روانه اونۍ په کندهار ولایت کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې

په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد کمپاین له پیل سره هممهاله، په کندهار ولایت کې چارواکو روانه اونۍ په دغه ولایت کې د پولیو د درېیو مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد کمپاین له پیل سره هممهاله، په کندهار ولایت کې چارواکو روانه اونۍ په دغه ولایت کې د پولیو د درېیو مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړی دی.
په کندهار کې د پولیو عملیاتي مسوول صدیق الله پتیال د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه پېښې په کندهار ښار، شاهولیکوټ او ارغستان ولسوالیو کې ثبتې شوې دي.له دې سره په روان ۲۰۲۴کال کې د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.سره له دې چې په افغانستان کې له کلونو راهیسې د پولیو پروړاندې جدي مبارزه روانه ده؛ خو افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یواځیني هېوادونه دي، چې لا هم په کې ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته کېږي.
له بل پلوه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو فلج یا پولیو ضد واکسین نوی پړاو یې پیل کړی دی.
په دغه څلور ورځني کمپاین کې به شاوخوا اته مېلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.


د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنولو په دوام د دوشنبې په ورځ له پاکستان او ایرانه له دوه زرو څخه زیات افغان کډوال راستانه کړای شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۹مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ د کندهار سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارې افغان کډوال د پاکستان د حکومت له لوري په زور او د نیمروز ولایت د ابریښم پل له لارې بیا د ایران حکومت له لوري هم په زور او هم په خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۸۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۰ تنو ته رسېږي د تورخم او ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۰ تنو ته رسېږي د سپین بولدک له لارې راستنې کړل شوې دي.
همدارنګه د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، چې په همدې ورځ ۱۶۶۰ تنه افغان کډوال بیا د ایران د حکومت له لوري په زور او خپله خوښه د نیمروز ولایت د ابریښم پل له لارې راستانه کړل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشمنرۍ او د خوړو نړۍوال سازمان ته ورپېژندلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو درېیو ورځو راهیسي د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالې کمېشنرۍ رییس د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه پاکستان کې دی.
نوموړي په دغه موده کې د پاکستان د لومړي وزیر ترڅنګ د افغان کډوالو سره هم لیدلي او افغان کډوالو سره یې ژمنه کړې، چې ستونزې به یې د پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي.

