د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو فلج یا پولیو ضد واکسین نوی پړاو یې پیل کړی دی. په دغه څلور ورځني کمپاین کې به شاوخوا اته میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.