المرصاد: که د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې امریکايي عسکرو ته ځای ورکوي پایلې به یې بدې وي

د افغانستان د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼه لیکي، چې که د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې امریکايي عسکرو ته ځای ورکوي؛ نو پایلې به یې خطرناکې وي.

د افغانستان د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼه لیکي، چې که د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې امریکايي عسکرو ته ځای ورکوي؛ نو پایلې به یې خطرناکې وي.
وېبپاڼه زیاتوي؛ د پاکستان د پوځ د نادرستو پرېکړو له امله په وروستو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک په تشکیلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
دغه وېبپاڼې په تازه لیکنه کې چې نن دوشنبه خپره شوې ویلي، چې د پاکستان پوځ تل د "غرب ډول ته نڅېدلی، د غرب په غوښتنه یې د سوات او وزیرستان په مسلمانانو اسراییلي ظلمونه پیل کړل".
المرضاد زیاتوي: "د همغه ظلمونو نتیجه وه، چې د پاکستان مجاهدین د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په نوم بدل او د پوځ پر وړاندې یې جهاد پیل کړ."
د طالبانو دغې وېبپاڼې د پاکستان پر خلکو غږ کړی، چې که د پوځ دا ډول پرېکړو مخنیوي ونه کړي؛ نو د پوځ د بل کړي اور لمبې به تر دوی هم ورسیږي.
تازه د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې له امریکايي پوځیانو سره شریک پوځي تمرینات پیل کړي دي، چې دغې چارې د ټي ټي پي په ګډون د یو شمېر سیاستوالو غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له ازبکستان څخه غوښتي، څو په افغانستان کې د ګاز او تېلو په برخو کې پانګونه وکړي.
نورالدین عزیزي د ازبکستان د کانونو او جیولوجۍ له وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې ازبکستان باید د افغانستان په شمال کې د تېلو او ګازو په کانونو کې پانګونه وکړي.
د نوموړي په وینا؛ د افغانستان شمالي برخه ازبکستان ته نږدې ده او بازارونو ته هم په اسانۍ سره لاسرسی پیدا کیږي.
د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزیر دغه راز په ازبکستان کې د مسو د پروسس لپاره د دوو سترو فابریکو د جوړېدو په اړه هم خبرې وکړې.
ښاغلی عزیزي وایي، چې دغه فابریکې خامو موادو ته بېړنۍ اړتیا لري او د افغانستان د مسو په اېستلو سره پوره کېدای شي.
په دې کتنه کې بوبیر اسلاموف د کانونو په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نیږدې همکارۍ ټینګار کړی دی.
نوموړي دغه راز د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د پانګونې د خوندیتوب د تړون لاسلیکولو ته هم چمتوالی ښودلی.
د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزیر له اسلاموف څخه غوښتي، څو د غزني او هرات ولایتونو د مسو په کانونو او په افغانستان کې د کانې موادو د پروسس د فابریکو په جوړولو کې هم پانګونه وکړي.
په دې کتنه کې هوکړه وشوه، چې د ازبکستان یو رسمي پلاوی به د افغانستان د کانونو او پيټرولیم وزارت سره په همږغۍ د سروې او تخنیکي کارونو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه د اپرېل تر میاشتې پورې له افغاسنان سره د ازبکستان د سوداګرۍ کچه ۳۰۸،۶ مېلیونه ډالره و.
که څه هم ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره نږدې او پراخې اقتصادي اړیکې لري.
د ازبکستان ولسمشر په اذربایجان کې د ترک هېوادونو د سازمان په غونډه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون غوښتنه هم وکړه.
نوموړي ویلي، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله افغانستان د نړۍوالې ټولنې له پامه غورځیدلی دی.
په دې غونډه کې د ازبکستان ولسمشر زیاته کړې، چې هېواد به یې د افغانستان له خلکو سره لازمو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د ورزش د برخې يو ویاند ويلي، چې دوی هغه درې ښځینه لوبغاړې په رسمیت نه پېژني، چې د پاریس په المپیک سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کوي. اتل مشواڼی زياتوي، چې په افغانستان کې د نجونو ورزش بند شوی دی.
د طالبانو د ورزشي ادارې ویاند اتل مشواڼي فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي، چې د پاريس په سيالیو کې يوازي درې افغان نارينه لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کولای شي.
د المپیک نړۍوالې کميټې د افغانستان د المپیک له ملي کمېټې سره په مشوره شپږ افغان لوبغاړي، چې درې یې ښځینه او درې نارینه دي بلنه ورکړې.
دغه طالب ویاند فرانس پریس خبري اژانس ته ويلي: «اوس مهال په افغانستان کې د نجونو ورزش بند شوي دي. کله، چې د نجونو ورزش نه وي، نو څنګه کولای شي چې ملي لوبډلې ته لاړ شي؟»
درې واړه ښځينه او دوه نارینه لوبغاړي له افغانستانه بهر ژوند کوي.
