• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د هېوادونو لپاره دا مهمه ده چې افغانستان د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې وویل، چې ملګري ملتونه چمتو دي چې په ټوله نړۍ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د شانګهای د همکارۍ له سازمان سره مرسته وکړي.

د روسیې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، انتونیو ګوترش وویل، د هېوادونو لپاره دا مهمه ده چې د دې مخه دې ونیسي چې افغانستان د «ترهګرۍ په ځاله» بدل شي.

ګوترش په دې ناسته کې د سولې د تامین او په افغانستان کې د داسې یو ټول شموله حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکی شو چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

انتونیو ګوترش وویل، چې په سوډان کې، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت څخه تر سومالیا، له میانمار څخه تر هایتي او افغانستان کې سولې ته اړتیا ده.

ملګرو ملتونو راپور ورکړ، چې ښاغلي ګوترش په دې ناسته کې د نړۍ بېلابېلو برخو کې جګړې ته په اشارې سره وویل: «موږ په سختو شرایطو کې سره ناسته کوو.»

انتونیو ګوترش د هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې زیاته کړه، چې هدف باید سوله وي چې دوامدار پرمختګ او بشري حقونو ته درناوی یې اړین شرط دی.

روسي رسنیو د ښاغلي ګوترش له قوله راپور ورکړی، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د منځني ختیځ، اوکراین، افریقا او افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د اړتیا وړ سولې ته د رسیدو لپاره اړین ظرفیت لري.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه د چهارشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۳مه) «د څو اړخیزو خبرو اترو پیاوړتیا – د سولې او دوامدار پرمختګ لپاره هڅې» تر شعار لاندې د دوو ورځو لپاره پیل شوه.

په دې ناسته کې د روسیې، قزاقستان، هند، ایران، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، بلاروس، منګولیا، اذربایجان، قطر، متحده عربي اماراتو، ترکیې او ترکمنستان هېوادونو مشرانو او استازو ګډون کړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

شانګهای سازمان: په افغانستان کې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار پراخ بنسټه حکومت جوړېدل دي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو نن په خپله ګډه بیانیه کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو پر ضرورت ټینګار وکړ. دوی د ټولو افغان توکمونو او سیاسي ډلو د استازو په پراخ ګډون سره ټولګډونه حکومت په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو یوازنۍ لار وبلله.

د دې سازمان د سرمشریزې په ګډه بیانیه کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د حالت عادي کولو لپاره د هڅو ملاتړ ته تیار دي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای غړي په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د تضمین لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ ته تیار دي.

د شانګهای همکاریو سازمان ناسته پرون د دوو ورځو لپاره د «څو اړخیزه خبرو د پیاوړتیا او د سولې او دوامداره پراختیا لپاره هڅې» په نوم پیل شوه.
په دې ناسته کې د روسیې، قزاقستان، هند، ایران، چین، قرغېزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، بلاروس، مغولستان، اذربایجان، قطر، عربي متحده اماراتو، ترکیې او د ترکمنستان استازي حضور لري.
که څه هم له دغو هېوادونو یو شمېر یې له طالبانو سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري، خو هیڅ یو یې طالبان په رسمیت نه پيژني.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد په استازیتوب هیچا ته په دې ناسته کې د برخې اخیستو اجازه نه ده ورکړل شوې.

شهباز شریف: نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره په اقتصادي او پراختیايي برخه کې مرسته وکړي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر وايي، نړیواله ټولنه باید «د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اقتصادي او پراختیايي اړتیاوو پوره کولو کې د مرستې لپاره فعالانه ګډون وکړي» شهباز شریف نن په استانا کې د شانګهای سرمشریزې ته د وینا پر مهال، افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر ضرورت هم ټینګار وکړ.

شهباز شریف چې وړمه ورځ تاجکستان ته تللی و، له هغه ځای د شانګهای سرمشریزه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنې الماتا ته پرون ورسېد.

د پاکستان رادیو د راپور له مخې، ښاغلي شریف دغې سرمشریزې ته په خپله وینا کې زیاته کړه، چې طالبان دې هم د اغېزناکو ګامونو اخیستلو سره دا باوري کړي چې افغان خاوره به د نورو هېوادونو پرضد نه کارېږي.

هغه دا هم وویل، چې «د فرد، ډلې یا دولت په چوکاټ کې ترهګرۍ» د هر ډول د مخنیوي لپاره باید هېوادونه ټولیز ګامونه پورته کړي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو او په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو زیاتېدو سره اسلام اباد تور لګوي چې افغان خاوره یې پرضد کارېږي.

واکمن طالبان دا تور ردوي او وايي، د پاکستان ضد وسلوال د دغه هېواد خاوره کې د فعالیت لپاره سیمې په ولکه کې لري.

