• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان ته تللی ګرځندوی: طالبان له سیلاني ښځو سره د خپل هیواد تر مېرمنو ښه چلند کوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۵۲ GMT+۱

برتانوي سیلانوي کیران براون د بریتانیا ډېلي سټار ورځپاڼې ته ویلي، چې په افغانستان کې یې ډېر ښه وخت تېر کړی او هېڅکله یې له طالبانو سره کومه ستونزه نه ده لرلې. هغه وايي،‌ چې طالبان له بهرنیو سیلاني میرمنو سره د خپل هیواد له میرمنو ښه چلند کوي.

دغه برتانوي سړي افغانستان ته د خپلو رخصتۍ د تیرولو لپاره تللی و او له خپلې دغې پرېکړې دفاع کوي.

هغه وايي، چې طالبان سلانیانو ته ډیر لیوال دي او ور سره ښه چلند کوي.

د بریتانیا حکومت خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر په اړه خبرداری ور کړی او ویلي یې دي، چې ښايي دغه هیواد ته سفر د امنیتي ستونزو سره مل وي.

ښاغلی براون پوره وخت سفر کوي او بلاګر دی. هغه د نړۍ د هر هیواد د لیدو هیله لري.

دغه ۲۹ کلن ګرځندوی تر دې دمه ۹۸ هېوادونو ته تللی او تر ۳۰ کلنۍ پورې پلان لري چې ۱۰۰ هیوادونو ته لاړ شي او دا به د ده په خبره، د هغه لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وي.

ښاغلي براون په دې وروستیو کې په خپله خواله رسنۍ کې یوه ویډیو خپره کړه چې خورا ډیره لاس په لاس شوه.

هغه په دغه ویډیو کې خلک هڅوي چې د خپلې رخصتۍ پرمهال افغانستان ته ولاړ شي، چې هغه اته ورځې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د څو ملګرو سره سفر کړی.

د کرن دغه ویډیو د ځینو لیدونکو له پراخو نیوکو سره مخامخ شوې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسیدو وروسته، طالبانو ځایی خلک او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې په زیاتیدونکي ډول تر محدودیتونو لاندې راوستي دي، مګر کیرن پر هغه د نیوکې په ځواک کې ویلي، هغه کسان چې په هغه باندې نیوکه کوي "شاید هیڅکله له خپل کوره بهر نه وي را وتلي ".

د طالبانو له خوا په عام محضر کې حد جاري کیږي او خلک وهل ټکول کیږي، د موسیقي اوریدل محدود شوي، ښځې او نجونې تر هغه څه لاندې ژوند کوي چې د بښنې نړیوال سازمان یې "ظالمانه رژیم" بولي، چې د دوی د تعلیم حق او ازادي په پراخه کچه تر پښو لاندې شوې ده.

نوموړی وايي: "زه فکر کوم طالبان غواړي چې ډیر سیلانیان له افغانستانه لیدنه وکړي او له همدې امله دوی د سیلانیانو سره په ډیر درناوي چلند کوي، که هغه نارینه او که ښځینه وي."

د هغه په خبره،"طالبان د ښځینه سیلانیانو سره د خپل هیواد د اصلي ښځینه اتباعو په پرتله خورا ښه چلند کوي."

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د بښنې سازمان: جرمني رد کړي کډوال د طالبانو په واک کې افغانستان ته استول کېږي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۱

د جرمني د بښنې نړیوال سازمان وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو یو زیات شمیر چې جرمني ته د انتقال په تمه وو، په اوو ورځو کې به د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان ته واستول شي. په دې وروستیو کې جرمني په پاکستان کې له مېشتو ځینې افغانانو ته مثبت ځواب واپس اخیستی دی.

د «اې ار ټي» خبري چینل خبر ورکړی، چې د جرمني حکومت د خپلې پخوانۍ ژمنې برعکس د افغان کډوالو له منلو ډډه کړې ده.

ویل شوي، چې دغه افغان کډوال تر ډېره په پاکستان کې دي او له میاشتو راهیسې جرمني ته د تلو انتظار باسي. ځینو ویلي دي، چې له ډیر انتظار وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د رد بریښنالیک ورته استولی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۳ زره ۲۲۰ زیانګالي افغانان جرمني ته د انتقال په تمه دي.

وروسته له هغه چې د سليمان عطايي په نوم يوه افغان په جرمني کې د اسلام د مخالفانو پر غونډه بريد وکړ او يو پوليس يې وواژه، د جرمني حکومت د پناه غوښتونکو په اړه په خپله پاليسۍ کې بدلون اعلان کړ.

