• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین: پښتانه پر ګیله‌من وزیر برید کوونکي نه بښي او پولیس باید برید کوونکي ونیسي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۱۹ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله‌من وزیر تېر ماښام په اسلام اباد کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی او دمګړۍ په روغتون کې بستر دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، پښتانه پر ښاغلي وزیر برید کوونکي نه بښي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر ګیله‌من وزیر د یکشنبې په ماښام د اسلام اباد په بي۱۷ سیمه کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی.

پر نوموړي د برید کولو لامل لا څرګند نه دی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د یکشنبې شپه ناوخته په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، چې پښتانه پر ګیله‌من وزیر برید کوونکي نه بښي او زیاته یې کړه چې پولیس باید پر هغه برید کوونکي ژر ونیسي.

ښاغلي پښتین وايي، پر ګیله‌من وزیر برید د یو منظم پلان له مخې شوی، او د اسلام اباد له پولیسو څخه غوښتنه کوي څو پر نوموړي بریدکوونکي ونیسي.

د ګیله‌من وزیر روغتیايي وضیعت د اندېښنې وړ ښودل شوی او دا مهال په اسلام اباد کې د پېمز په نوم د یوه دولتي روغتون په بیړنۍ څانګه کې تر درملنې لاندې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د روغتیا پالانو له لوري د ګیله‌من وزیر یو عملیات په بریالي توګه پای ته رسېدلی او لاهم نوموړی د روغتیا پالانو له جدي روغتیايي څار لاندې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، که پولیس پر ګیله‌من وزیر برید کوونکي ونه نیسي نو عام خلک به پر ښاغلي وزیر په برید کې پولیس هم ښکیل وګڼي.

ګیله من وزیر نږدې څو میاشتې وړاندې د پاکستان د استخباراتو له خوا نیول شوی و او وروسته له خوشې کېدو یې په ټولینزو رسنیو کې ویلي وو، چې په زندان کې سخت شکنجه شوی هم دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اوکراین په روسیه کې دننه د وسلو پر ډیپو په بې پیلوټه الوتکو بمبار کړی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د اوکراین یوې امنیتي سرچینې د یکشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې اوکرایني بې پېلوټه الوتکو په روسیه کې د وسلو یوه ډیپو په نښه کړی او په نږدې راتلونکي کې د روسیې په پوځي-صنعتي مرکزونو کې د نورو چاودنو احتمال هم شته دی.

دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، چې د وسلو د زېرمه کولو مرکز د روسیې په ورونژه سیمه کې دی، چې د اوکراین له شمال ختیځې برخې سره پوله لري.

د سرچینې په وینا؛ په دغه ډيپو کې د روسیې له ځمکې څخه ځمکې ته او له ځمکې څخه هوا ته توغندي، د ټانک او توپخانې مرمۍ او ځینو نورې وسلې ساتل کیدې.

د سرچینې په وینا؛ دا ډیپو د سرګییفکا کلي ته نږدې و، چې د کییف تر کنټرول لاندې سیمې څخه شاوخوا ۸۵ کیلومتره واټن لري.

وروسته له هغه چې روسیې په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین برید وکړ، اوکراین د اوږد واټن بې پیلوټه الوتکو یوه ډله جوړه کړه ترڅو دا وړتیا پېدا کړي چې په روسیه کې دننه هدفونه په نښه کړي.

سرچینې وویل: "په نږدې راتلونکي کې د روسیې په پوځي-صنعتي تاسیساتو کې د دا ډول بریدونو ډېر چانس شته، کوم چې د اوکراین په وړاندې د جګړې لپاره کار کوي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله من وزیر ناپېژاندو وسله والو په چاقوګانو وهلی دی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۲۷ GMT+۱

په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله من وزیر د ناپېژاندو وسله والو له خوا په چاقوګانو وهل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې ګیله من وزیر دا مهال په روغتون کې بیستری دی او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه غړی وايي، چې ګیله من وزیر له جومات څخه د راوتلو پر مهال له برید سره مخ شوی دی.

