• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دوه افغان سوک وهونکو د روسيې سياليو کې د برونزو مډالونه وګټل

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ادراې خبر ورکړ، چې د دوی دوو افغان لوبغاړو د سوک وهنې په سيالیو کې دریم مقام په خپل نوم کړی او دوه د برونزو مډالونه يې ګټلي دي. دغه اسيايي سيالۍ د روسيې په یاکوتیا ښار کې تر سره شوې.

د افغانستان بدنې روزنې او ورزش ادارې د شنبې په ورځ ويلي، چې افغان لوبغاړي مجتبا حيدري په ۴۸ کيلو ګرامه وزن د سوک وهنې په برخه کې خپل اذربایجانی سيال مات کړ.

دوی زياتوي، چې همدې سيالیو کې فردوس نجيبي بيا په ۷۵ کيلو ګرامه وزن کې د سوک وهنې په برخه کې خپل ازبکستاني سيال ته ماتې ورکړه.

دواړو افغان لوبغاړو د «يوې بريا او دوهمې استراحت» په پايله کې د سياليو نيمه پايلوبو ته ځان ورساوه او د برونزو مډالونو په ګټلو یې دريم مقام په خپل نوم کړ.

دغو سيالیو د اسيايي هېوادونو د سوک وهنې لوبغاړو ترمنځ لس ورځي دوام وکړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د غازي امان الله خان د انځور سپینولو له امله طالبانو نیولي موټروانان خوشې کړل

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۱

په تورخم کې طالبانو د علي محمد خان او شریف اخوندخېل په نوم د لاریو هغه موټروانان خوشې کړل، چې د شاه امان الله خان غازي د انځور سپینولو له امله یې پرون نیولي وو. طالبانو نږدې دوه اونۍ وړاندې په تورخم کې د شاه امان الله خان غازي او باچا خان پر انځورونو تور رنګ موښلی و.

څو ورځې مخکې خواله رسنیو کې د شاه امان الله خان غازي د تور شوي انځور لاس په لاس کېدو سره پرون دغو دوو ځوانانو علي محمد خان او شریف اخوندخېل له انځور څخه تور رنګ پاک کړ.

له انځور پاکېدو سره ډېرو ته دا وېره وه، چې طالبان به دا کسان ونیسي او څو ساعته وروسته یې د نیولو خبرونه هم خپاره شول.

خو افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې تورخم کې ځايي موټروانان طالبانو ته ورغلي او دواړه یې خوشې کړي دي.

د علي محمد خان خپلوان هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره هغه انځورونه شریک کړل، چې د یوې شپې زندان تېرولو وروسته دوی په ضمانت له زندانه ازاد شوي دي.

علي محمد خان او شریف اخوندخېل د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ اوسیدونکي دي.

د علي محمد خان او شریف اخوندخیل د طالبانو له بنده د خوشې کېدو وروسته انځور
100%
د علي محمد خان او شریف اخوندخیل د طالبانو له بنده د خوشې کېدو وروسته انځور

په زندان کې د دغو کسانو د وهلو او شکنجه کولو په اړه معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي، خو دوی خپلو خپلوانو ته ویلي چې د طالبانو لخوا له رسنیو سره له خبرو کولو منع شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ څه موده وړاندې د طالبانو امر بالمعروف محتسبینو د شاه امان الله خان او د پاچا خان پر انځورونو تور رنګونه پاشلي وو.

شاه امان الله خان غازي پر ۱۹۱۹ کال د درېیم افغان- انګرېز جګړې اتل و، چې له مخې یې افغانستان بېرته خپلواکي واخیسته او افغانانو د دې تورې په بدل کې دغه پاچا ته د غازي نوم ور کړ.

شاه امان الله خان غازي چې له نړۍ سره د افغانستان د سیال کولو ارمان درلود د انګرېز په لمسه د ملایانو د پاڅون له امله په ۱۹۲۹ کال جلا وطن شو.

د طالبانو بیا واکمنېدو سره د افغانستان ملي راډیو ټلوېزون او تېر کال پکتیا کې هم له پوهنتون څخه د نوموړي انځورونه لرې کړل شوي وو، چې په مقابل کې یې افغانانو پراخ غبرګون ښودلی و.

