• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۶۰ سلنه ړانده د درملنې وړ دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۳۴ GMT+۱

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې په افغانستان کې څلور لکه کسان ړانده او ۱،۵ میلیونه نور یې د لیدو وړتیا نه لري. دغه سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د ړوندوالي د ۶۰ سلنه پېښو درملنه کېدای شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن پر اېکس پاڼه ليکلي: « په افغانستان کې هغه ښځې، چې کم لید لري د بریل خط او نور مهارتونه زده کوي.»

دې سازمان لیکلي: «په دې ړندو کې۶۰ سلنه هغه کسان دي، چي په سترګه کې يې سپين ګل وي، دا د ساده جراحي عملیاتو په امکاناتو سره د درملني وړ دي.»

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان ړندو او کم ليد خلکو ته د مهارتونو د روزنې برابرولو ته په اشارې سره وويل، چې په اضافي بوديجې سره به نور نارينه او ښځې هم دغو روزنيزو پروګرامونو ته لاسرسى ولري.

په افغانستان کې ړانده او د کم لید خلک د زدکړې او کارموندنې په ګډون په ټولو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال د معلولینو پر بشپړه ټولنیزه ونډه ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په افغانستان کې معلولین د پراخو ناروغیو د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د کابل شهزاده سرای او ورڅېرمه سیمو کې د ګرځنده صرافانو پرفعالیت بنديز ولګاوه

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۲۲ GMT+۱

د طالبانو ګډې کمېټې او د صرافانو اتحادیې د کابل په شهزاده سرای کې د ګرځنده او بې جوازه صرافيو پرفعالیت بنديز لګولی دی. د دغې کمېټې په اطلاعیه کې راغلي: «د سرای شهزاده ټولو لاس پلورونکو ته خبر ورکول کیږي، چې په سرای کې د فعالیت اجازه نه لري.»

د طالبانو ګډې کمېټې او د صرافانو اتحادیې بیا په اطلاعیه کې د دې پرېکړې د علت په اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، په شهزاده سرای کې څه باندې دوه زره د پيسو تبادلې ګرځنده «صرافان» فعاليت کوي او اوسمهال له سرای بهر هم ټولې غرفې تړل شوي دي.
دغه اطلاعیه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت، د افغانستان د مرکزي بانک د ریاست، د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست او د صرافانو د اتحادیې له خوا لاسلیک شوې ده.

100%


دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه، چې یو شمېر سرچینو تېره ورځ وویل چې طالبانو د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د صرافۍ مارکېټ هغه هټۍ بندې کړي، چې جوازونه یې نه درلودل.
د سرچینې په خبره، د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې نورو صرافانو هم خپل دوکانونه وتړل چې ور سره د ټولو تړل شویو هټیو شمېر تر ۴۰۰ رسېږي.
د دې مارکېټ د هټیو يو شمېر خاوندان وایي، د طالبانو د افغانستان بانک د جواز جوړولو لپاره شرایط سخت کړي او دوی توان نه لري، چې دغه شرایط پوره کړي.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان: له دوه نیم زرو ډیر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه کډوال تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو د اسلام کلا، ورېښمو پله، سپین بولدک او تورخم له لارې راستانه کړل شول. په دغو کډوالو کې ۳۳ تنه هغه کسان شامل دي چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۹ تنو ته رسیږي او ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۶۱ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستانه کړل شول.

همدارنګه د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې۷۶۷ تنه افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا او ۱۳۹۹ تنه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې د ایران حکومت له لوري په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول.

طالبانو وايي، له ګاونډیو هېوادونو راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان دفتر، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال پروګرام دفترونه ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر په پاکستان د خپل درې ورځنې سفر په لومړۍ ورځ په پیښور کې له افغان کډوالو سره کتلي، او ژمنه یې چې د کډوالو د ټولو ستونزو په اړه به د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې له ډلې یې ۱،۳ میلیونه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ثبت کارتونه لري.

