• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني لوبغاړي اشعب عرفان د کانسو ازاد سکواش سياليو اتلولي په خپل نوم کړه

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د سکواش سياليو لوبغاړي اشعب عرفان په امريکا کې د کانسو ازاد سکواش په لوبو کې خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د دې سيالیو اتل شو. نوموړي د سياليو په پایلوبه کې خپل هندی سيال مات کړ.

پاکستان راډيو په خپل خبر کې ويلي، چې عرفان د دې سيالیو پايلوبه له هندي لوبغاړي چوتراني څخه ۳ پر ۲ د «۱۱-۷، ۸-۱۱، ۱۲-۱۰، ۸-۱۱ او ۱۱-۸»نمرو په توپیر وګټله.

عرفان د سياليو په نيمه پايلوبه کې خپل کاناډايي سيال لیام موریسن ته درې د صفر په مقابل کې ماتې ورکړې وه.

د ۲۰۲۴ کال د کانسو ازاد سکواش د قهرمانۍ دغه سيالۍ د امریکا په هيوسټن کې تر سره شوې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له دوه نیم زرو ډیر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه کډوال تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو د اسلام کلا، ورېښمو پله، سپین بولدک او تورخم له لارې راستانه کړل شول. په دغو کډوالو کې ۳۳ تنه هغه کسان شامل دي چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۹ تنو ته رسیږي او ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۶۱ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستانه کړل شول.

همدارنګه د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې۷۶۷ تنه افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا او ۱۳۹۹ تنه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې د ایران حکومت له لوري په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول.

طالبانو وايي، له ګاونډیو هېوادونو راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان دفتر، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال پروګرام دفترونه ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر په پاکستان د خپل درې ورځنې سفر په لومړۍ ورځ په پیښور کې له افغان کډوالو سره کتلي، او ژمنه یې چې د کډوالو د ټولو ستونزو په اړه به د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې له ډلې یې ۱،۳ میلیونه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ثبت کارتونه لري.

منظور پښتین: پښتانه پر ګیله‌من وزیر برید کوونکي نه بښي او پولیس باید برید کوونکي ونیسي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۱۹ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله‌من وزیر تېر ماښام په اسلام اباد کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی او دمګړۍ په روغتون کې بستر دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، پښتانه پر ښاغلي وزیر برید کوونکي نه بښي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر ګیله‌من وزیر د یکشنبې په ماښام د اسلام اباد په بي۱۷ سیمه کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی.

پر نوموړي د برید کولو لامل لا څرګند نه دی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د یکشنبې شپه ناوخته په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، چې پښتانه پر ګیله‌من وزیر برید کوونکي نه بښي او زیاته یې کړه چې پولیس باید پر هغه برید کوونکي ژر ونیسي.

ښاغلي پښتین وايي، پر ګیله‌من وزیر برید د یو منظم پلان له مخې شوی، او د اسلام اباد له پولیسو څخه غوښتنه کوي څو پر نوموړي بریدکوونکي ونیسي.

د ګیله‌من وزیر روغتیايي وضیعت د اندېښنې وړ ښودل شوی او دا مهال په اسلام اباد کې د پېمز په نوم د یوه دولتي روغتون په بیړنۍ څانګه کې تر درملنې لاندې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د روغتیا پالانو له لوري د ګیله‌من وزیر یو عملیات په بریالي توګه پای ته رسېدلی او لاهم نوموړی د روغتیا پالانو له جدي روغتیايي څار لاندې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، که پولیس پر ګیله‌من وزیر برید کوونکي ونه نیسي نو عام خلک به پر ښاغلي وزیر په برید کې پولیس هم ښکیل وګڼي.

ګیله من وزیر نږدې څو میاشتې وړاندې د پاکستان د استخباراتو له خوا نیول شوی و او وروسته له خوشې کېدو یې په ټولینزو رسنیو کې ویلي وو، چې په زندان کې سخت شکنجه شوی هم دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله من وزیر ناپېژاندو وسله والو په چاقوګانو وهلی دی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۲۷ GMT+۱

په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله من وزیر د ناپېژاندو وسله والو له خوا په چاقوګانو وهل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې ګیله من وزیر دا مهال په روغتون کې بیستری دی او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه غړی وايي، چې ګیله من وزیر له جومات څخه د راوتلو پر مهال له برید سره مخ شوی دی.

