• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاريس ۲۰۲۴ المپيک؛ طالبان په دې سياليو کې د درېیو ښځينه افغان لوبغاړو ګډون نه مني

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۳۳ GMT+۱

په افغانستان کې د طالبانو د ورزش د برخې يو ویاند ويلي، چې دوی هغه درې ښځینه لوبغاړې په رسمیت نه پېژني، چې د پاریس په المپیک سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کوي. اتل مشواڼی زياتوي، چې په افغانستان کې د نجونو ورزش بند شوی دی.

د طالبانو د ورزشي ادارې ویاند اتل مشواڼي فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي، چې د پاريس په سيالیو کې يوازي درې افغان نارينه لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کولای شي.

د المپیک نړۍوالې کميټې د افغانستان د المپیک له ملي کمېټې سره په مشوره شپږ افغان لوبغاړي، چې درې یې ښځینه او درې نارینه دي بلنه ورکړې.

دغه طالب ویاند فرانس پریس خبري اژانس ته ويلي: «اوس مهال په افغانستان کې د نجونو ورزش بند شوي دي. کله، چې د نجونو ورزش نه وي، نو څنګه کولای شي چې ملي لوبډلې ته لاړ شي؟»

درې واړه ښځينه او دوه نارینه لوبغاړي له افغانستانه بهر ژوند کوي.

ښځينه افغان لوبغاړي به په دې سياليو کې د بایسکل چلولو په برخه کې ګډون کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

کابل کې د ایران سفارت: افغانستان ته د ایران په غيري نفتي صادراتو کې ۳۱ سلنه زياتوالی راغلی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۰۵ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت سوداګریز مشاور وايي، چې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي صادراتو په کچه کې ۳۱ سلنه زیاتوالي راغلی.

حسين روستايي زياتوي، چې سږ کال په ۳ لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران صادرات د تېر کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله د ۱۲۳ میلیونه ډالرو په زیاتوالي سره ۳۱.۱ سلنه زیاتوالی ښیي.

په افغانستان کې د ایران سفارت سوداګریز مشاور صدا او سيما خبري اژانس ته ويلي، چې د سږ کال په درېیو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیر نفتي صادرات ۲۲۷ زره ټنه زیات شوي.

د نوموړي په خبره، چې په دې موده کې د دې غیري نفتي صادراتو ارزښت ۵۱۷ میلیونه ډالرو ته رسيږي، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

روستايي وویل، چې افغانستان ته د صادراتو په توکو کې نفتي محصولات، اوبلن ګاز، د اوسپنې او پولادو پايې، پلاستیکي پایپونه ، پلاستیکي اوبدل شوي فرشونه، یوریا، د چرګانو هګۍ او دانه، سمنټ، رومیان، مڼې، کچالو، بوټونه، مېوې، سبزیجات، وچې شیدې او د کاشي ډبرو ډولونه شامل وو.

دغه ایرانی چارواکی وايي، چې په دې غيري نفتي موادو کې «د څارویو جوار د ۴.۷ میلیونه ډالرو په زیاتوالي، وربشې د ۳.۲ میلیونه ډالرو، سپیلني د ۸۹۶ زره ډالرو، د لمر ګل تخمونه د ۳۰۸ زره ډالرو په زیاتوالي، پولۍ د ۲۷۵ زره ډالرو په زیاتوالي او سرب د ۲۱۲ زره ډالرو په زیاتوالي سره» د افغانستان د وارداتو په زیاتوالي کې مهم توکي وو.

روستايي همدارنګه وویل؛ سږکال په لومړیو درېیو میاشتو کې نړۍ ته د ایران د صادراتي توکو د هر ټن ګمرکي ارزښت منځنۍ کچه شاوخوا ۳۵۰ ډالره و، چې د افغانستان په اړه د ټولې منځنۍ کچې څخه ۷۳ ډالره لوړ دي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او د سوداګریزو معاملو زیاتوالی د ایران د دیارلسم حکومت له ګاونډیو سره د ځانګړي لیدلوري له امله دی.

پاکستاني لوبغاړي اشعب عرفان د کانسو ازاد سکواش سياليو اتلولي په خپل نوم کړه

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۰۴ GMT+۱

د پاکستان د سکواش سياليو لوبغاړي اشعب عرفان په امريکا کې د کانسو ازاد سکواش په لوبو کې خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د دې سيالیو اتل شو. نوموړي د سياليو په پایلوبه کې خپل هندی سيال مات کړ.