خو په تورخم کې د شاه امان الله خان غازي د انځور د تورېدو کیسه چې رسنیزه شوه، تېره ورځ څو ځوانانو له دغه انځور څخه تور رنګ پاک او بېرته یې سپین کړ.

قرغزستان د افغانستان د تولید شویو مشروباتو پر پلور بندیز ولګاوه

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۱

د قرغزستان رسنیو ویلي، په ټولو پلورنځیو کې يې د افغانستان د انارو د ګازي څښاک پر پلور بنديز لګولی دی. د دغو راپورونو له مخې، د قرغزستان حکومت په دغو مشروبانو کې د ماشومانو لپاره د زیانمنو موادو د پېژندلو له امله دغه څښاک له بازار ټول کړی دی.

د قرغزستان د رسنیو د معلوماتو له مخې، د قرغزستان د روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنیوي او روغتیايي څارنې ادارې د افغانستان د « طلايي زندګي»په نوم د انارو د ګازي مشروباتو تاواني بللي دي.

د راپورونو له مخې، په قرغزستان کې د افغانستان د «ګلډن لايف» په نوم د غیر الکولي انارو ګازي مشروباتو راټولول د جولای له دریمې راهیسې پیل شوې دي.

قرغزستان وايي د ازموینو پر بنسټ دغه افغان څښاک داسې رنګ لري، چې د ماشومانو پر روغتیا منفي اغېز کولای شي.

د ازبکستان د روغتیا کمیټې ویلي، په افغانستان کې تولید شوي د انارو د خوند محصولاتو نمونې بیا ازمویي.

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله راتلونکې میاشت له بنګله دېش سره دوه ټېسټ لوبې کوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۴ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد ملي لوبډله به راتلونکې میاشت له بنګله دېش سره په راولپنډۍ او کراچۍ کې دوه ټېسټ لوبې وکړي. دغه بروډ زیاتوي چې پاکستانۍ لوبډله به په راتلونکي اکټوبر کې د بریتانیا له ملي لوبډلې سره هم درې ټسټ لوبې په ملتان، کراچۍ او راولپنډۍ کې ترسره کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د نارینوو د ۲۵-۲۰۲۴ کورني نړیوال کرېکټ فصل د مهالوېش له مخې، پاکستانۍ لوبډله به په خپل هېواد کې ویسټ اندیز د لوبډلې هم کوربه وي او ور سره به د راتلونکي کال په جنورۍ کې په کراچۍ او ملتان کې دوه ټسټ لوبې وکړي.

د پاکستان لوبډله به له ویسټ انډیز وروسته له نوی زیلاند او سویلي افریقا سرې هم د راتلونکي کال د فبرورۍ په اتمه نېټه په ملتان کې په درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې برخه واخلي.

د پاکستان کرېکټ بورد د نارینو ۲۵-۲۰۲۴ کورني نړیوال کرېکټ فصل مهال ویش د جمعې په ورځ اعلان کړ، چې د پاکستان ملي لوبډله به د ۲۰۲۵ کال د ای سي سي چمپینز ټرافي لپاره د اتو ټیمونو په مشرۍ په درېیو ټسټ لوبلړیو او یوه یو ورځنۍ درې اړخیزه لوبلړۍ کې برخه واخلي.

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي په یوه بیان کې ویلي، چې د نارینوو ۲۵-۲۰۲۴ کورني نړیوال کرېکټ فصل پای ته رسول د دوی لپاره خورا مهم دی.

د پاکستان د کرېکټ کورنی نړیوال فصل به د ای سي سي ۲۰۲۵ اتلولۍ جام په درشل کې پای ته ورسیږي چې د راتلونکي کال د مارچ میاشتې په ۹مه نېټه پیلېږي.

افغانستان ته تللی ګرځندوی: طالبان له سیلاني ښځو سره د خپل هیواد تر مېرمنو ښه چلند کوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۵۲ GMT+۱

برتانوي سیلانوي کیران براون د بریتانیا ډېلي سټار ورځپاڼې ته ویلي، چې په افغانستان کې یې ډېر ښه وخت تېر کړی او هېڅکله یې له طالبانو سره کومه ستونزه نه ده لرلې. هغه وايي،‌ چې طالبان له بهرنیو سیلاني میرمنو سره د خپل هیواد له میرمنو ښه چلند کوي.

دغه برتانوي سړي افغانستان ته د خپلو رخصتۍ د تیرولو لپاره تللی و او له خپلې دغې پرېکړې دفاع کوي.

