• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زرګونه برېتانیایي وګړي له نوي لومړي وزیر څخه غواړي چې د غزې د اوربند لپاره هڅه وکړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۳۵ GMT+۱

په برېتانیا کې لسګونو زرو کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې ددې هېواد له نوي لومړي وزیر څخه وغوښتل، څو د غزې د اوربند لپاره هڅه وکړي. دغه لاریونونه تېره ورځ په لندن ښار کې د فلسطین په ملاتړ ترسره شول.

دا لاریونونه په داسې حال کې کیږي، چې د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې هم د لندن په مرکزي برخه کې د فلسطينيانو په ملاتړ يو تر ټولو لوی لاريون وشو، چې شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو په کې ګډون درلود.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په ځلونو د اسراییل پر ضد او د فلسطینیانو په ملاتړ پراخ لاریونونه شوي دي.
لاریونوال په غزه کې د جګړو د پایته رسېدو او د خپلواک فلسطین غوښتونکي دي.
دغه لاریون په داسې حال کې کېږي، چې د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې پر یوه ښوونځي چې فلسطیني کډوال په کې اوسیږي، د اسراییلي پوځ په برید کې لږ تر لږه «۱۶ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي» دي.
د اسراییل پوځ بیا ویلي دي، چې وسله والو دغه ځای د پټنځای په توګه کارولی دی.

د راپورونو له مخې، د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه څه باندې ۳۸ زره کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ټي ټي پي: په تېرو شپږو میاشتو کې مو په ۴۹۷ بریدونو کې ۴۸۳ پاکستاني نظامیان وژلي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۳۶ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني نظامیانو په ۴۹۷ برېدونو کې ۴۸۳ نظامیان وژلي، ۶۴۹ تنه یې ټپیان کړي او درې یې ژوندي نیولي.

پاکستاني طالبانو د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په دغه هیواد کې پر پاکستاني نظامیانو او استخباراتي کارمنانو ۴۹۷ بریدونه کړي.

د پاکستاني طالبانو خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې یې د پاکستاني ادارو ۶۰ کشفي کمرې، ۳۶ عرادې پوځي موټر او ۱۲ پوځي ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټي ټي پي په ملکنډ ډویژن کې ۳۶ په هزاره کې ۱ په ډېره اسماعیل خان کې ۱۸۴، په شمالي پنجاب کې ۱، کوهاټ کې ۱۵، په جنوبي پنجاب کې ۸، کراچۍ کې ۱،په کوټه کې ۱۳، په مکران کې ۱، بلوچستان کې ۱، ژوب کې ۲، بنو کې ۱۴۴، پېښور کې ۸۰ او مردان کې ۱۰ بریدونه کړي دي.

د ټي ټي پي په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د دغو جګړو پر مهال یې له پاکستاني نظامیانو څځه یو شمېر وسلې او ګرځنده ټیلیفونونه هم ترلاسه کړي دي.

د پاکستان امنیتي ادارو تر دې مهاله د ټي ټي پي د دغو شپږو میاشتو بریدونو د راپور په اړه څه نه دي ویلي، چې پاکستاني نظامیانو ته یې د ۱۱۳۲ تنو د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې.

د پاکستان حکومت او پوځي ادارې تل دعوه کوي چې د ټي ټي پي پټنځایونه په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو لپاره ځانونه چمتو کوي.

خو طالبانو د پاکستان دا ډول ادعاوې تل رد کړې دي او دغه موضوع یې د پاکستان کورنۍ موضوع بللې.

امریکا: د ایران ټاکنې «ازادې او عادلانه» نه وې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۴۹ GMT+۱

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ولسمشریزو ټاکنو کې د ایرانیانو پراخ نه ګډون ته په اشارې سره وویل، چې دا ټاکنې «ازادې او عادلانه» نه وې. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، «موږ هېڅ تمه نه لرو چې دا ټاکنې به په ایران کې د بنسټیزو بدلونونو او یا بشري حقونو ته د ډېر درناوي لامل شي.»

د اسوشیېټیډ پریس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: «د ایران سیاست د مذهبي رهبر له خوا ټاکل کیږی.»

