• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د لوړې مالیې اخېستو په غبرګون کې فراه کې د معاملو لارښونې دفترونو کاربندیز کړی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۲۰ GMT+۱

د فراه په مرکز کې د معاملو لارښونې دفترونو مالکانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، له څو اوونیو راهسې یې د ولایت په مرکز کې خپل فترونه د طالبانو لخوا د لوړې مالیې د اخېستو په غبرګون کې تړلي. دوی شکایت کوي، چې د طالبانو پر ښاورالۍ سربېره اوس د دوی مستوفیت هم مالیه غواړي.

د طالبانو د فراه عدلیې ریاست یو مکتوب هم افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې چې پکې یې د دې ولایت له معاملاتو لارښونې دفترونو او موټر پلورونکو غوښتنه کړې ده، چې له دې وروسته پېر او پلور کې یو فیصد مالیه د ولایت مستوفیت ته هم ځانګړې کړي.

خو په فراه کې د کورونو او ځمکو د پېر او پلور د لارښونې مرکزونو اتحاده وايي، چې د دولتي طرزالعمل له مخې د کورونو او ځمکو پېر او پلور او د قبالو جوړولو یو فیصد مالیه یوازې د بانک له لارې ښاروالۍ ته تحویل کېږي او د قانون له مخې مستوفیت له دوی د مالیې اخیستو حق نه لري.

دوی همدراز زیاتوی د عدلي وزارت د طرزالعمل له مخې د کور او ځمکې د پېر او پلور پرمهال د معاملاتو لارښونې دفتر له خپلې حق الزحمې هم ۱۰ فیصده ښاروالۍ ته ورکوي.

د فراه د معاملاتو لارښونې د اتحادیو مسوولین وايي، طالبان اوس د نویو اصولو پیلولو سره مستوفیت ته د یو فیصد اضافي مالیې پر پلي کېدو ټینکار کوي.

دوی وايي، ان طالبانو دا هم ورته ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې د ټولو پلورل شویو کورونو او ځمکو یو فیصد مالیه هم مستوفیت ته تحویل کړی.

سرچینې وايي طالبانو د فراه معاملاتو لارښونې دوکاندارانو ته کواښ کړی دی، که د دوی نوی طرزالعمل عملي نه کړي او د تېرو دریو کلونو مالیه هم ور نه کړي نو جوازونه به یې د تل لپاره لغوه شي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو ویډیوګانو کې معلومیږي چې د فراه د معاملاتو لارښونې دفترونه تړل شوي دي او مالکان یې له طالب له مشرانو غوښتنه کوي چې د دې ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

د طالبانو مکتوب

100%

طالبانو تر دې مخکې په کابل کې هم د معاملاتو لارښوونې دفترونو ته د نویو شرطونو په جوړولو سرخوږی جوړ کړ.

دې ډلې تېر کال د څو میاشتو لپاره د کابل شهزاده صراف صرافانو سره هم د نویو مالي شرطونو له امله جنجال درلود.

طالبانو په بیا واکمنېدو سره د خپلې ډلې د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره په بېلابیلو برخو لوړه مالیه ولګوله، چې له امله یې ځینې کسان د خپل کاروبار بندولو ته اړ شول.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ایران د پارلمان غړی د افغان کډوالو پر کار او سفر د بندیز غوښتونکی شو

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۴ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۴۵ GMT+۱

په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد له څرګندونو وروسته، د دغه هېواد د پارلمان یوه غړي ادعا وکړه چې د «بهرنیو وکړو» زیاتیدل د ایران خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا غواښي.

حسین علي حاجي دلیګاني، د اسلامي جمهوریت بنسټونه د «پردیو وکړو» د مدیریت په برخه کې په «نا مسوولیتۍ» تورن کړل.

د «بهرنيو وکړو» څخه د ایراني چارواکو موخه افغان کډوال دي. د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

د ایران د پارلمان دغه غړي یوې ایرانۍ ویب پاڼې ته وویل، چې ان هغه وکړي چې اجازه لیکونه او په ایران کې د اوسیدو کارتونه لري هم دغه هیواد ته ګواښ جوړوي، ځکه چې دوی «په ایران کې په چټکۍ خپل نفوس زیاتوي."