په خیبرپښتونخوا او اسلام اباد کې دېره افغان کډوال وايي، چې له ملګرو ملتونو د هغو حقونو غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو لهخوا د کډوالو سره منل شوي دي.
دغه غوښتنې پاکستان ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مشر فلیپ ګراندي د سفر سره هممهاله کېږي او افغان کډوال وايي، چې د منل شویو کنوانسیونونو سره سم د خپلو حقونو غوښتونکي دي.
په پېښور کې مېشته افغان کډواله پروین احمدزۍ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «موږ له ملګرو ملتونو څخه د خیراتونو او راشنونو تمه نه لرو. موږ غواړو هغه حقونه دې موږ ته راکړل شي، چې د ملګرو ملتونو په تګلارو او کنوانسیونونو کې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې له کډوالو سره تر سره کېږي.»
هغې زیاته کړه:« له دوه نیمو کالو را په دې خوا په پېښور کې د کډوالۍ ژوند تېروو، نه مو د ماشومانو لپاره د زدهکړو اسانتیاوې شته او نه هم د هغوی لپاره د روغتیا په برخه کې لومړني سهولتونه. نه مو نارینه کار کولای شي او نه هم په کډوالۍ کې د یو کډوال یا بېځایه شوي کس په توګه ورسره چلن کېږي.»
په اسلام اباد کې یو بل افغان کډوال متقاعد ډګروال عبدالله وايي:« موږ ډېر ځله له وېرې د ضروري کار لپاره هم تر ښاره نه شو تللای، یا پولیس د ویزې د نشتوالي له امله تنګول کوي او یا هم په یوه بله پلمه موږ نیسي او پیسې را ځیني اخلي. نه کار کولای شو او نه هم د نورو اړتیاو د پوره کولو لپاره له کوره د باندې په ډاډه زړه تګ راتګ کولای شو.»
یو بل افغان کډوال چې په خپله ډاکتر دی؛ خو د نوم د نه ښودلو په شرط یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« ملګري ملتونه دې د کډوالو پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي، که د کډوالو لپاره کار او هغه شان هڅې نه شي کولای چې د دوی په تګلارو کې راغلي او یا یې هم د پاکستان حکومت ورسره نه مني بیا نو ښه دا ده چې خپلې دروازې وتړي، ځکه کله چې دوی د خپلو تګلارو په پلي کولو کې بې وسه وي؛ نو بیا ښه لاره یې همدا ده چې خپل دفترونه وتړي او کډوال هم پوه شي، چې په دغه هېواد کې د دوی لپاره خواخوږې اداره نه شته نه به تمه کوي او نه به هم له چا ګېله.»
په پاکستان کې ګڼ کډوال په تېره بیا هغه افغانان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته کډوال شوي وايي، چې له میاشتو او کلونو په تېرېدو سره لا هم د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) تر اوسه د دوی غوښتنلیکونه نه دي منلي او نه یې هم دوی د لومړنیو مرکو د ترسره کولو لپاره خپل دفتر ته وربللي دي. په اسلام اباد کې مېشته افغان کډواله ښونکې زرغونه وايي:« موږ شل میاشتې کېږي، چې په اسلام اباد کې مېشت یو، تر اوسه مې د یو اېن اېچ سي ار اړونده ادارې (شارپ) ته سلګونه ټیلیفونونه کړي؛ خو تر اوسه مې د یو ټیلیفون ځواب هم نه دی تر لاسه کړی. موږ حیران یو، چې دغلته ناست کارکوونکي په څه چارو بوخت دي؟ او په دې هم نه یو پوه شوي، چې د دغې ادارې کار او دنده څه
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپ ګرانډي چې په دې وروستیو ورځو کې پاکستان ته په سفر راغلی، په پېښور کې یې د یو شمېر افغان کډوالو سره تر لیدو وروسته په اسلام اباد کې له حکومتي چارواکو سره هم لیدلي دي.
د اناتولیا خبري اژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپ ګرانډي د پاکستان د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي ویلي: «په دغو کتنو کې د پاکستان حکومت د مهاجرینو د ستونزو د هواري لپاره د لا زیاتې نړۍوالې مرستې پر اړتیا ټینګار کړی.»
پاکستان د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې تر نیم مېلیون زیات افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له خپلې خاورې اېستي، چې دا مهال په افغانستان کې د وزګارتیا، د تعلیم د نشتوالي او نورو ستونزو له امله له کړاوونو سره مخامخ دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷ مېلیونه افغان کډوال په نا قانونه توګه ژوند کوي چې د دوی په وینا د امنیت د خرابېدو تر څنګ د دوی پر اقتصادي حالت یې هم ناوړه اغېز پرې اېستی دی.