د اسوشیېټیډ پریس د راپور له مخې پزشکیان په خپل ټاکنیز کمپاین کې د ایران په شیعه مذهبي حکومت کې د کوم بنسټیز بدلون ژمنه نه ده کړې او د ایران مشر علي خامنه ای له ډیرې مودې راهیسې د دغه هیواد د چارو اداره کوي.

پزشکیان له ټاکنو ګټلو مخکې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې وویل: «امریکا باید لومړی خپلې ټولې ژمنې پوره کړي چې موږ تړونونو او ژمنو ته راستانه شو.»

هندي پولیسو په ډیلي کې یو افغان د ۴۶۰ ګرامه هیروینو د قاچاق په تور نیولی دی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۲۶ GMT+۱

د هند په ګجرات ایالت کې د ترهګرۍ ضد پولیسو یو افغان په ډیلي کې د ۴۶۰ ګرامه هیروینو د قاچاق په تور نیولی دی. د پولیسو په وینا، دغه کس د نشه يي توکو د قاچاق د یوې نړیوالې شبکې غړی دی چې د سمندر له لارې یې ډیلي ته هیروین لېږدول.

هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې دا قضیه د یوې لویې شبکې سره تړاو لري چې په ۲۰۲۱ کې د جام نگر سره نږدې د سلایا بندر له لارې ۱۲۰ کیلو ګرامه هیرویین قاچاق کړي وو.

تر دې مخکې د هند د عوایدو د اطلاعاتو ریاست ویلي و چې په ممبۍ کې د افغانستان د پخوانۍ کونسلې ذکیه وردګ له خوا د ۲۵ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق په تړاو څلور زرګران نیول شوي دي.

ذکیه وردګ څو میاشتې وړاندې د ممبۍ په هوايي ډګر کې د ۲،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ کیلو ګرامه سره زرو د قاچاق په تور ونیول شوه.

د غزې روغتیا وزارت: د اسراییل په برید کې د پنځو فلسطیني خبریالانو په ګډون ۲۹ تنه ووژل شول

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۱۱ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۶مه) وویل، چې په یوه ورځ کې پنځه تنه فلسطیني خبریالان د غزې د تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.

د غزې د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې ۱۵۸ خبریالان وژل شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو دفتر وايي، چې اسراییلي پوځ د جګړې له پیل راهیسې په قصدي توګه فلسطینی خبریالان په نښه کړي دي. د دغه بنسټ په وینا، اسراییل هڅه کوي چې په غزه کې د خبریالانو په نښه کولو سره خپل جنګي «جنایتونه» پټ کړي. دغه ادارې ویلي،‌ چې په وروستیو بریدونو کې د خبریالانو ترڅنګ، ۲۴ نور کسان هم وژل شوي دي.

په فلسطین کې د ملګرو ملتونو د بې ځایه شویو د ادارې مشر، فیلیپ لازاریني وویل، چې د ملکي خلکو د ډله ییزې بې ځایه کیدو «دایمي دوره» او د خلکو "د بقا حالت" او "مایوسي" باید پای ته ورسول شي.

د خبریالانو د خوندیتوب د نړۍوالې کمېټې د معلوماتو او شمېرو له مخې، د غزې جګړه د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ جګړه بلل شوې ده. دغه اداره په ټوله نړۍ کې د خبریالانو د وژنې اسناد ثبتوي.

تر دې مخکې په واشنګټن کې د خبریالانو یوې نړۍوالې ادارې هم ویلي و، چې په تېرو ۳۰ کلونو کې غزه کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه تر ټولو لوړه ده. دغه سازمان له اسراییل غوښتي چې د خبریالانو وژنه ودروي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې تر ۳۸ زرو ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د ایران نوی منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان څوک دی؟

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د ایران منتخب ولسمشر، منځلاری مسعود پزشکیان، د میلیونونو ایرانیانو هیلې له ځانه سره لري او هغه دا چې په ټولنیزو ازادیو باید لږ محدودیتونه وي او بهرنۍ تګلار باید د نړۍ په اوسنیو واقعیتونو ولاړه وي.

