د طالبانو د مشر له لوري په فساد تورن شهاب الدین دلاور له کانونو وزارت څخه ګوښه شو

د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه فرمان کې د دغې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور له دندې ګوښه کړ. شهاب الدین دلاور په اداري فساد تورن دی او د هغه د وزارت پر مهال یې د کانونو له عوایدو په ځانګړې توګه د سمنګان د ډبرو سکرو له عوایدو میلیونونه ډالر غلا کړي دي.