هغه په ​​ښارونو او کلیو کې د کډوالو د شتون لپاره د مشخص ځای د ټاکلو غوښتونکی شو او ویې ویل، چې کډوال باید د ایران د نفوس له درې سلنې څخه زیات نه وي.

دلیګاني وويل: "د ايران پارلمان بايد داسې طرحه تصويب کړي چې د ايران په بېلابېلو سيمو کې د کډوالو د شتون له امله د نفوسو انډول له ستونزو سره مخ نه شي، ځکه چې یوې سیمه، کلي او ښار کې د زياتو کډوالو راټوليدل ګواښ جوړوي."

هغه وويل: "حکومت بايد په ايران کې داسې شرایط رامنځته کړي چې پاتې شوي کډوال په ځانګړو کارونو وګماري. همدا راز، بهرنيو وګړو ته دې داسې کارتونه ورکړي چې د مشخص شوې محدودې کې تګ راتګ وشي کړای."

هغه د افغانستان پر پوله د دیوال پر جوړولو ټینګار وکړ او د ایران له راتلونکي حکومته یې وغوښتل چې افغان کډوال وباسي.

د ایران ولسمشرۍ ټاکنو ته ځینو کاندیدانو ویلي، چې د ټاکنو د ګټلو په صورت کې به د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله دیوال جوړ کړي.

په تېرو څوارلسو لسيزو کې په افغانستان کې د ناامنيو او محدودو اقتصادي فرصتونو له امله یو ډیر شمیر افغانانو ایران ته پناه وړې ده.

دوی معمولاً په ټیټو معاشونو د ساختماني کارونه کوي.

د ایران حکومت په وار وار له افغان کډوالو غوښتي چې په ځانګړو ښارونو کې دې ژوند وکړي.

د بشري حقونو فعالانو له کډوالو سره د ایران د حکومت او خصوصي سکټور چلند له تبعیضه ډک او استثماري بللی دی.

طالبان: د حيرتان-مزارشريف اورګاډي پټلۍ د بيارغونې چارې د شپږو مياشتو لپاره وغځول شوې

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۵۱ GMT+۱

طالبانو د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د دې ډلې د ټول ګټو وزیر محمد عیسی ثاني د ازبکستان د اورګاډي پټلۍ له مشر سره د حیرتانو په بندر کې لیدنه کړې ده.

د طالبانو د ټول ګټو وزارت وايي، چې په دې غونډه کې د حیرتان- مزارشریف د اورګاډي پتلۍ د بیارغونې چارې د شپږو میاشتو لپاره وغځول شوې.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې پروژې د غځولو تړون د چهارشنبې په ورځ د تمځایونو د پاتې کارونو د بشپړېدو په موخه لاسلیک شو.

طالبانو په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د ۷۵ کیلومترو په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ د ترمیم کار د پیل اعلان کړی و او ویلي یې و، چې دا پروژه به په دریو میاشتو کې بشپړه شي.

پوتین: طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د روسیې متحدین دي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۱۵ GMT+۱

د روسیې ولسمشر د شانګهای د همکاریو سازمان له سرمشریزې وروسته طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د مسکو د متحدینو په توګه یاد کړل. ولادیمیر پوتین وویل، په افغانستان کې واک د طالبانو په لاس کې دی او له همدې امله، دوی «د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې زموږ کلک متحدین دي.»

پوتین د خپل خبري کنفرانس په ترڅ کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې هېواد یې له طالبانو سره په اړیکه کې دی او له دغې ډلې څخه یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نښې ترلاسه کړې دي.
هغه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو او د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د دې ډلې د غړیتوب په اړه وویل، چې ««دا دواړه مسایل «د حالاتو په پرمختګ پورې اړه لري.»
ولادیمیر پوتین وویل: «ما مخکې هم ویلي وو، چې له طالبانو سره په تماس کې یوو. د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د بشپړ غړیتوب په اړه، روسیه په یوازې ځان پریکړه نه ګوي.»
هغه زیاته کړه: "موږ باید د اصلي سیاسي جوړښتونو سره چې په هېواد کې واک کنټرولوي اړیکې وساتو.»

