• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي محکمې د حکومت د اپوزسیون د مشر د نیولو حکم صادر کړی دی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د پاکستان د حکومت د اپوزسیون مشر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د رهبرۍ شورا غړي عمر ایوب ویلي، چې د سرګودې د ترهګرۍ د مخنیوي محکمې د ده د نیولو حکم کړی او پولیسو یې پر کور چاپه اچولې ده.

په دې اړه عمر ايوب خان خپل بيان کې ویلي، چې د اسلام اباد او میانوالې پولیسو یې پر کور د ده د نیولو په موخه عملیات هم کړي دي.

هغه زیاته کړې، چې صوبايي حکومت د ده د نیولو په موخه بېلابېلې پلمې جوړوي.

ياده دې وي، چې تر دې وړاندې د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د خېبرپښتونخوا مشر وزیر علي امين ګنډاپور د ورانکارۍ او اور وژنې په مقدمو کې د نه حاضرېدو په تور د هغه د نیولو حکم ضادر کړی و؛ خو وروسته محکمې ته حاضر شو.

دا مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند د رهبر عمران خان په ګډون د دغه ګوند ګڼ غړي په زندان کې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان: نږدې دوه زره افغان کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال تېره ورځ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله، د کندهار د سپین بولدک، او د ننګرهار د تورخم له لارو له دوه ګاونډویو هېوادونو له لوري راستانه کړل شول. د دغو کډوالو ټول شمېر ۱۹۲۹ تنو ته رسیږي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ۱۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله، د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو نږدې دوه زره افغان کډوال راستانه کړل شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد کډوال له پاکستانه په زور او له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۳ تنو ته رسیږي د تورخم او ۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۰ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارې په زور د پاکستان حکومت له لوري افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

همدارنګه یاد وزارت وايي، ۱۱۷۶ تنه بیا په خپل خوښه او زور له ایرانه راستانه کړل شوي دي.

طالبان وايي، یاد کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړېوال پروګرام ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال راهیسې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري او د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د (چنګاښ له ۱۲مې تر ۱۵مې) د ورېښمو پله، سپین بولدک او تورخم له لارو ۱۱ زره او ۹۷۷ تنه افغان کډوال راستانه کړل شوي دي.

ټي ټي پي: په تېرو شپږو میاشتو کې مو په ۴۹۷ بریدونو کې ۴۸۳ پاکستاني نظامیان وژلي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۳۶ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني نظامیانو په ۴۹۷ برېدونو کې ۴۸۳ نظامیان وژلي، ۶۴۹ تنه یې ټپیان کړي او درې یې ژوندي نیولي.

پاکستاني طالبانو د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په دغه هیواد کې پر پاکستاني نظامیانو او استخباراتي کارمنانو ۴۹۷ بریدونه کړي.

د پاکستاني طالبانو خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې یې د پاکستاني ادارو ۶۰ کشفي کمرې، ۳۶ عرادې پوځي موټر او ۱۲ پوځي ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټي ټي پي په ملکنډ ډویژن کې ۳۶ په هزاره کې ۱ په ډېره اسماعیل خان کې ۱۸۴، په شمالي پنجاب کې ۱، کوهاټ کې ۱۵، په جنوبي پنجاب کې ۸، کراچۍ کې ۱،په کوټه کې ۱۳، په مکران کې ۱، بلوچستان کې ۱، ژوب کې ۲، بنو کې ۱۴۴، پېښور کې ۸۰ او مردان کې ۱۰ بریدونه کړي دي.

د ټي ټي پي په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د دغو جګړو پر مهال یې له پاکستاني نظامیانو څځه یو شمېر وسلې او ګرځنده ټیلیفونونه هم ترلاسه کړي دي.

د پاکستان امنیتي ادارو تر دې مهاله د ټي ټي پي د دغو شپږو میاشتو بریدونو د راپور په اړه څه نه دي ویلي، چې پاکستاني نظامیانو ته یې د ۱۱۳۲ تنو د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې.

د پاکستان حکومت او پوځي ادارې تل دعوه کوي چې د ټي ټي پي پټنځایونه په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو لپاره ځانونه چمتو کوي.

خو طالبانو د پاکستان دا ډول ادعاوې تل رد کړې دي او دغه موضوع یې د پاکستان کورنۍ موضوع بللې.

شهباز شریف د ایران او بریتانیا له نویو حکومتونو سره د اړیکو نږدې کېدو هیله وکړه

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۴۸ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د ایران د ولسمشر او د بریتانیا لومړي وزیر ته په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکې ورکړې او له دوی سره یې د ګډ کار او د خپلمنځي اړیکو د پراختیا هیله کړې ده.

شهباز شریف خپل اېکس کې د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر ته پر مبارکۍ ویلو سربېره لیکلي، چې اسلام اباد له بریتانیا سره د لا ډېر نږدې ګډ کار او د اړیکو نږدې کېدلو هیله لري.

د کېر سټارمر کارګر ګوند د وړمې ورځې د ټاکنو په نتیجه کې د بریتانیا د پارلمان اکثریت خپل کړ او تر لسو کلونو وروسته بیا واک ته ورسېد.

شهباز شریف د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان ته هم په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ور کړې ده.

شريف ويلي، چې سيمه یيزې سولې او ثبات ته وده ورکولو لپاره د دواړو هېوادونو ګډ کار او هڅو ته سترګي په لار دی.

په ورته وخت کې د پاکستان ولسمشر اصف عالي زرداري د ایران د نوي ولسمشر ټاکل کېدو سره هيله ښودلې، چې د اسلام اباد او تهران اړيکې به نوري هم پياوړي شي.