د جماعت اسلامي مشر حافظ نعيم الرحمان د "عزم استحکام" عملياتو د پايلو په اړه خبرداری ورکړی او له طالبانو سره يې د خبرو اترو غوښتنه کړې. نوموړي د دوشنبې په ورځ باجوړ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ، چې پاکستان او په ځانګړې توګه د پښتنو سیمه نور پوځي عملیات نه شي زغملی.
نوموړي د خبرو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې خبرې اترې د ستونزو د حل یواځینۍ لاره ده، نه جګړه.
هغه له طالبانو سره د خبرو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې پاکستان باید له افغانستان سره خبرو ته کېني، ځکه چې افغانستان د دوی دښمن نه دی.
نوموړي همدا راز له طالبانو هم وغوښتل، چې خپله خاوره دې د پاکستان پر ضد ونه کاروي.
نوموړي د سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې د ټولو سیاسي ګوندونو او خلکو غوښتي، چې هېڅ ډول پوځي عملیاتو د ترسره کېدو اجازه ورنه کړي.
هغه استدلال وکړ، چې پوځي عملیات د پوځ او ولسي خلکو ترمنځ کرکه راپاروي.
هغه ټینګار وکړ، چې پاکستان باید خپل بهرنی سیاست د امریکا د ګټو لپاره و نه کاروي؛ بلکې په دې برخه کې باید خپلواک سیاست ولري.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان د کشالې د هواري لپاره دې باید طالبان له واکه لرې کړای شي.
هغه د طالب ضد ځواکونو سره د مرستو غوښتنه وکړه او له امریکا څخه یې وغوښتل له هغو ډلو سره دې مرسته وکړي، چې په افغانستان کې د طالبانو سره په مخالفه جبهه کې ولاړ دي.
جان بولټن د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۸مه) وویل، چې له طالبانو سره د امریکايي چارواکو لېدنه کتنه په تېره بیا د دغې ډلې له اسخباراتي چارواکو سره ناسته پاسته د امریکا په ګټه نه؛ بلکې تر ډېره د طالبانو په ګټه ده، ځکه دغې ډلې ته مشروعیت وربخښي.
د بولټن اشاره د سي ای اې د مرستیال ډیوید کوهن او د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق لېدنې ته وه، چې د ۱۴۰۱ کال د تلې په ۱۷مه یې په قطر کې سره لیدلي وو.
بولټن په ټینګار سره ویلي، چې امریکا ته نه ښايي د استخباراتي مالوماتو د تر سره کولو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي.
تر دې وړاندې د ان بي اېس شبکې د باخبره سرچېنو له قوله ویلي و، چې امریکا غواړي د ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې له طالبانو سره اطلاعاتي همکاري زیاته کړي.
دوه باخبره سرچېنو او یو پخواني امریکايی چارواکي ان بي ایس ته ویلي، چې د بایډن حکومت په کابل کې له طالب چارواکو سره د داعش سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه کار کوي.
لویدیځو چارواکو په اروپا او امریکا کې د داعش خراسان ډلې د احتمالي بریدونو په اړه لا له وړاندې خبرداری ورکړی، هغه ډله چې دمګړۍ په افغانستان کې ده او په روسیه او ایران کې یې درې مرګوني بریدونه هم ترسره کړي دي.
د ټرمپ د پخواني حکومت دغه جګپوړی چارواکي وړاندیز وکړ، چې واشنګټن دې د طالبانو په نسکورولو کې مرسته او همکاري وکړي.
بولټن وویل:«فکر کوم د حل لپاره اوږدمهاله لاره دا ده، چې طالبان له واکه لرې کړای شي. زما له نظره په افغانستان کې د ننه د هغو ډلو سره باید مرسته وشي، چې له طالبانو سره جنګېږي، پوځي مرستې تر اقتصادي مرستو کولای شي د مخالفینو په پیاوړتیا کې ډېره مرسته وکړي.»

د نجونو د زدهکړو فعالې ملالې یوسفزۍ د بریټانیا له نوي لومړي وزیر کېیر سټارمر څخه غوښتي، چې په خپل بهرني سیاست کې دې په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د نجونو زدهکړو ته لومړیتوب ورکړي.
هغې ویلي، چې د نجونو زدهکړې د نوي لومړي وزیر د بهرني سیاست د سلو لومړیو کاري ورځو په سر، سر کې باید ځای ولري.
د ښاغلي سټارمر په مشرۍ کارګر ګوند د بریټانیا په پارلماني ټاکنو کې د رایو په غوڅ اکثریت همدغه اونۍ بریالی شو. هغه په لومړي ګام کې د تېر محافظه کار حکومت د تګلارې پر خلاف روانډا ته د کډوالو د استولو پرېکړه وځنډوله، دا هغه پرېکړه وه چې په بریټانیا کې د افغان کډوالو په زیان هم وه.
مېرمن یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۸مه) په خپلې اېکس پاڼه ولیکل: «هماغه شان چې د خپل بهرني سیاست او د بریټانیا د پرمختګ تګلاره د راتلونکو ۱۰۰ ورځو لپاره جوړوئ؛ نو دا هم مهمه ده، چې د زدهکړو په برخه کې د نجونو د حقونو لپاره هم لومړیتوب ورکړئ، په تېره بیا په افغانستان کې چې نجونې د طالبانو د جنسیتي اپارتاید له امله له زدهکړو ستنې کړای شوې دي.»
د نجونو د زدهکړو دغه فعاله او د نوبل جایزې ګټونکې سټارمر ته ویلي، چې نجونې هر ځای د هغه پر نوښتونو حساب کوي او له هغه څخه خپل ملاتړ څرګندوي.
له زرو زیاتې ورځې تېرې شوې، چې له شپږم ټولګي پورته ټولې نجونې په افغانستان کې له زدهکړو راګرځول شوې دي. طالبان وايي، چې د هغوی د زدهکړو لپاره لا خوندي چاپېریال نه شته؛ خو د نجونو د ښوونځیو لپاره یې په تېرو شاوخوا درېیو کالو کې کره نېټه نه ده ښودلې.