پاکستان راډيو په خپل خبر کې ويلي، چې عرفان د دې سيالیو پايلوبه له هندي لوبغاړي چوتراني څخه ۳ پر ۲ د «۱۱-۷، ۸-۱۱، ۱۲-۱۰، ۸-۱۱ او ۱۱-۸»نمرو په توپیر وګټله.

عرفان د سياليو په نيمه پايلوبه کې خپل کاناډايي سيال لیام موریسن ته درې د صفر په مقابل کې ماتې ورکړې وه.

د ۲۰۲۴ کال د کانسو ازاد سکواش د قهرمانۍ دغه سيالۍ د امریکا په هيوسټن کې تر سره شوې.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۶۰ سلنه ړانده د درملنې وړ دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۳۴ GMT+۱

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې په افغانستان کې څلور لکه کسان ړانده او ۱،۵ میلیونه نور یې د لیدو وړتیا نه لري. دغه سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د ړوندوالي د ۶۰ سلنه پېښو درملنه کېدای شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن پر اېکس پاڼه ليکلي: « په افغانستان کې هغه ښځې، چې کم لید لري د بریل خط او نور مهارتونه زده کوي.»

دې سازمان لیکلي: «په دې ړندو کې۶۰ سلنه هغه کسان دي، چي په سترګه کې يې سپين ګل وي، دا د ساده جراحي عملیاتو په امکاناتو سره د درملني وړ دي.»

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان ړندو او کم ليد خلکو ته د مهارتونو د روزنې برابرولو ته په اشارې سره وويل، چې په اضافي بوديجې سره به نور نارينه او ښځې هم دغو روزنيزو پروګرامونو ته لاسرسى ولري.

په افغانستان کې ړانده او د کم لید خلک د زدکړې او کارموندنې په ګډون په ټولو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال د معلولینو پر بشپړه ټولنیزه ونډه ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په افغانستان کې معلولین د پراخو ناروغیو د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.

طالبانو د کابل شهزاده سرای او ورڅېرمه سیمو کې د ګرځنده صرافانو پرفعالیت بنديز ولګاوه

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۲۲ GMT+۱

د طالبانو ګډې کمېټې او د صرافانو اتحادیې د کابل په شهزاده سرای کې د ګرځنده او بې جوازه صرافيو پرفعالیت بنديز لګولی دی. د دغې کمېټې په اطلاعیه کې راغلي: «د سرای شهزاده ټولو لاس پلورونکو ته خبر ورکول کیږي، چې په سرای کې د فعالیت اجازه نه لري.»

د طالبانو ګډې کمېټې او د صرافانو اتحادیې بیا په اطلاعیه کې د دې پرېکړې د علت په اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، په شهزاده سرای کې څه باندې دوه زره د پيسو تبادلې ګرځنده «صرافان» فعاليت کوي او اوسمهال له سرای بهر هم ټولې غرفې تړل شوي دي.
دغه اطلاعیه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت، د افغانستان د مرکزي بانک د ریاست، د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست او د صرافانو د اتحادیې له خوا لاسلیک شوې ده.

100%


دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه، چې یو شمېر سرچینو تېره ورځ وویل چې طالبانو د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د صرافۍ مارکېټ هغه هټۍ بندې کړي، چې جوازونه یې نه درلودل.
د سرچینې په خبره، د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې نورو صرافانو هم خپل دوکانونه وتړل چې ور سره د ټولو تړل شویو هټیو شمېر تر ۴۰۰ رسېږي.
د دې مارکېټ د هټیو يو شمېر خاوندان وایي، د طالبانو د افغانستان بانک د جواز جوړولو لپاره شرایط سخت کړي او دوی توان نه لري، چې دغه شرایط پوره کړي.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان: له دوه نیم زرو ډیر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه کډوال تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو د اسلام کلا، ورېښمو پله، سپین بولدک او تورخم له لارې راستانه کړل شول. په دغو کډوالو کې ۳۳ تنه هغه کسان شامل دي چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۹ تنو ته رسیږي او ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۶۱ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستانه کړل شول.

همدارنګه د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې۷۶۷ تنه افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا او ۱۳۹۹ تنه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې د ایران حکومت له لوري په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول.

طالبانو وايي، له ګاونډیو هېوادونو راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان دفتر، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال پروګرام دفترونه ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر په پاکستان د خپل درې ورځنې سفر په لومړۍ ورځ په پیښور کې له افغان کډوالو سره کتلي، او ژمنه یې چې د کډوالو د ټولو ستونزو په اړه به د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې له ډلې یې ۱،۳ میلیونه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ثبت کارتونه لري.