• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیمه ییزې سرچینې: طالبانو په هرات کې د عاشورا بیرغونه راغورځولي او څيرلي دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۰۸ GMT+۱

په هرات کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو هغه بیرغونه او شعارونه چې شیعه ګانو د محرم د میاشتې د نمانځلو په موخه لګولي وو، راغورځولي او څیرلي دي. په هغو انځورونو کې چې سرچینو رالیږلي، خلک لیدل کیږي چې دا بیرغونه راغورځوي او ماتوي یې.

په یوه ویډیو کې چې د دغو سرچینو لخوا را استول شوې، لیدل کیږي چې یو شمیر خلک دا بیرغونه په یوه کوڅه کې راښکته کوي او څیري یې.

په هغو انځورونو کې چې سرچینو لیږلي، لیدل کیږي چې مات شوي بیرغونه په ځمکه پراته دي.

د دغو سرچینو په وینا هغه کسان چې دغه کار یې کړی د «طالبانو» غړي دي.

په کابل او هرات کې طالب چارواکو ویلي چې دوی به د محرم په میاشت کې د شیعه ګانو د ماتم د مراسمو امنیت ټینګوي.

د هرات یوه شیعه کس افغانستان انټرنشنل ته وویل، «هغوی ژمنه وکړه چې د شیعه ګانو د مراسمو امنیت به ساتي او کولای شي چې خپل مراسم په خوندي توګه ترسره کړي. نو دا څنګه امنیت دی چې دوی زموږ بیرغونه ماتوي؟»

هغه زیاته کړه: «امنیه قوماندان، امربالمعروف او د دوی والي وايي چې موږ به ستاسو امنیت ونیسو. نو دا څوک دي چې بيرغونه غورځوي او ماتوي؟»

یو شمېر نورو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې کارکوونکو له هټیو او کورونو څخه د عاشورا بیرغونه راټول کړي او خلکو ته یې خبرداری ورکړی، چې د دا ډول بیرغونو د پورته کولو اجازه نه ورکوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: له ۲۴ سلنې ډېر افغان ماشومان د وېرې او ۱۵ سلنه د ژور خپګان په ناروغیو اخته دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۵۶ GMT+۱

د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په افغانستان کې ماشومان له رواني ناروغیو سره مخ دي، او له ۲۴ سلنې ډیر هغه ماشومانو چې عمرونه یې د ۵ او ۱۷ کلونو تر منځ دي، د وېرې او وسواس په ناروغۍ اخته دي. ویل کیږي، دغه شمېرې په نړېواله کچه په ماشومانو کې د وسواس له منځنۍ کچې ۱۰ سلنه لوړې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لوري د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۸مه) په یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې ماشومان له سختو رواني ناروغیو سره مخ دي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، نږدې ۱۵ سلنه ماشومان په ژور خپګان اخته دي.

د یونېسف له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې د جګړې میراث، کورنۍ کډوالي او بې ځایه کېدل، دوامداره طبعي پيښې، د بې وزلۍ لوړه کچه، او د چاودیدونکو توکو څخه د زیان ګواښونو د رواني روغتیا ننګونې لاپسې ډېرې کړې.

همدارنګه یونېسف وايي،‌ د دغو ننګونو پيچلتیا او پراخېدل د نجونو د زده‌کړو دوامداره بندیزونه دي، چې د کارموندنې او غوره راتلونکي لپاره د دوی هیلې محدودې، او د روغتیا پاملرنې او روانې روغتیا په څېر بنسټیزو خدمتونو ته د دوی لاسرسی لږ کړی.

یونېسف وايي، پلان لري چې په ۲۰۲۴ کال کې د ماشومانو لپاره د ډېرو مناسبو ځایونو په جوړولو، د رواني روغتیا د خدمتونو د وړاندې کوونکو د روزنې، او په ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو کې د رواني روغتیا په اړه د بحثونو پراخوالو سره، ۳،۶ میلونه نورو ماشومانو او پالونکو لپاره د رواني روغتیا په برخه خدمتونه وړاندې کړي.

په راپور کې ویل شوي چې، په ۲۰۲۳ کال کې یونېسف په افغانستان کې نږدې ۳۰۰۰ د رواني روغتیا په برخه کې ټولنیز کارکونکي ورزول چې نږدې نیمايي یې ښځې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال یونېسف د افغانستان په ‍۳۴ ولایتونو کې نږدي څلور میلیونه ماشومانو ته د رواني روغتیا په برخه کې مرستې برابرې کړې وې.

له کډوالو سره د ملګرو ملتونو ژمنه: ستاسو د ستونزو په اړه د پاکستان له حکومت سره خبرې کوو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۳۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په لومړۍ ورځ په پېښور کې له افغان کډوالو سره ولیدل. فېلیپو ګرانډي د یکشنبې په ورځ دغو کډوالو ته وویل چې دی به د کډوالو د ټولو ستونزو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر افریدي د یکشنبې په ورځ وویل، چې ښاغلی ګرانډي د افغان کډوالو پر ستونزو، د هغوی د ایستلو او نورو هېوادونو ته د مېشتېدو د پلان په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللی.

