په تورخم کې طالبانو د علي محمد خان او شریف اخوندخېل په نوم د لاریو هغه موټروانان خوشې کړل، چې د شاه امان الله خان غازي د انځور سپینولو له امله یې پرون نیولي وو.
طالبانو نږدې دوه اونۍ وړاندې په تورخم کې د شاه امان الله خان غازي او باچا خان پر انځورونو تور رنګ موښلی و.
څو ورځې مخکې خواله رسنیو کې د شاه امان الله خان غازي د تور شوي انځور لاس په لاس کېدو سره پرون دغو دوو ځوانانو علي محمد خان او شریف اخوندخېل له انځور څخه تور رنګ پاک کړ.
له انځور پاکېدو سره ډېرو ته دا وېره وه، چې طالبان به دا کسان ونیسي او څو ساعته وروسته یې د نیولو خبرونه هم خپاره شول.
د علي محمد خان خپلوان هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره هغه انځورونه شریک کړل، چې د یوې شپې زندان تېرولو وروسته دوی په ضمانت له زندانه ازاد شوي دي.
علي محمد خان او شریف اخوندخېل د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ اوسیدونکي دي.
د علي محمد خان او شریف اخوندخیل د طالبانو له بنده د خوشې کېدو وروسته انځور
په زندان کې د دغو کسانو د وهلو او شکنجه کولو په اړه معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي، خو دوی خپلو خپلوانو ته ویلي چې د طالبانو لخوا له رسنیو سره له خبرو کولو منع شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ څه موده وړاندې د طالبانو امر بالمعروف محتسبینو د شاه امان الله خان او د پاچا خان پر انځورونو تور رنګونه پاشلي وو.
شاه امان الله خان غازي پر ۱۹۱۹ کال د درېیم افغان- انګرېز جګړې اتل و، چې له مخې یې افغانستان بېرته خپلواکي واخیسته او افغانانو د دې تورې په بدل کې دغه پاچا ته د غازي نوم ور کړ.
شاه امان الله خان غازي چې له نړۍ سره د افغانستان د سیال کولو ارمان درلود د انګرېز په لمسه د ملایانو د پاڅون له امله په ۱۹۲۹ کال جلا وطن شو.
د طالبانو بیا واکمنېدو سره د افغانستان ملي راډیو ټلوېزون او تېر کال پکتیا کې هم له پوهنتون څخه د نوموړي انځورونه لرې کړل شوي وو، چې په مقابل کې یې افغانانو پراخ غبرګون ښودلی و.
خو په تورخم کې د شاه امان الله خان غازي د انځور د تورېدو کیسه چې رسنیزه شوه، تېره ورځ څو ځوانانو له دغه انځور څخه تور رنګ پاک او بېرته یې سپین کړ.
د کرن دغه ویډیو د ځینو لیدونکو له پراخو نیوکو سره مخامخ شوې ده.
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسیدو وروسته، طالبانو ځایی خلک او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې په زیاتیدونکي ډول تر محدودیتونو لاندې راوستي دي، مګر کیرن پر هغه د نیوکې په ځواک کې ویلي، هغه کسان چې په هغه باندې نیوکه کوي "شاید هیڅکله له خپل کوره بهر نه وي را وتلي ".
د طالبانو له خوا په عام محضر کې حد جاري کیږي او خلک وهل ټکول کیږي، د موسیقي اوریدل محدود شوي، ښځې او نجونې تر هغه څه لاندې ژوند کوي چې د بښنې نړیوال سازمان یې "ظالمانه رژیم" بولي، چې د دوی د تعلیم حق او ازادي په پراخه کچه تر پښو لاندې شوې ده.
نوموړی وايي: "زه فکر کوم طالبان غواړي چې ډیر سیلانیان له افغانستانه لیدنه وکړي او له همدې امله دوی د سیلانیانو سره په ډیر درناوي چلند کوي، که هغه نارینه او که ښځینه وي."