شنونکي وايي، پزشکیان، چې د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې سخت دریځي سعید جلیلي ته ماتې ورکړه، هغه څوک دی چې ممکن د نړۍ قدرتونه یې هرکلی وکړي.
دغه شنونکي هیله لري چې هغه به له نړۍ سره د تعامل په اړه د خپل په بیړه پر مخ تلونکي اټومي پروګرام په اړه سوله ییزې لارې چارې تعقیب کړي.

پزیشکیان وکولای شو د ښاري متوسطې طبقې او ځوانانو رایې ترلاسه کړي، هغه ډله چې له کلونو کلونو امنیتي او استخباراتی څارنو له امله په پراخه کچه نا امیده شوې وه.

پزشکیان چې د زړه د ناروغۍ ۶۹ کلن ډاکټر دی، ژمنه یې کړې چې یوه عملي بهرنۍ پالیسي به پر مخ وړي، د سترو قدرتونو سره دریدلې اټومې خبرې به بیا راژوندۍ کړي او د سیاسي تنوع او ټولنیزو ازادیو لپاره به زمینه مساعده کړي.

د ایران د دوه ګوني نظام د مذهبي او جمهوري واکمنۍ لاندې، ولسمشر نشي کولی د ایران د اټومي پروګرام یا په منځني ختیځ کې د ملیشه ډلو د ملاتړ په اړه کومه لویه پالیسي بدله کړي، ځکه چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای د مهمو دولتي مسلو په اړه ټولې پریکې پخپله کوي.

خو بیا هم ولسمشر کولی شي د ایران د پالیسۍ په څرنګوالي کې اغیز ولري او د خامنه یي د ځای ناستي په ټاکلو کې به له نږدې دخیل وي. خامنه یي اوس ۸۵ کلن دی.

پزشکیان د ایران مذهبي واکمنۍ ته وفاداره دی او د ځواکمنو امنیتي مشرانو او مذهبي واکمنانو سره د مقابلې اراده نه لري.
په ټلویزیوني مناظرو او مرکو کې یې ژمنه کړې چې د خامنه یي له پالیسیو سره به مقابله نه کوي.

پزشکیان رای ورکوونکو ته په یو ویډیويي پیغام کې وویل: "که د هڅو سربیره، د خپلو کمپایني ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلم، نو سیاسي فعالیت سره به مخه ښه وکړم. دا هیڅ مانا نه لري چې خپل وخت ضایع کړم خو د خپلو خلکو خدمت ونشم کړای" .

د پخواني ولسمشر محمد خاتمي په مشرۍ د اصلاح غوښتونکو ډلې د مۍ په میاشت کې د هلیکوپترې د غورځیدو په پیښه کې د سخت دریځه ولسمشر ابراهیم رییسي له مړینې وروسته په ټاکنو کې د پزشکیان ملاتړ وکړ.

د پزشکیان نظر د رییسي له نظر سره توپیر لري، رییسي چې د خامنه یي له سرسخته پیروانو څخه و، د ښځو د جامو په اړه یې قوانین په جدي توګه پلي کول او د اټومي تړون د بیا راژوندي کولو لپاره یې له سترو قدرتونو سره په خبرو اترو کې سخت دریځ غوره کړی و.

په ۲۰۱۸ کې، د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه تړون لغوه کړ او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول.
د هغه اقدام تهران دې ته وهڅوه چې په تدریجي ډول د تړون له اټومي حدودو څخه سرغړونه وکړي.


د پزشکیان نظر د رییسي له نظر سره توپیر لري، رییسي چې د خامنه یي له سرسخته پیروانو څخه و، د ښځو د جامو په اړه یې قوانین په جدي توګه پلي کول او د اټومي تړون د بیا راژوندي کولو لپاره یې له سترو قدرتونو سره په خبرو اترو کې سخت دریځ غوره کړی و.


په ۲۰۱۸ کې، د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه تړون لغوه کړ او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول.
د هغه اقدام تهران دې ته وهڅوه چې په تدریجي ډول د تړون له اټومي حدودو څخه سرغړونه وکړي.