• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د شیعه علماوو شورا له طالبانو غوښتي چې د محرم د مراسمو امنیت دې ونیسي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۳۲ GMT+۱

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په یوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د محرم په ورځو کې دې د امنیت د تامین او د هر ډول ګډوډیو او ناامنیو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې له بېلابېلو ستونزو سربیره به د سږ کال د محرم مراسم ترسره شي.

تېر کال طالبانو د افغانستان له شیعه ګانو غوښتي و، چې په ښار کې د لویو مذهبي بیرغونو له لګولو ډډه وکړي. طالبانو د محرم په ورځو کې د «سقاخانې» پر پرانستلو او څښاک پر وېش بندیز لګولی و.

د افغانستان د شيعه علماوو د شورا په اعلاميه کې چې د شنبې په ورځ ( د چنګاښ ۱۶مه) خپره شوه، په جوماتونو او حسينيوو کې له ديني پلاويو څخه چې د دغو مراسمو د تر سره کولو مسووليت لري، د امنيت د تامينولو غوښتنه شوې ده.

دغې شورا د دیني بنسټونو له مسوولینو هم وغوښتل چې د مشکوکو قضیو په اړه دې حساس وي.

د افغانستان شیعه مشرانو په وار وار له طالبانو غوښتي چې جعفري فقه دې په رسمیت وپېژني، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول خپل نظر نه دی څرګند کړی.

طالبانو د خپل حکومت د تګلارو او چلندونو د بنسټ په توګه حنفي سني مذهب ټاکلې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د شیعه علماوو شورا له دیني عالمانو غوښتي چې د محرم په میاشت کې دې د اختلافي مسایلو په اړه له خبرو ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو امیر د افغانستان بانک مشر بدري د کانونو وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس خواله رسنۍ خپرې کړي اعلامیه کې ویلي، چې د دغې ډلې مشر هبت الله اخندزاده په نهو ادارو کې نوې ټاکنې کړي دي.

د ښاغلي‌ مجاهد په خبره، د افغانستان بانک سرپرست ملا هدایت الله بدري، دکانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

بدري د طالبانو مشر ته له نږدې کسانو بلل کیږي او د کانونو وزارت د طالبانو د عاید یوه مهمه سرچینه ده.

د کانونو وزارت پخوانۍ سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور چې د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې په فساد تورن و او ویل کیږي‌ چې د ډبرو سکرو په قراردادونو کې د هغه تر نظر لاندې فساد شوی و، له دغه وزارته ګوښه شوی دی.

د مجاهد په وینا، شهاب الدین دلاور، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

بل خوا، د افغاني سرې میاشتي مخکنی مرستیال ملا نورالدین ترابي، د پېښو په وړاندي دمبارزې ملي ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، د افغاني سرې میاشتې ټولنې پخوانی سرپرست مولوي مطیع الحق خالص، د چاپیریال ساتني ادارې د سرپرست په توګه ګمارل شوی دی.

د نوموړي په خبره، د افغانستان بانک پخوانی لومړی مرستیال نور احمد اغا، د افغانستان بانک د سرپرست په توګه اود صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو مخکنی معین مولوي قدرت الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په توګه په دندو ګمار شوي دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې، د استخباراتو عمومي ریاست، د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکنی رئیس مولوي احمد الله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین په توګه او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مخکنی سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

په همدې توګه، مجاهد زیاتوي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ګرځندوی، مالي او اداري پخوانی معین ملا سعدالدین، د چاپيریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شول.

په کندهار کې د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۳۶ GMT+۱

په کندهار کې روغتيایي سرچينې وايي، چې د پوليو یا ګوزڼ دوه تازه مثبتې پېښې يې ثبت کړي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخي، دغه تازه پېښې د کندهار په ارغستان او شاولي کوټ ولسواليو کې ثبت شوي دي.

د کندهار عامې روغتيا رياست څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې د پوليو د له منځه وړلو د ملي بېړني عملياتي مرکز مشر ډاکټر عبدالقدوس بريالی هم کندهار ته تللی او په پوليو د اخته ماشومانو له کورنيو سره يې ليدلي دي.

په کندهار کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر څلورو ته ورسېده.