تر دې برید وروسته د جرمني حکومت اعلان وکړ، چې مجرم او خطرناک پناه غوښتونکي به خپلو اصلي هېوادونو ته واستوي.

له بلې خوا، په جرمني کې د کډوالو د بریدونو له زیاتیدو وروسته، ښي اړخو ګوندونو او نورو جریانونو د دغه هېواد پر حکومت فشار راوړی، چې د پناه غوښتونکو د منلو په برخه کې له احتیاطه کار واخلي.

د چین او قطر ځانګړي استازي: نړیوال دې د افغانستان په بیارغونه کې زیاته ونډه واخلي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۳۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د چین استازي یوشیا یونګ وايي، د قطر د بهرنیو چارو وزارت له استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب سره یې وکتل او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې وکړې. ښاغلي ېونګ وويل دواړه لوري په دې موافق دي، چې افغانستان د بيارغونې لپاره د نړيوالې ټولنې لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

دا ناسته د افغانستان په اړه د دوحې له درېیمې غونډې وروسته جوړه شوه، چې په کې د قطر او چین استازو هم حضور درلود.

د غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیا یونګ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د افغانستان د پیچلو ستونزو د هواري لپاره له طالبانو او نړیوالې ټولنې سره کار کول یې لومړیتوب دی.

ښاغلي یونګ وويل دغه ګډ کار بايد د متقابل احترام، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت پر بنسټ وي.

ځینې ځوانانو په تورخم ښارګوټي کې د پاچا امان الله خان غازي له انځور تور رنګ پاک کړ

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۱

د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې ځینو ځوانانو د افغانستان د بیا خپلواکۍ اخیستونکي اتل او پخواني پاچا امان الله خان غازي له انځوروه تور رنګ پاک کړ. د راپورونو پر بنسټ څه موده وړاندې د طالبانو امرب المعروف محتسبینو د شاه امان الله خان او د پاچا خان پر انځورونو تور رنګونه پاشلي وو.

د سرچینو د معلوماتو له مخې طالبانو دا کار څو اوونۍ وړاندې کړی و، خو په تېرو دوو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو د شاه امان الله غازي انځور ډېر لاس په لاس او د طالبانو دا کار یې وغانده.

شاه امان الله غازي پر ۱۹۱۹ کال د دریم افغان- انګرېز جګړې اتل و، چې له مخې یې افغانستان بېرته خپلواکي واخیسته او افغانانو د دې تورې په بدل کې دغه پاچا ته د غازي نوم ور کړ.

شاه امان الله غازي چې له نړۍ سره د افغانستان د سیال کولو ارمان درلود د انګرېز په لمسه د ملایانو د پاڅون له امله په ۱۹۲۹ کال جلاوطن شو.

د طالبانو بیا واکمنېدو سره د افغانستان ملي رادیو تلوېزون او تېر کال پکتیا کې هم له پوهنتون د نوموړي انځورونه لرې کړل شوي وو، چې په مقابل کې یې افغانانو پراخ غبرګون ښودلی و.

خو په تورخم کې د شاه امان الله غازي د انځور د تورېدو کیسه چې رسنیزه شوه، نن یو څوځوان له دغه انځور تور رنګ پاکوي او بېرته یې سپینوي.

دغه ځوانان په ویډیو کې وايي ټول خلک جعمې لمانځه ته تللي او دوی د شاه امان الله انځور باندې پاشل شوی تور رنګ پاکوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پوهنتونونو او د ښارونو څلور لارو کې هم د فرهنګي او تاریخي شخصیتونو انځورونه مات یا لرې شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو والي له رسنیو غوښتي چې د ساکښو انځور به نه اخلي او ځینې تلویزوني راپورنو کې د دې ډلې د چارواکو پر ځای د ودانیو انځورونه خپرېږي.

د ترکمنستان ولسمشر د ټاپي پروژې د پلي کېدو لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان مرسته وغوښته

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د ترکمنستان ولسمشر د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو وغوښتل چې په افغانستان کې د انرژۍ او اړیکو پروژو پلي کولو کې ونډه واخلي. قربان قلي بیردي محمدوف وویل، د دې کار لپاره ضروري ده چې له ترکمنستان د افغانستان له لارې تر پاکستان او هند د ګاز نللیکي ټاپي او نوري فایبر پروژې پلې شي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د ترکمنستان ولسمشر دا خبرې پرون د قزاقستان پلازمېنه استانا کې د شانګهای همکارs سازمان سرمشریزه کې وکړې.