ښځينه افغان لوبغاړي به په دې سياليو کې د بایسکل چلولو په برخه کې ګډون کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ګیله من وزیر په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې په زندان کې د پاکستاني استخباراتو له خوا ورسره شويو شکنجو په اړ یې ځانګړی کتاب «د یویشتمې پېړۍ دوزخ» په نوم کتاب د چاپ لپاره چمتو کړی.
د مرګ او ژوند سره لاس او ګرېوان ګیله من وزیر د شپږ خویندو کوچنی ورور دی.
ګیله من وزیر د افغان خبریال سعید شینواري د یوټیوپ له چېنل سره په یوه مرکه کې د زندان ترخې خاطرې بیان کړي دي.
ګیله من وزیر په دغه مرکه کې ویلي، چې د خپل یو کلیوال سره د پېښور هوايي ډاکر ته په لاره و، چې د پاکستان پوځ له پلټنې سره مخ شو او کله چې هغه ورته خپله شناختي کارت وښود؛ نو پوځي چې په کمپیوټر کې د دغه کارت څېړنه وکړه، د ده کارت د پاکستان د څارګرو ادارو په تور لېست کې شامل و.
ګیله من وزیر د پاکستاني پوځیانو له لوري د نېول کېدو وروسته د څېړونو په موخه نامعلوم ځای ته انتقال شو داسې ځای چې نه شپه او نه هم ورځ په کې معلومېده.
ګیله من وزیر په دغه مرکه کې په زندانونو کې د پاکستان د څارګرې ادارې غیر انساني شکنجو څخه پرده پورته کړې ده.
دی همدراز زیاتوي، چې د څېړونو پر مهال پاکستاني استخباراتی مامورینو دومره شکنجه کړ، چې د لاسونو نوکان یې ورڅخه و وېستل او برقي شارټونه، سرچپه ځوړوندول یوه عادي چاره کرځېدلې وه.
ګیله من وزیر وايي؛ د پاکستان استخباراتي ادارې په زندان کې په میاشتو - میاشتو د خوب کولو موقع نه ورکول کېده.
ګیله من وزیر ویلي، چې د زندان شکنجې دومره سختې وې چې کله به یې ویل کاش پښتنو دا ظلمونه په خپلو سترګو لیدلی وی.
ګیله من وزیر په دغه مرکه کې کېسه کوي، چې د څېړونو پر مهال پاکستاني استخباراتي ادارو مامورینو ورته هغه ویډیو ښکاره کړه، چې دی پکې ښکاري چې د پاکستان ملي سرود په احترم نه دی پورته شوی؛ خو بیا په یو بله ویډیو کې د افغانستان ملي سرود ته په احترام ولاړ دریږي؛ نو د پاکستان څارګرې ادارې مامورینو ورته ویلي:" ایا تاسې غدار نه یاست؟"
ګیله من وزیر د مرکې په یو برخه کې وايي، چې د پاکستان په زندان کې ورته د پاکستاني څارګرې ادارې مامورینو ویل، چې افغانستان د دوی دوښمن دی او ګیله من د دوښمن پلوي کوي.
دی زیاتوي؛ پاکستاني پوځیانو په دې هم ډېر شکنجه کړی، چې دوی دا نعره وهي چې د ترهګرۍ ترشا پوځي دریشي ده.
ګیله من وزیر ټینکار کړی، چې د مبارزي اصلي هدف یې پښتانه په خپلو حقونو باندې پوه کول دي؛ ترڅو دوست او دوښمن وپېژني.
د ګیله من وزیر څخه په زندان کې په جبري ډول ویډیويي بیان ثبتولو په اړه وايي، چې نه یې غوښتل دا ویډيو ثبت کړي؛ خو داسې نشه يي مواد ورکړل شول، چې هغه هېڅ په ځان نه پوهیږي چې دا بیان یې په څه ډول ثبت کړی دی.
په هغه ویډیويي بیان کې ګیله من وزیر شاته د پاکستان بیرغ ښکاري او دی پېښماني په ډاکه کوي، چې هغه د پاکستان د پوځ خلاف خبرې کړي او بښنه یې غوښتې ده؛ خو ګیله من وايي؛ هغه بیان د شکنجو لاندې ثبت شوی و.
د شپږ خویندو کوچنی ورور او د یوې لور پلار ګیله من وزیر وايي، چې د پاکستاني پوځیانو او ټي ټي پي تر منځ د جګړو له امله کډوالۍ ته اړ شو او درېیم ټولکې کې ور څخه ښوونځی پاتې شو او کورنۍ د لاسنوي لپاره پلار یې لاس مزدورۍ ته مخه کړه؛ خو قومي جذبې دې ته اړ کړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ برخه شي او د قام د بېدارۍ لپاره شپه او ورځ یوه کړي.
ګیله من وزیر د یو سیاسي مبارز ترڅنګ شاعري هم کوي، چې د افغان وطن او ولس روانې ستونزې په کې بیان کړي دي.