د تېري غبرګولي مياشتې په ۱۴مه نېټه په افغانستان کې د پولیو د کنټرول د برخې چارواکو ويلي و، چې په دغه هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، له دغو څلورو پېښو ۲ یې د کندهار په معروف او سپین بولدک ولسوالیو، یوه یې د نورستان په کامدېش او یوه بله یې برګمټال ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

سره له دې چې په افغانستان کې له کلونو راهیسې د پولیو پروړاندې جدي مبارزه روانه ده، خو افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي، چې پولیو پکې تر اوسه هم پاتې دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو نوی وزیر او له افغانستان سره د هغه اړیکې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۱۴ GMT+۱

د بریتانیا نوي لومړي وزیر کیر سټارمر په خپله کابینه کې ډیویډ لمی د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکلی دی. د بریټانیې د بهرنیو چارو نوی وزیر ډیویډ لمي په ۲۰۲۲ کال کې کابل ته تللی و چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بشري ناورین له بیلابیلو اړخونو لیدنه وکړي.

ګارډین لیکي چې ډیویډ لمي لومړی لوړپوړی بریتانوی سیاستوال و، چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته سفر کړی و.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ افغانستان ته د ښاغلي لمي سفر په افغانستان کې د بشري ناورین د ښه کولو لپاره د یوې لارې په توګه په ګوته کړې وه.

د نوموړي دغه سفر په داسې وخت کې شوی، چې له افغانستان سره مالي مرستې په بې ساري ډول کمې شوې وې.

ډیویډ لمي د ماشومانو د ځانګړي روغتون څخه لیدنه کړې وه، چې د نړیوال روغتیا سازمان له خوا اداره کیده. هغه دغه راز د ځوانانو مرکز، د یونیسف د ماشومانو د ملاتړ پروګرام او کډوالو مرکز څخه لیدنه کړې وه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو نوی وزیر له افغانستان څخه د بریتانوي ځواکونو د وتلو یو له منتقدینو څخه دی او د افغانستان له سقوط وروسته پېښې "ناورین" ګڼي.

ښاغلي لمي وویل، چې له افغانستان څخه د بریتانوي ځوواکونو وتلو سره د دغه هېواد نړیوال شهرت کم کړ.

ډیویډ لمي خبرداری ورکړی، چې په میلیونونو افغان ملکي وګړي له لوږې سره مخ دي او ځینې حتی اړ دي چې خپلو کورنیو ته د خوړو برابرولو لپاره د خپل بدن غړي‌ وپلوري.

د بریتانیا د بهرنیو چارو نوي وزیر چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعیت یې له نږدې څارلی، د بریټانیا پر پخواني حکومت یې له دې امله نیوکه کړې چې د افغانستان وضعیت یې له پامه غورځولی.

دغه بریتانوي چارواکي، ټینګار وکړ چې هېواد یې باید د ملیونونو ملکي خلکو سره د مرستې لپاره یوه جامع ستراتیژي ولري.

افغان ښځې "یوازې شتون لري، ژوند نه کوي"

د بریټانیا د بهرنیو چارو نوي وزیر په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له یو شمېر افغان مېرمنو سره کتلي و.

100%

دغه بریټانوي سیاستوال له افغان ښځو سره تر خبرو وروسته د ښځو په وړاندې د طالبانو پر سیاستونو سختې نیوکې کړې وې.

هغه وویل، چې طالبانو د افغان ښځو ژوند، تعلیم او حیثیت غلا کړی دی.

ښاغلي لمي د یوې افغانې ښځې له قوله وویل: "موږ یوازې شتون لرو، موږ ژوند نه کوو."

د پرمختګ کیسه

ډیویډ لمي د بریټانیا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته وویل، چې هغه افتخار کوي چې د غلامانو اولاده او د کارګر طبقې تورپوستي غړی دی چې دغه مقام ته رسیدلی دی.

ښاغلی لمي د لندن په شمال کې د اهل ګویان مور او پلار څخه پیدا شوی دی. هغه وویل، چې "زما کیسه د پرمختګ کیسه ده،"

په یوه ویډیویي پیغام کې چې په اېکس ټولنیزه شبکه خپور شوی، لمي ویلي، چې هغه د تاتنهام له ګاونډ څخه په داسې موقف کې ټاکل شوی دی.

د بریتانیا نوي لومړي وزیر کیر سټارمر د جمعې په ورځ خپله کابینه اعلان کړه، او خپل د کورنیو چارو، دفاع او مالیې وزیران یې معرفي کړل.

د بریتانيا په پارلماني ټاکنو کې د قاطع اکثريت په ګټلو او د محافظه کار ګوند له تاريخي ماتې سره د کارګر ګوند له ۱۴ کلونو وروسته بېرته واک ته ورسېد.