همدا راز، د ملګرو ملتونو سرمنشي د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې وویل، چې ملګري ملتونه چمتو دي چې په ټوله نړۍ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د شانګهای د همکارۍ له سازمان سره مرسته وکړي.

انتونیو ګوترش وویل، د هېوادونو لپاره دا مهمه ده چې د دې مخه دې ونیسي چې افغانستان د «ترهګرۍ په ځاله» بدل شي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه د چهارشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۳مه) «د څو اړخیزو خبرو اترو پیاوړتیا – د سولې او دوامدار پرمختګ لپاره هڅې» تر شعار لاندې د دوو ورځو لپاره پیل شوه.

په دې ناسته کې د روسیې، قزاقستان، هند، ایران، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، بلاروس، منګولیا، اذربایجان، قطر، متحده عربي اماراتو، ترکیې او ترکمنستان هېوادونو مشرانو او استازو ګډون کړی.

ملګري ملتونه: د هېوادونو لپاره دا مهمه ده چې افغانستان د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې وویل، چې ملګري ملتونه چمتو دي چې په ټوله نړۍ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د شانګهای د همکارۍ له سازمان سره مرسته وکړي.

د روسیې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، انتونیو ګوترش وویل، د هېوادونو لپاره دا مهمه ده چې د دې مخه دې ونیسي چې افغانستان د «ترهګرۍ په ځاله» بدل شي.

ګوترش په دې ناسته کې د سولې د تامین او په افغانستان کې د داسې یو ټول شموله حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکی شو چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

انتونیو ګوترش وویل، چې په سوډان کې، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت څخه تر سومالیا، له میانمار څخه تر هایتي او افغانستان کې سولې ته اړتیا ده.

ملګرو ملتونو راپور ورکړ، چې ښاغلي ګوترش په دې ناسته کې د نړۍ بېلابېلو برخو کې جګړې ته په اشارې سره وویل: «موږ په سختو شرایطو کې سره ناسته کوو.»

انتونیو ګوترش د هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې زیاته کړه، چې هدف باید سوله وي چې دوامدار پرمختګ او بشري حقونو ته درناوی یې اړین شرط دی.

روسي رسنیو د ښاغلي ګوترش له قوله راپور ورکړی، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د منځني ختیځ، اوکراین، افریقا او افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د اړتیا وړ سولې ته د رسیدو لپاره اړین ظرفیت لري.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه د چهارشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۳مه) «د څو اړخیزو خبرو اترو پیاوړتیا – د سولې او دوامدار پرمختګ لپاره هڅې» تر شعار لاندې د دوو ورځو لپاره پیل شوه.

په دې ناسته کې د روسیې، قزاقستان، هند، ایران، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، بلاروس، منګولیا، اذربایجان، قطر، متحده عربي اماراتو، ترکیې او ترکمنستان هېوادونو مشرانو او استازو ګډون کړی.

شانګهای سازمان: په افغانستان کې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار پراخ بنسټه حکومت جوړېدل دي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو نن په خپله ګډه بیانیه کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو پر ضرورت ټینګار وکړ. دوی د ټولو افغان توکمونو او سیاسي ډلو د استازو په پراخ ګډون سره ټولګډونه حکومت په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو یوازنۍ لار وبلله.

د دې سازمان د سرمشریزې په ګډه بیانیه کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د حالت عادي کولو لپاره د هڅو ملاتړ ته تیار دي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای غړي په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د تضمین لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ ته تیار دي.

د شانګهای همکاریو سازمان ناسته پرون د دوو ورځو لپاره د «څو اړخیزه خبرو د پیاوړتیا او د سولې او دوامداره پراختیا لپاره هڅې» په نوم پیل شوه.
په دې ناسته کې د روسیې، قزاقستان، هند، ایران، چین، قرغېزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، بلاروس، مغولستان، اذربایجان، قطر، عربي متحده اماراتو، ترکیې او د ترکمنستان استازي حضور لري.
که څه هم له دغو هېوادونو یو شمېر یې له طالبانو سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري، خو هیڅ یو یې طالبان په رسمیت نه پيژني.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد په استازیتوب هیچا ته په دې ناسته کې د برخې اخیستو اجازه نه ده ورکړل شوې.