زرداري زياتوي: «پاکستان له ایران سره د سولې لپاره ګډ کار ته لېوال دی»

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې مسعود پزشکیان د ټاکنو دویم پړاو کې له خپل سیال سعید جلیلي د ډېرو رایو په تر لاسه کولو سره د دغه هېواد نوی ولسمشر شو.

د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره: خېبرپښتونخوا کې په ۶ میاشتو کې د ترهګرۍ ۴۷۷پیښې شوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۲۲:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي، چې د تېر کال په پرتله په خیبرپښتونخواو کې په ترهکرۍ پیښو کې ډیروالی راغلی. په دغو پیښو کې د ترهګرو مالي ملاتړ، هغوی ته اسانتیاوې برابرول، تښتونې او هدفي وژنې شاملې دي.

د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د راپور له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په ۱۴سیمو کې د ترهګرۍ ۴۷۷ پېښې ثبت شوي دي.

دغه راپور وايي، په یاد ایالت کې د تښتونې ۷۸، د هدفي وژنو ۳۸ او د ترهګرۍ بریدونو ۲۲۹ پېښې ثبت شوې دي.

د ترهګرۍ پېښو د رامنځ ته کیدو له اړخه دیره اسماعیل خان د لیست په سر کې ځای لري. پېښور دويم، بنو درېيم او شمالي وزيرستان څلورم ښار دی چې د پاکستان په کچه تر ټولو ډیر ترهګریزې پیښې په کې کیږي.

په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو اته او په ديره اسماعيل خان کې اووه پېښې ثبت شوې دي. د دغه راپور له مخې، د ترهگرو د مالي ملاتړ کوونکو په ضد يوولس قضیې ثبت کړې شوي چې پکې څلور په مردان او دوه دوه په ديره اسماعيل خان او دير کې دي.

په دېره اسماعیل خان کې تر ټولو زیاتې پېښې شوې چې شمیر یې ۱۰۷ته رسیږي، ورپسې پېښور کې ۸۷ او بنو کې ۶۰ پېښې شوې دي.

عمران خان: پاکستان به د افغان طالبانو له ملاتړ پرته د ترهګرۍ ضد جګړه کې بریالی نه شي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۳۹ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندانه د پاکستان حکومت او پوځ ته په یو پیغام کې ویلي، چې اسلام اباد به د افغان طالبانو له ملاتړ پرته د ترهګرۍ ضد جګړه ونه ګټي.

عمران خان ویلي، پاکستان دې په عاجله توګه د افغان طالبانو له حکومت سره اړیکي ورغوي.

ښاغلي خان د جمعې په ورځ پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې د طالبانو د حکومت په وړاندې د شهباز شریف د حکومت پر تګلارې نیوکه کړې. هغه وویل، چې پر افغانستان د برید لپاره د پاکستان ګواښونه "احمقانه" دي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د عزم استحکام په نوم عملیات پیل کړي دي. عمران خان د دې عملیاتو مخالفت وکړ.

ښاغلي خان ویلي دي، چې د ترهګرۍ پر ضد د عزم استحکام په عملیاتو کې بریا د طالبانو د حکومت له ملاتړ پرته ممکنه نه ده.

هغه لیکلي: "تاسو د طالبانو پر ضد عملیات کوئ، هغوی تښتي او افغانستان ته ننوځي تر هغه چې له افغانستان ستاسو ملاتړ ونه شي، تاسو په دې عملیاتو کې بریالي کیدای نشئ."

د تحریک انصاف مشر د پاکستان د بهرنیو چارو پر پخواني وزیر بلاول بوټو او د بهرنیو چارو اوسني وزیر اسحاق ډار د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ته د نه سفر کولو له امله انتقاد وکړ.

عمران خان له واکه تر ګوښه کېدو وروسته شاوخوا یو کال کیږي چې په زندان کې دی. نوموړي په دغه پیغام کې د پاکستان پوځ د اډیاله زندان په چارو کې په لاسوهنې او د هغه پر ضد د دوسیو پر جوړولو تورن کړی او خبرداری یې ورکړی چې که پوځ له لاسوهنې ډډه ونه کړي نو د نه خوړو اعتصاب به وکړي.

د پاکستان پوځ او حکومت په دې وروستیو کې د اورپکو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د عزم استحکام په نوم عملیات پیل کړي. د پاکستان یو شمېر سیاسي څېرو او سیاسي ګوندونو له دغو عملیاتو سره مخالفت کړی دی.

د پاکستان د پوځ چارواکو د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې دغه انتقادونه د شخصي ګټو له امله بللي او د عزم استحکام عملیاتو پر عملي کولو یې ټینګار کړی.

طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې د عمران خان د صدراعظمۍ پر مهال په کابل کې واک تر لاسه کړ. ښاغلي خان او د هغه حکومت له طالبانو سره پراخې اړیکې درلودې او عمران خان په اسلام اباد کې له یو شمېر طالب مشرانو سره کتلي او د هغه د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر کړی و.

د عمران خان د واکمنۍ پر مهال، د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید لومړنی پاکستانی چارواکی و چې د جمهوریت د نسکورېدو په ورځ یې کابل ته سفر وکړ، چې د طالبانو ترمنځ اختلافونه کم کړي. د دغه سفر په ترڅ کې طالبانو خپله موقته کابینه اعلان کړه.

له واکه د عمران خان له لرې کېدو سره د پاکستان د استخباراتو مشر فیض حمید هم له دندې لیرې شو او د وخت په تېرېدو اړ شو چې تقاعد وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. د پاکستان اوسنی حکومت افغان طالبان په دې تورنوي چې پاکستاني طالبانو پټنځایونه ورکوي او له همدې امله له طالبانو سره سړې اړیکې لري.