دوه افغان سوک وهونکو د روسيې سياليو کې د برونزو مډالونه وګټل

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۳۵ GMT+۱

د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ادراې خبر ورکړ، چې د دوی دوو افغان لوبغاړو د سوک وهنې په سيالیو کې دریم مقام په خپل نوم کړی او دوه د برونزو مډالونه يې ګټلي دي. دغه اسيايي سيالۍ د روسيې په یاکوتیا ښار کې تر سره شوې.

د افغانستان بدنې روزنې او ورزش ادارې د شنبې په ورځ ويلي، چې افغان لوبغاړي مجتبا حيدري په ۴۸ کيلو ګرامه وزن د سوک وهنې په برخه کې خپل اذربایجانی سيال مات کړ.

دوی زياتوي، چې همدې سيالیو کې فردوس نجيبي بيا په ۷۵ کيلو ګرامه وزن کې د سوک وهنې په برخه کې خپل ازبکستاني سيال ته ماتې ورکړه.

دواړو افغان لوبغاړو د «يوې بريا او دوهمې استراحت» په پايله کې د سياليو نيمه پايلوبو ته ځان ورساوه او د برونزو مډالونو په ګټلو یې دريم مقام په خپل نوم کړ.

دغو سيالیو د اسيايي هېوادونو د سوک وهنې لوبغاړو ترمنځ لس ورځي دوام وکړ.

د غازي امان الله خان د انځور سپینولو له امله طالبانو نیولي موټروانان خوشې کړل

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۱

په تورخم کې طالبانو د علي محمد خان او شریف اخوندخېل په نوم د لاریو هغه موټروانان خوشې کړل، چې د شاه امان الله خان غازي د انځور سپینولو له امله یې پرون نیولي وو. طالبانو نږدې دوه اونۍ وړاندې په تورخم کې د شاه امان الله خان غازي او باچا خان پر انځورونو تور رنګ موښلی و.

څو ورځې مخکې خواله رسنیو کې د شاه امان الله خان غازي د تور شوي انځور لاس په لاس کېدو سره پرون دغو دوو ځوانانو علي محمد خان او شریف اخوندخېل له انځور څخه تور رنګ پاک کړ.

له انځور پاکېدو سره ډېرو ته دا وېره وه، چې طالبان به دا کسان ونیسي او څو ساعته وروسته یې د نیولو خبرونه هم خپاره شول.

خو افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې تورخم کې ځايي موټروانان طالبانو ته ورغلي او دواړه یې خوشې کړي دي.

د علي محمد خان خپلوان هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره هغه انځورونه شریک کړل، چې د یوې شپې زندان تېرولو وروسته دوی په ضمانت له زندانه ازاد شوي دي.

علي محمد خان او شریف اخوندخېل د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ اوسیدونکي دي.

د علي محمد خان او شریف اخوندخیل د طالبانو له بنده د خوشې کېدو وروسته انځور
100%
د علي محمد خان او شریف اخوندخیل د طالبانو له بنده د خوشې کېدو وروسته انځور

په زندان کې د دغو کسانو د وهلو او شکنجه کولو په اړه معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي، خو دوی خپلو خپلوانو ته ویلي چې د طالبانو لخوا له رسنیو سره له خبرو کولو منع شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ څه موده وړاندې د طالبانو امر بالمعروف محتسبینو د شاه امان الله خان او د پاچا خان پر انځورونو تور رنګونه پاشلي وو.

شاه امان الله خان غازي پر ۱۹۱۹ کال د درېیم افغان- انګرېز جګړې اتل و، چې له مخې یې افغانستان بېرته خپلواکي واخیسته او افغانانو د دې تورې په بدل کې دغه پاچا ته د غازي نوم ور کړ.

شاه امان الله خان غازي چې له نړۍ سره د افغانستان د سیال کولو ارمان درلود د انګرېز په لمسه د ملایانو د پاڅون له امله په ۱۹۲۹ کال جلا وطن شو.

د طالبانو بیا واکمنېدو سره د افغانستان ملي راډیو ټلوېزون او تېر کال پکتیا کې هم له پوهنتون څخه د نوموړي انځورونه لرې کړل شوي وو، چې په مقابل کې یې افغانانو پراخ غبرګون ښودلی و.

خو په تورخم کې د شاه امان الله خان غازي د انځور د تورېدو کیسه چې رسنیزه شوه، تېره ورځ څو ځوانانو له دغه انځور څخه تور رنګ پاک او بېرته یې سپین کړ.