هغه وايي، چې طالبان سلانیانو ته ډیر لیوال دي او ور سره ښه چلند کوي.

د بریتانیا حکومت خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر په اړه خبرداری ور کړی او ویلي یې دي، چې ښايي دغه هیواد ته سفر د امنیتي ستونزو سره مل وي.

ښاغلی براون پوره وخت سفر کوي او بلاګر دی. هغه د نړۍ د هر هیواد د لیدو هیله لري.

دغه ۲۹ کلن ګرځندوی تر دې دمه ۹۸ هېوادونو ته تللی او تر ۳۰ کلنۍ پورې پلان لري چې ۱۰۰ هیوادونو ته لاړ شي او دا به د ده په خبره، د هغه لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وي.

ښاغلي براون په دې وروستیو کې په خپله خواله رسنۍ کې یوه ویډیو خپره کړه چې خورا ډیره لاس په لاس شوه.

هغه په دغه ویډیو کې خلک هڅوي چې د خپلې رخصتۍ پرمهال افغانستان ته ولاړ شي، چې هغه اته ورځې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د څو ملګرو سره سفر کړی.

د کرن دغه ویډیو د ځینو لیدونکو له پراخو نیوکو سره مخامخ شوې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسیدو وروسته، طالبانو ځایی خلک او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې په زیاتیدونکي ډول تر محدودیتونو لاندې راوستي دي، مګر کیرن پر هغه د نیوکې په ځواک کې ویلي، هغه کسان چې په هغه باندې نیوکه کوي "شاید هیڅکله له خپل کوره بهر نه وي را وتلي ".

د طالبانو له خوا په عام محضر کې حد جاري کیږي او خلک وهل ټکول کیږي، د موسیقي اوریدل محدود شوي، ښځې او نجونې تر هغه څه لاندې ژوند کوي چې د بښنې نړیوال سازمان یې "ظالمانه رژیم" بولي، چې د دوی د تعلیم حق او ازادي په پراخه کچه تر پښو لاندې شوې ده.

نوموړی وايي: "زه فکر کوم طالبان غواړي چې ډیر سیلانیان له افغانستانه لیدنه وکړي او له همدې امله دوی د سیلانیانو سره په ډیر درناوي چلند کوي، که هغه نارینه او که ښځینه وي."

د هغه په خبره،"طالبان د ښځینه سیلانیانو سره د خپل هیواد د اصلي ښځینه اتباعو په پرتله خورا ښه چلند کوي."

د بښنې سازمان: جرمني رد کړي کډوال د طالبانو په واک کې افغانستان ته استول کېږي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۱

د جرمني د بښنې نړیوال سازمان وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو یو زیات شمیر چې جرمني ته د انتقال په تمه وو، په اوو ورځو کې به د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان ته واستول شي. په دې وروستیو کې جرمني په پاکستان کې له مېشتو ځینې افغانانو ته مثبت ځواب واپس اخیستی دی.

د «اې ار ټي» خبري چینل خبر ورکړی، چې د جرمني حکومت د خپلې پخوانۍ ژمنې برعکس د افغان کډوالو له منلو ډډه کړې ده.

ویل شوي، چې دغه افغان کډوال تر ډېره په پاکستان کې دي او له میاشتو راهیسې جرمني ته د تلو انتظار باسي. ځینو ویلي دي، چې له ډیر انتظار وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د رد بریښنالیک ورته استولی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۳ زره ۲۲۰ زیانګالي افغانان جرمني ته د انتقال په تمه دي.

وروسته له هغه چې د سليمان عطايي په نوم يوه افغان په جرمني کې د اسلام د مخالفانو پر غونډه بريد وکړ او يو پوليس يې وواژه، د جرمني حکومت د پناه غوښتونکو په اړه په خپله پاليسۍ کې بدلون اعلان کړ.

تر دې برید وروسته د جرمني حکومت اعلان وکړ، چې مجرم او خطرناک پناه غوښتونکي به خپلو اصلي هېوادونو ته واستوي.

له بلې خوا، په جرمني کې د کډوالو د بریدونو له زیاتیدو وروسته، ښي اړخو ګوندونو او نورو جریانونو د دغه هېواد پر حکومت فشار راوړی، چې د پناه غوښتونکو د منلو په برخه کې له احتیاطه کار واخلي.