالبانو امیر د افغانستان بانک مشر بدري د کانونو وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس خواله رسنۍ خپرې کړي اعلامیه کې ویلي، چې د دغې ډلې مشر هبت الله اخندزاده په نهو ادارو کې نوې ټاکنې کړي دي.

د ښاغلي‌ مجاهد په خبره، د افغانستان بانک سرپرست ملا هدایت الله بدري، دکانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

بدري د طالبانو مشر ته له نږدې کسانو بلل کیږي او د کانونو وزارت د طالبانو د عاید یوه مهمه سرچینه ده.

د کانونو وزارت پخوانۍ سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور چې د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې په فساد تورن و او ویل کیږي‌ چې د ډبرو سکرو په قراردادونو کې د هغه تر نظر لاندې فساد شوی و، له دغه وزارته ګوښه شوی دی.

د مجاهد په وینا، شهاب الدین دلاور، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

بل خوا، د افغاني سرې میاشتي مخکنی مرستیال ملا نورالدین ترابي، د پېښو په وړاندي دمبارزې ملي ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، د افغاني سرې میاشتې ټولنې پخوانی سرپرست مولوي مطیع الحق خالص، د چاپیریال ساتني ادارې د سرپرست په توګه ګمارل شوی دی.

د نوموړي په خبره، د افغانستان بانک پخوانی لومړی مرستیال نور احمد اغا، د افغانستان بانک د سرپرست په توګه اود صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو مخکنی معین مولوي قدرت الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په توګه په دندو ګمار شوي دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې، د استخباراتو عمومي ریاست، د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکنی رئیس مولوي احمد الله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین په توګه او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مخکنی سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

په همدې توګه، مجاهد زیاتوي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ګرځندوی، مالي او اداري پخوانی معین ملا سعدالدین، د چاپيریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شول.