قربانقلي بیردي محمدوف وویل، د داسې سترو پروژو پلي کېدو سره نه یوازې اقتصادي ګټه لري، بلکې د سیمې او وچې په کچه پروژو کې د افغانستان اغېزناک یوځایېدل هم چټکوي چې د دې هېواد ټولنیزه او اقتصادي رغونه کې مرسته کوي او دې سره سیاسي حالت ټیکاومنېږي چې دا هرڅه سولې ته د رسېدو په مانا دي.

ټاپي پروژه د ترکمسنتان لوېدیځ کې له ګلکینش پیلېږي، د افغانستان له هرات او کندهار په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان ته رسېږي او بیا د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسېږي.

د دې پروژې د پلي کولو خبرې د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې په ۱۹۹۰ کلونو کې پیل شوې.

د دې پروژې د رسمي کار پیل د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر کې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د افغان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف او هندي او ترکمن مشرانو له خوا پرانیستل شو.

تمه وه چې د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دا اتلس سوه کیلومتره اوږده پروژه په ۲۰۱۹ کال کې پلې شي، خو په افغانستان کې د ناامنۍ له امله تر اوسه د کاغذ پرمخ پاتې ده.

اشرف غني: امریکا او ملګرو ملتونو د دولتي ادارو د ډیجیټل کېدو مخه نیولې وه

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۳۵ GMT+۱

د افغانستان پخوانی ولسمشر وايي، تېر حکومت تر وروستۍ شېبې د پولیسو، ښوونځیو او د پوهنې وزارت د ښوونکو پر کره شمېر نه پوهېده. اشرف غني امریکا او ملګري ملتونه تورنوي چې د دولتي ادارو «د ډیجیټل کېدو مخه یې نیولې وه» او دا په حکومتي چارو کې د فساد اصلي لامل و.

اشرف غني له وتلي افغان خبریال داود جنبش سره د خبرو اترو په ۱۷مه لړۍ کې د افغانستان په اړه وویل، چې امریکا د امنیتي بنسټونو د سیسټم د کمپیوټري کولو لپاره یو میلیارد ډالر ځانګړي کړي و، خو تر وروستۍ شېبې دغه نظام د کاغذ پر مخ ولاړ و.

پخواني ولسمشر زیاته کړه: "موږ تر پایه نه پوهېدو چې په کورنیو چارو وزارت کې څومره پولیس شته."

نوموړي په امنیتي ادارو کې د پراخ فساد په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې ډېر لګښتونه وشول، خو پیسې د دفاع وزارت او د امریکا د نړیوالو مرستو د دفتر د قراردادیانو جیبونو ته ولاړې.

پخواني ولسمشر ټینګار وکړ، چې امریکايي ځواکونو هر کال د سرتېرو د کره شمېر د معلومولو ژمنه وکړه، خو تر ۲۰۲۱ کال پورې دا کار ونه شو.

غني هم د "خیالي ښوونکو" او "خیالي ښوونځیو" شتون تایید کړ. هغه وويل، چې د پوهنې وزارت د کارکوونکو او ښوونځيو شمېر له هغو کسانو سره توپير لري، چې معاشونه يې ترلاسه کړي دي.

غني پر ملګرو ملتونو هم نیوکې وکړې او ویې ویل، چې ملګرو ملتونو د افغانستان د ټاکنو د ډیجیټل کېدو مخه نیولې وه.

پخواني ولسمشر وویل، چې په ۲۰۰۲ کال کې دوی ملګرو ملتونو ته د ټاکنو د الکترونیکي کېدو وړاندیز وکړ، خو ملګرو ملتونو دا کار رد کړ او تل یې ټاکنې په دودیز ډول ترسره کړې او دا کار د نورو ستونزو لامل شو.

ښاغلي غني وویل چې د ملګرو ملتونو مخنیوی او بې اغېزې اقدامات د ۲۰۰۹ کال له ټاکنو وروسته د سیاسي کړکېچ لامل شول.

هغه وويل، چې له افغانستان څخه يې د ملګرو ملتونو د اېستلو پرېکړه یې کړې وه، خو ملګرو ملتونو جګړه ماران وهڅول او هغه يې د بهرنيانو د مخالفې څېرې په توګه معرفي کړ.

پخواني ولسمشر ادعا وکړه، چې که طالبان واک ته نه وای رسېدلي، حکومت به په دوو اونیو کې ډیجیټل شوی وای.