ګیله من وزیر نېږدې څو میاشتې وړاندې د پاکستان د استخباراتو له خوا نیول شوی و او وروسته له خوشې کېدو یې په ټولینزو رسنیو کې ویلي وو، چې د ای ایس ای له خوا سخت شکنجه شوی هم دی.

په پاکستان کې د درملنې پېسو د نه لرلو له امله یو پلار خپله ۱۵ ورځنۍ لور ژوندۍ ښخه کړې ده

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۱

د پاکستان د نوشهروفیزوز پولیس وايي، چې یو کس خپله پنځلس ورځنۍ لور ځکه ژوندۍ ښځه کړې، چې په وینا یې له هغه سره یې د درملنې لپاره پېسې نه وې.

د پوليسو په وينا؛ پېښه د نوشهروفیروز په ټارو شاه سیمه کې رامنځته شوې ده.

پولیسو ویلي، چې د ماشومې پلار یې نیولی او په لومړنیو پوښتنو کې هغه اقرار کړی، چې لور یې د وینې د کمښت ناروغي لرله او دوی یې د درملنې لپاره پېسې نه لرلې؛ نو ځکه مجبور شو، چې خپله لور ښخه کړي.

د پولیسو په وینا؛ یادې ماشومې له زیږون راهیسې د وینې کمښت درلود او ډاکټر یې پلار ته سپارښتنه کړې وه، چې د درملنې لپاره یې حیدراباد ته بوځي.

د ماشومې جسد د پولیسو له خوا را ویستل شوی دی.

دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده، چې په پاکستان کې رامنځته کیږي.

په پاکستان کې خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی، چې په دغه هېواد کې د ځانوژنې پېښې هم زیاتې شي.

د پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي محکمې د حکومت د اپوزسیون د مشر د نیولو حکم صادر کړی دی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د پاکستان د حکومت د اپوزسیون مشر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د رهبرۍ شورا غړي عمر ایوب ویلي، چې د سرګودې د ترهګرۍ د مخنیوي محکمې د ده د نیولو حکم کړی او پولیسو یې پر کور چاپه اچولې ده.

په دې اړه عمر ايوب خان خپل بيان کې ویلي، چې د اسلام اباد او میانوالې پولیسو یې پر کور د ده د نیولو په موخه عملیات هم کړي دي.

هغه زیاته کړې، چې صوبايي حکومت د ده د نیولو په موخه بېلابېلې پلمې جوړوي.

ياده دې وي، چې تر دې وړاندې د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د خېبرپښتونخوا مشر وزیر علي امين ګنډاپور د ورانکارۍ او اور وژنې په مقدمو کې د نه حاضرېدو په تور د هغه د نیولو حکم ضادر کړی و؛ خو وروسته محکمې ته حاضر شو.

دا مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند د رهبر عمران خان په ګډون د دغه ګوند ګڼ غړي په زندان کې دي.

زرګونه برېتانیایي وګړي له نوي لومړي وزیر څخه غواړي چې د غزې د اوربند لپاره هڅه وکړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۵۳ GMT+۱

په برېتانیا کې لسګونو زرو کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې ددې هېواد له نوي لومړي وزیر څخه وغوښتل، څو د غزې د اوربند لپاره هڅه وکړي. دغه لاریونونه تېره ورځ په لندن ښار کې د فلسطین په ملاتړ ترسره شول.

دا لاریونونه په داسې حال کې کیږي، چې د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې هم د لندن په مرکزي برخه کې د فلسطينيانو په ملاتړ يو تر ټولو لوی لاريون وشو، چې شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو په کې ګډون درلود.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په ځلونو د اسراییل پر ضد او د فلسطینیانو په ملاتړ پراخ لاریونونه شوي دي.
لاریونوال په غزه کې د جګړو د پایته رسېدو او د خپلواک فلسطین غوښتونکي دي.
دغه لاریون په داسې حال کې کېږي، چې د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې پر یوه ښوونځي چې فلسطیني کډوال په کې اوسیږي، د اسراییلي پوځ په برید کې لږ تر لږه «۱۶ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي» دي.
د اسراییل پوځ بیا ویلي دي، چې وسله والو دغه ځای د پټنځای په توګه کارولی دی.

د راپورونو له مخې، د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه څه باندې ۳۸ زره کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.