طالبان نه بلل

شانګهای سرمشریزه پرون «د تلپاتې پراختیا او سولې لپاره هڅې او څو اړخیزو خبرو پیاوړتیا» په نوم پرون پیل شوې او نن هم روانه ده.

په دې ناسته کې د روسیې، قزاقستان، هند، ایران، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، منګولیا، اذربایجان، قطر متحده عربي اماراتو، ترکیې او ترکمنستان مشران او استازي ګډون لري.

افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای سازمان څارونکی غړی دی.

د طالبانو تر واکمنۍ مخکې به افغان چارواکي د دې سازمانو غونډو ته بلل کېدل، خو له درې کلونو راهیسې دا ډله نه ده ور بلل شوې.

په دایکنډي کې ښځو ته د طالبانو ګواښ: که «عربي حجاب» وانه غوندئ سخته سزا به درکړو

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۰۳ GMT+۱

په دایکنډي ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له خوا د یوې خبرتیا پر بنسټ، ښځو ته امر شوی چې «عربي او اسلامي حجاب» واغوندي او په عامه ځایونو کې دې نه لرې کوي. طالبانو په دغه ولایت کې ښځو ته خبرداری ورکړی چې «که امر یې ونه مني سزا به ورکړي او بندیانې به شي.»

دا خبرتیا په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او یوې سیمه ییزې سرچینې د هغې ریښتینولي تایید کړې. دغې سرچینې افغانستان انټرنېشنل ته ویلي، چې په دایکنډي کې طالبانو څو ځلې ښځو ته د حجاب د نه اغوستلو له امله خبرداري ورکړي او ګواښونه یې کړي دي.
د طالبانو امر بالمعروف په خبرتیا کې راغلي چې ښځې بايد له کوره د وتلو پر مهال «عربي او اسلامي حجاب» واغوندي تر هغې چې کور ته راځي، او «هېڅ ښځه حق نه لري چې خپل حجاب په بازار، ښوونيزو مرکزونو او عامه ځایونه کې لرې کړي.»

100%


په دایکنډي کې ښځو ته د طالبانو وروستی وخت د چنګاښ په ۱۵ پای ته رسیږي.
طالبانو خبرداری ورکړی، چې که کومې ښځې د دوی امر ونه مانه، نو «سزا به ورکړي او زنداني به شي.»
تر دې مخکې طالبانو په دايکنډي کې له ملایانو او ديني عالمانو غوښتي وو چې پر ښځو د طالبانو د خوښې وړ حجاب په اغوستلو کې همکاري وکړي.

طالبانو په پکتیکا کې یو کس د لواطت په تور په عام محضر کې په دورو وهلی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۵۱ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) خبر ورکړ، چې د پکتیکا ولایت د وازيخوا په ولسوالۍ کې یې یو کس د جنسي اړیکو په تور په عام محضر کې په دورو وواهه. طالبانو تېره ورځ په پنجشېر، بادغېس او روزګان ولایتونو کې هم ۲۱ تنه په عام محضر کې وهلي وو.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس ۲۰ دورې ووهل شو او په یو کال تنفيذي بند محکوم شوی.

د طالبانو دغې محکمې د دغه کس د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

له نړۍوالو غبرګونونو سره سره طالبان په ټول افغانستان کې «تورنو او مجريمو کسانو ته جسمي سزاګانې» ورکوي.

نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو له دغې ډلې غوښتي، چې خلکو ته د جسمي سازاګانو د ورکولو لړۍ ودروي.

خو د نړۍوالو دې غوښتنې په جواب کې طالبانو په وار - وار ويلي، چې د «اسلامي شرعت د پلي کولو» لپاره به دغه لړۍ جاري ساتي.

د خبریالانو ملاتړ سازمان په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۵۵ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان وايي، چې په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت "ډېر مایوسوونکی" دی. دغه سازمان زیاته کړې، چې غربي هېوادونو ته د خبریالانو د لېږد بهیر درول شوی او دوی له اقتصادي ستونزو او د وېزو له ستونزې سره مخ دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو هېوادونو کې له افغان خبریالانو سره له تماسونو پوه شوي، چې دوی له بې وزلۍ او بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ دغه اداره وايي، چې افغانستان ته د خبریالانو راتګ به "وژونکی" وي.

دغه سازمان پر هېوادونو، د رسنیو پر ملاتړو بنسټونو، د بشري حقونو او د کډوالۍ پر بنسټونو غږ کړی، چې په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو د مرستې لپاره اقدام وکړي.

په ۲۰۱۴ کال کې د کابل له سقوط وروسته ډېری افغان خبریالان پاکستان او ایران ته تللي او په دې هیله دي، چې هغو هېوادونو ته ولېږدول شي چې کډوال قبلوي.

تېره اونۍ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په ایران کې یو شمېر خبریالانو ویلي، چې تازه د فرانسې له خوا د دیارلسو افغان خبریالانو د کډوالۍ وېزې رد شوي دي.