له اسلام اباد څخه راپورونه وايي، چې د ګیله من وزیر صحت له پخوا څخه ښه شوی او د دې وړ دی، چې د درملنې لپاره بهرني هېواد ته انتقال شي.
ګیله من وزیر پرون ماښام د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په بي۱۷ سیمه کې د څو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې ګیله من وزیر د پاکستان پوځ په تور لېست کې دی او د هغه د انتقالولو د ستونزو د جوړېدو وېره شته دی.
سرچینې زیاتوي؛ ډاکترانو ورته اجازه ورکړې ده، چې د ګیله من وزیر تنفسي ستونزه له پخوا څخه ښه شوې ده او د انتقال وړ دی.

په کابل کې د ایران سفارت سوداګریز مشاور وايي، چې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي صادراتو په کچه کې ۳۱ سلنه زیاتوالي راغلی.
حسين روستايي زياتوي، چې سږ کال په ۳ لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران صادرات د تېر کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله د ۱۲۳ میلیونه ډالرو په زیاتوالي سره ۳۱.۱ سلنه زیاتوالی ښیي.
په افغانستان کې د ایران سفارت سوداګریز مشاور صدا او سيما خبري اژانس ته ويلي، چې د سږ کال په درېیو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیر نفتي صادرات ۲۲۷ زره ټنه زیات شوي.
د نوموړي په خبره، چې په دې موده کې د دې غیري نفتي صادراتو ارزښت ۵۱۷ میلیونه ډالرو ته رسيږي، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
روستايي وویل، چې افغانستان ته د صادراتو په توکو کې نفتي محصولات، اوبلن ګاز، د اوسپنې او پولادو پايې، پلاستیکي پایپونه ، پلاستیکي اوبدل شوي فرشونه، یوریا، د چرګانو هګۍ او دانه، سمنټ، رومیان، مڼې، کچالو، بوټونه، مېوې، سبزیجات، وچې شیدې او د کاشي ډبرو ډولونه شامل وو.
دغه ایرانی چارواکی وايي، چې په دې غيري نفتي موادو کې «د څارویو جوار د ۴.۷ میلیونه ډالرو په زیاتوالي، وربشې د ۳.۲ میلیونه ډالرو، سپیلني د ۸۹۶ زره ډالرو، د لمر ګل تخمونه د ۳۰۸ زره ډالرو په زیاتوالي، پولۍ د ۲۷۵ زره ډالرو په زیاتوالي او سرب د ۲۱۲ زره ډالرو په زیاتوالي سره» د افغانستان د وارداتو په زیاتوالي کې مهم توکي وو.
روستايي همدارنګه وویل؛ سږکال په لومړیو درېیو میاشتو کې نړۍ ته د ایران د صادراتي توکو د هر ټن ګمرکي ارزښت منځنۍ کچه شاوخوا ۳۵۰ ډالره و، چې د افغانستان په اړه د ټولې منځنۍ کچې څخه ۷۳ ډالره لوړ دي.
دغه ایراني چارواکي ویلي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او د سوداګریزو معاملو زیاتوالی د ایران د دیارلسم حکومت له ګاونډیو سره د ځانګړي لیدلوري له امله دی.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، چې د پېسو له نړۍوال صندوق څخه بیا پور اخیستل یې مجبوري وه او پورونو د پاکستان راتلونکي نسلونه هم ګرو کړي دي.
نوموړي دغه خبرې نن دوشنبه بلوچستان ته د خپل سفر پر مهال کړي او زیاته کړې یې ده، چې دوی درې کاله وخت لري او باید درې کاله وروسته مجبور نه شي، چې یو ځل بیا له ای اېم ایف څخه پور وغواړي.
ښاغلي شریف وویل: "که درې کاله وروسته یو ځل بیا موږ مجبور شو، چې ای اېم ایف ته د پور لپاره ورشو بیا خو زموږ لپاره مرګ پکار دی".
نوموړي د پاکستان پر ټولو ادارو غږ کړی، چې په راتلونکې یوې میاشتې کې باید د پېسو د نړۍوال صندوق شرایط پوره کړي.
هغه زیاته کړې: "که سختې پرېکړې ونه کړو نو یو ځل بیا به د ای اېم ایف پور ته مجبوریږو".
پاکستان تازه یو ځل بیا له ای اېم ایف څخه پور تر لاسه کړی او د دغه پور له مخې د پاکستان حکومت مجبور دی، چې د مالیې، برېښنا، ګازو او یو خوراکي توکو په بیو کې لوړوالی لري.
بل خوا د شهباز شریف د حکومت اپوزسیون پر حکومت نیوکې کړي، چې د پاکستان بودیجه یې د ای اېم ایف په خوښه جوړه کړې او یو شمېر کړۍ نه غواړي، چې د پاکستان اقتصاد پر پښو ودریږي.
تېر کال د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له زندان څخه ای اېم ایف ته یو لیک لېږلی و، چې پکې یې د پېسو له نړۍوال صندوق څخه غوښتي وو، چې د شهباز شریف حکومت ته پور ور نه کړي.