له نیوکو وروسته طالبان وايي، سږني کانکور کې تر اوسه «څه باندې ۹۷ زره کسانو ګډون کړی»

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د ازموینو اداره وايي، سږني کانکور کې څه باندې ۹۷ زره کسانو کډون کړی. خو خواله رسنیو کې تر ډېره دا خبره لاس په لاس او ادعا کېږي چې سږ کانکور کې تر پنځوس زرو کسان ګډون کوي. ولایتونو کې د کم ګډون له مخې ډېر پام د کندهار ګډونوالو ته دی چې شمېر یې ۱۸۸۰ کسان ښودل کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ازموینو ملي ادارې نن خپله اېکس پاڼه دغو نیوکو ته غبرګون کې ویلي چې د ځوانانو د کډون کمووالي په تړاو ځیني ارقام ورکول کیږی له حقیقت لرې دي او د ازموینې ملي ادارې له لوري کوم رسمي ارقام نه دي.

د طالبانو د ازموینې ملي اداره زیاتوي « دا چې د کانکور ازموینه لا پای ته نه ده رسېدلې او متفرقه ازموینه پاتې ده، نو ازموینو ملي اداره به د یادې ازمونې له اخیستو وروسته به د کډونوالو دقیق شمېر له هېوادوالو او همدرانګه له رسنیو سره شریک کړي.

د طالبانو د شمېرو له مخې ۱۴۰۳ کال کې تر اوسه څلور ځلې ازمونیه اخیستل شوې چې ۹۷۲۶۴ کسانو پکې ګډون کړی دی.

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو فلج یا پولیو ضد واکسین نوی پړاو یې پیل کړی دی. په دغه څلور ورځني کمپاین کې به شاوخوا اته میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

د طالبانو عامې روغتيا ورازت هغه ولایتونه ندي مشخص کړي، چې دغه کمپاين پکې پلي کيږي.

«د پولیو پرته افغانستان» سازمان د دوشنبې په ورځ په اېکس پاڼه کې د پوليو ضد اړوند په خپل يوه بيان کېد افغانستان له خلکو وغوښتل، چې د ماشومانو د پولیو د له منځه وړلو لپاره د واکسین د پروګرام له کارکوونکو سره همکاري وکړي.

د رسمي راپورونو له مخې تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي.

پوليو يو ويروس دی، چې د اخته کس د ملا سره د تماس او يا پرنجي له لارې خپرېږي او زياتره يې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان اغېزمن کوي.

ډیری ناروغان هیڅ نښې نلري، مګر لوړه تبه، د ستوني درد، سر درد، د زړه درد او د بدن درد د پولیو عامې نښې دي.

سیمه ییزې سرچینې: طالبانو په هرات کې د عاشورا بیرغونه راغورځولي او څيرلي دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۳۱ GMT+۱

په هرات کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو هغه بیرغونه او شعارونه چې شیعه ګانو د محرم د میاشتې د نمانځلو په موخه لګولي وو، راغورځولي او څیرلي دي. په هغو انځورونو کې چې سرچینو رالیږلي، خلک لیدل کیږي چې دا بیرغونه راغورځوي او ماتوي یې.

په یوه ویډیو کې چې د دغو سرچینو لخوا را استول شوې، لیدل کیږي چې یو شمیر خلک دا بیرغونه په یوه کوڅه کې راښکته کوي او څیري یې.

په هغو انځورونو کې چې سرچینو لیږلي، لیدل کیږي چې مات شوي بیرغونه په ځمکه پراته دي.

د دغو سرچینو په وینا هغه کسان چې دغه کار یې کړی د «طالبانو» غړي دي.

په کابل او هرات کې طالب چارواکو ویلي چې دوی به د محرم په میاشت کې د شیعه ګانو د ماتم د مراسمو امنیت ټینګوي.

د هرات یوه شیعه کس افغانستان انټرنشنل ته وویل، «هغوی ژمنه وکړه چې د شیعه ګانو د مراسمو امنیت به ساتي او کولای شي چې خپل مراسم په خوندي توګه ترسره کړي. نو دا څنګه امنیت دی چې دوی زموږ بیرغونه ماتوي؟»

هغه زیاته کړه: «امنیه قوماندان، امربالمعروف او د دوی والي وايي چې موږ به ستاسو امنیت ونیسو. نو دا څوک دي چې بيرغونه غورځوي او ماتوي؟»

یو شمېر نورو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې کارکوونکو له هټیو او کورونو څخه د عاشورا بیرغونه راټول کړي او خلکو ته یې خبرداری ورکړی، چې د دا ډول بیرغونو د پورته کولو اجازه نه ورکوي.