جرمني په کراچۍ کې خپله قونسلګري د امنیتي دلایلو له کبله وتړله

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جرمني قونسلګرۍ ویلي، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې غیر اروپايي وګړو ته خپل خدمتونه ځنډولي دي. دغه ډیپلوماتیک دفتر وايي، هغه کسان چې ویزې یې لا دمخه صادرې شوې کولای شي د خپلو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره دغه دفتر ته ورشي.