ګیله من وزیر نېږدې څو میاشتې وړاندې د پاکستان د استخباراتو له خوا نیول شوی و او وروسته له خوشې کېدو یې په ټولینزو رسنیو کې ویلي وو، چې د ای ایس ای له خوا سخت شکنجه شوی هم دی.

کافا سیالۍ: د افغانستان فوټبال ۲۰ کلنو کم عمره لوبډلې له تاجکستان څخه په یو ګول ماتې وخوړه

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کلنو کم عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا (کافا) د ۲۰ کلنو کم عمره فوټبال سیالیو د ګروپي پړاو په دویمه لوبه کې له تاجکستان سره مخامخ شوه او د تاجکستان په ګټه تمامه شوه.

د دې لوبې لومړۍ نیمايي ۱-۰ د تاجکستان په ګټه پای ته ورسېده.

افغانستان د لوبې په دویمه نیمايي کې هم کومه مثبته نتیجه تر لاسه نه کړه او افغان لوبډله په دې سياليو کې د دويمې پرله پسې ماتې سره مخ شوه.

تاجکستان د لومړۍ نیمايي په ۴۲مه دقیقه کې د (دالیوف) په پنالټي سره افغان لوبډلې ته یو ګول ورکړ او لوبه په همدې پايلې سره پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په دې سيالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د قرغزستان لوبډلې څخه په څلورو ګولونو ماتې خوړلې وه.

په دغو سیالیو کې افغانستان، ایران، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان لوبډلې ګډون لري.

د افغانستان لوبډله په لومړي ګروپ کې د قرغزستان او تاجکستان له لوبډلو سره ده.

دغه سيالۍ د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په ۱۳ د قرغزستان په کوربتوب په جلال اباد ښار کې پيل شوې او د همدې مياشتي تر ۲۳مې نېټې به دوام وکړي.

د دغو سیالیو ګروپي پړاو به د لوبو د نومرو ترلاسه کولو په اساس تر سره کيږي.

د دواړو ګروپونو مخکښې لوبډلې به د اتلولۍ مقام د تر لاسه کولو لپاره د سیالیو پای لوبه کوي.

د دواړو ګروپونو دویمې لوبډلې به د درېیم مقام لپاره او درېیم به د پنځم مقام لپاره سیالۍ تر سره کړي.

د دې سيالۍ لوبڅاره یوه ایرانۍ ښځینه لوبغاړې مهسا قرباني وه.

100%
100%

په پاکستان کې د درملنې پېسو د نه لرلو له امله یو پلار خپله ۱۵ ورځنۍ لور ژوندۍ ښخه کړې ده

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۱

د پاکستان د نوشهروفیزوز پولیس وايي، چې یو کس خپله پنځلس ورځنۍ لور ځکه ژوندۍ ښځه کړې، چې په وینا یې له هغه سره یې د درملنې لپاره پېسې نه وې.

د پوليسو په وينا؛ پېښه د نوشهروفیروز په ټارو شاه سیمه کې رامنځته شوې ده.

پولیسو ویلي، چې د ماشومې پلار یې نیولی او په لومړنیو پوښتنو کې هغه اقرار کړی، چې لور یې د وینې د کمښت ناروغي لرله او دوی یې د درملنې لپاره پېسې نه لرلې؛ نو ځکه مجبور شو، چې خپله لور ښخه کړي.

د پولیسو په وینا؛ یادې ماشومې له زیږون راهیسې د وینې کمښت درلود او ډاکټر یې پلار ته سپارښتنه کړې وه، چې د درملنې لپاره یې حیدراباد ته بوځي.

د ماشومې جسد د پولیسو له خوا را ویستل شوی دی.

دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده، چې په پاکستان کې رامنځته کیږي.

په پاکستان کې خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی، چې په دغه هېواد کې د ځانوژنې پېښې هم زیاتې شي.