د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې ځینو ځوانانو د افغانستان د بیا خپلواکۍ اخیستونکي اتل او پخواني پاچا امان الله خان غازي له انځوروه تور رنګ پاک کړ.
د راپورونو پر بنسټ څه موده وړاندې د طالبانو امرب المعروف محتسبینو د شاه امان الله خان او د پاچا خان پر انځورونو تور رنګونه پاشلي وو.
د سرچینو د معلوماتو له مخې طالبانو دا کار څو اوونۍ وړاندې کړی و، خو په تېرو دوو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو د شاه امان الله غازي انځور ډېر لاس په لاس او د طالبانو دا کار یې وغانده.
شاه امان الله غازي پر ۱۹۱۹ کال د دریم افغان- انګرېز جګړې اتل و، چې له مخې یې افغانستان بېرته خپلواکي واخیسته او افغانانو د دې تورې په بدل کې دغه پاچا ته د غازي نوم ور کړ.
شاه امان الله غازي چې له نړۍ سره د افغانستان د سیال کولو ارمان درلود د انګرېز په لمسه د ملایانو د پاڅون له امله په ۱۹۲۹ کال جلاوطن شو.
د طالبانو بیا واکمنېدو سره د افغانستان ملي رادیو تلوېزون او تېر کال پکتیا کې هم له پوهنتون د نوموړي انځورونه لرې کړل شوي وو، چې په مقابل کې یې افغانانو پراخ غبرګون ښودلی و.
خو په تورخم کې د شاه امان الله غازي د انځور د تورېدو کیسه چې رسنیزه شوه، نن یو څوځوان له دغه انځور تور رنګ پاکوي او بېرته یې سپینوي.
دغه ځوانان په ویډیو کې وايي ټول خلک جعمې لمانځه ته تللي او دوی د شاه امان الله انځور باندې پاشل شوی تور رنګ پاکوي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پوهنتونونو او د ښارونو څلور لارو کې هم د فرهنګي او تاریخي شخصیتونو انځورونه مات یا لرې شوي دي. په کندهار کې د طالبانو والي له رسنیو غوښتي چې د ساکښو انځور به نه اخلي او ځینې تلویزوني راپورنو کې د دې ډلې د چارواکو پر ځای د ودانیو انځورونه خپرېږي.
د فراه په مرکز کې د معاملو لارښونې دفترونو مالکانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، له څو اوونیو راهسې یې د ولایت په مرکز کې خپل فترونه د طالبانو لخوا د لوړې مالیې د اخېستو په غبرګون کې تړلي.
دوی شکایت کوي، چې د طالبانو پر ښاورالۍ سربېره اوس د دوی مستوفیت هم مالیه غواړي.
د طالبانو د فراه عدلیې ریاست یو مکتوب هم افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې چې پکې یې د دې ولایت له معاملاتو لارښونې دفترونو او موټر پلورونکو غوښتنه کړې ده، چې له دې وروسته پېر او پلور کې یو فیصد مالیه د ولایت مستوفیت ته هم ځانګړې کړي.
خو په فراه کې د کورونو او ځمکو د پېر او پلور د لارښونې مرکزونو اتحاده وايي، چې د دولتي طرزالعمل له مخې د کورونو او ځمکو پېر او پلور او د قبالو جوړولو یو فیصد مالیه یوازې د بانک له لارې ښاروالۍ ته تحویل کېږي او د قانون له مخې مستوفیت له دوی د مالیې اخیستو حق نه لري.
دوی همدراز زیاتوی د عدلي وزارت د طرزالعمل له مخې د کور او ځمکې د پېر او پلور پرمهال د معاملاتو لارښونې دفتر له خپلې حق الزحمې هم ۱۰ فیصده ښاروالۍ ته ورکوي.