د پاکستان جماعت اسلامي ګوند له طالبانو سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه

د جماعت اسلامي مشر حافظ نعيم الرحمان د "عزم استحکام" عملياتو د پايلو په اړه خبرداری ورکړی او له طالبانو سره يې د خبرو اترو غوښتنه کړې. نوموړي د دوشنبې په ورځ باجوړ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ، چې پاکستان او په ځانګړې توګه د پښتنو سیمه نور پوځي عملیات نه شي زغملی.