حسین علي حاجي دلیګاني، د اسلامي جمهوریت بنسټونه د «پردیو وکړو» د مدیریت په برخه کې په «نا مسوولیتۍ» تورن کړل.
د «بهرنيو وکړو» څخه د ایراني چارواکو موخه افغان کډوال دي. د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
د ایران د پارلمان دغه غړي یوې ایرانۍ ویب پاڼې ته وویل، چې ان هغه وکړي چې اجازه لیکونه او په ایران کې د اوسیدو کارتونه لري هم دغه هیواد ته ګواښ جوړوي، ځکه چې دوی «په ایران کې په چټکۍ خپل نفوس زیاتوي."
هغه په ښارونو او کلیو کې د کډوالو د شتون لپاره د مشخص ځای د ټاکلو غوښتونکی شو او ویې ویل، چې کډوال باید د ایران د نفوس له درې سلنې څخه زیات نه وي.
دلیګاني وويل: "د ايران پارلمان بايد داسې طرحه تصويب کړي چې د ايران په بېلابېلو سيمو کې د کډوالو د شتون له امله د نفوسو انډول له ستونزو سره مخ نه شي، ځکه چې یوې سیمه، کلي او ښار کې د زياتو کډوالو راټوليدل ګواښ جوړوي."
هغه وويل: "حکومت بايد په ايران کې داسې شرایط رامنځته کړي چې پاتې شوي کډوال په ځانګړو کارونو وګماري. همدا راز، بهرنيو وګړو ته دې داسې کارتونه ورکړي چې د مشخص شوې محدودې کې تګ راتګ وشي کړای."
هغه د افغانستان پر پوله د دیوال پر جوړولو ټینګار وکړ او د ایران له راتلونکي حکومته یې وغوښتل چې افغان کډوال وباسي.
د ایران ولسمشرۍ ټاکنو ته ځینو کاندیدانو ویلي، چې د ټاکنو د ګټلو په صورت کې به د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله دیوال جوړ کړي.
په تېرو څوارلسو لسيزو کې په افغانستان کې د ناامنيو او محدودو اقتصادي فرصتونو له امله یو ډیر شمیر افغانانو ایران ته پناه وړې ده.
دوی معمولاً په ټیټو معاشونو د ساختماني کارونه کوي.
د ایران حکومت په وار وار له افغان کډوالو غوښتي چې په ځانګړو ښارونو کې دې ژوند وکړي.
د بشري حقونو فعالانو له کډوالو سره د ایران د حکومت او خصوصي سکټور چلند له تبعیضه ډک او استثماري بللی دی.