د پاکستان له لوري د تېر کال په اکټوبر میاشت کې له دغه هېواده د افغان کډوالو په زور ایستلو له اعلان وروسته پاکستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مشر دا لومړی سفر دی.

د ډان په وینا، فیلیپو ګرانډي په پېښور کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د لیدنې ترڅنګ د پیښور ایالت د اعلی وزیر له مرستیال او ډیورنډ کرښې ته له نږدې سیمو څخه لیدنه کړې ده.

یوه پاکستاني چارواکي ویلي، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پلاوی د دوشنبې په ورځ له اړوندو پاکستاني چارواکو سره رسمي خبرې وکړي.

د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو په لومړي پړاو کې تر نیم میلیون ډېر افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې شاخوا ۱،۷ میلیونه افغان کډوال په ناقانونه ډول په دغه هېواد کې ژوند کوي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د چارو کمېشنر عباس خان د «اې سي سي» کارت لرونکو افغان کډوالو ایستلو په اړهراپورونه رد کړل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې په پاکستان کې تر ۸۰۰ زرو ډېر اې سي سي کارت لرونکي افغان کډوال مېشت دي.

عباس خان ډان ته ویلي؛ چې د اې سي سي کارت لرونکو په اړه پرېکړه به د طالبانو او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ګډون له ټولو سره په مشوره وشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې له ډلې یې ۱،۳ میلیونه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ثبت کارتونه لري.

د جوزجان ـ فاریاب پر لویه لاره په ټرافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ اته غړي مړه شوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۲۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي، چې تېره ورځ ناوخته د جوزجان ـ فاریاب پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ اته غړي مړه شوي. دغه پېښه د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند سیمه کې، د دوو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن دوشنبه (چنګاښ ۱۸مه) په ایکس پاڼه لیکلي تېره ورځ ناوخته د جوزجان ـ فاریاب پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله هغه مهال د یوې کورنۍ اته غړي مړه شول چې د تېلو یو ټانکر موټر د سورلۍ له یوه ګاډي سره ټکر وکړ.

په خبر کې راغلي، چې په دغې پېښه کې د څلورو ماشومانو او یوې میرمنې په ګډون اته تنه د یوې کورنۍ غړي مړه شوي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ د مسوولانو له قوله د دغه خبر پخلی کړی او وايي چې د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

په افغانستان کې د ګاډو د ګړندي تګ او د قانوني ټکو په پام کې نه نیولو له امله پر لویو لارو د موټرو د ټکر په پېښو کې ډیری وخت ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي او د طالبانو حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی.

طالبان: جاپان په افغانستان کې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره لس میلیونه ډالره مرسته کوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۴۴ GMT+۱

طالبان وايي، چې په کابل کې د جاپان سفیر د هغو افغان بزګرانو لپاره چې کوکنار یې کرل، د بدیل معیشت د پروګرام ملاتړ کوي. تاکایوشي کرومیا وویل چې هیواد یې د بدیل معیشت پروګرام لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي.

د جاپان سفارت تر اوسه پورې د دې مرستو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د جاپان سفیر د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې «د نشه يي توکو پر وړاندې د پرېکنده هڅو ستاینه وکړه.»

له دې څخه یوه ورځ وړاندې د طالبانو د کرنې وزیر د کوکنارو د بدیل معیشت د پنځه کلن پلان د وروستي کولو لپاره یوه کمیټه جوړه کړه.

په دې پلان کې د کروندګرو د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا، د کوکنارو کښت کمول او له منځه وړل او کروندګرو هڅول دي چې مشروع او نوې کرکیله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د دوحې په درېیمه ناسته کې طالبانو له هېوادونو وغوښتل چې د کوکنارو د بدیل معیشت لپاره له دوی سره مرسته او په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه وکړي.

طالبان د دولتي پوهنتونونو لپاره نوي استادان په دندو ګماري

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي، هغه استادان چې د طالبانو له اجازې پرته په بهر کې دي خپلې دندې به له لاسه ورکړي. د باختر اژانس د خبرله مخې: «هغه استادان چې د پوهنتون او د لوړو زده‌کړو وزارت له اجازې پرته يې سفرونه کړي دي، بستونه به یې اعلان ته ورکړل شي.»

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حفیظ ضیاء الله هاشمي د یکشنبې په ورځ وویل، د دې تر څنګ د هغو استادانو بستونه به هم اعلان ته ورکړل شي، چې له هېواده بهر یې د زده‌کړو موده پای ته رسېدلې او هېواد ته نه دي راستانه شوي.

نوموړي همدارنګه وویل، د هغو استادانو لپاره چې په بهر کې زده‌کړې کوي، د معاش په توګه ۴۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د دولتي پوهنتونونو یو شمېر استادان له افغانستانه ووتل او هغه استادان چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال بهر ته د زده کړو لپاره تللي وو، په هغو هيوادونو کې پاتې شول.