• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې روغتیا وزارت: د اسراییل په برید کې د پنځو فلسطیني خبریالانو په ګډون ۲۹ تنه ووژل شول

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۱۱ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۶مه) وویل، چې په یوه ورځ کې پنځه تنه فلسطیني خبریالان د غزې د تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.

د غزې د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې ۱۵۸ خبریالان وژل شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو دفتر وايي، چې اسراییلي پوځ د جګړې له پیل راهیسې په قصدي توګه فلسطینی خبریالان په نښه کړي دي. د دغه بنسټ په وینا، اسراییل هڅه کوي چې په غزه کې د خبریالانو په نښه کولو سره خپل جنګي «جنایتونه» پټ کړي. دغه ادارې ویلي،‌ چې په وروستیو بریدونو کې د خبریالانو ترڅنګ، ۲۴ نور کسان هم وژل شوي دي.

په فلسطین کې د ملګرو ملتونو د بې ځایه شویو د ادارې مشر، فیلیپ لازاریني وویل، چې د ملکي خلکو د ډله ییزې بې ځایه کیدو «دایمي دوره» او د خلکو "د بقا حالت" او "مایوسي" باید پای ته ورسول شي.

د خبریالانو د خوندیتوب د نړۍوالې کمېټې د معلوماتو او شمېرو له مخې، د غزې جګړه د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ جګړه بلل شوې ده. دغه اداره په ټوله نړۍ کې د خبریالانو د وژنې اسناد ثبتوي.

تر دې مخکې په واشنګټن کې د خبریالانو یوې نړۍوالې ادارې هم ویلي و، چې په تېرو ۳۰ کلونو کې غزه کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه تر ټولو لوړه ده. دغه سازمان له اسراییل غوښتي چې د خبریالانو وژنه ودروي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې تر ۳۸ زرو ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ایران نوی منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان څوک دی؟

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د ایران منتخب ولسمشر، منځلاری مسعود پزشکیان، د میلیونونو ایرانیانو هیلې له ځانه سره لري او هغه دا چې په ټولنیزو ازادیو باید لږ محدودیتونه وي او بهرنۍ تګلار باید د نړۍ په اوسنیو واقعیتونو ولاړه وي.

شنونکي وايي، پزشکیان، چې د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې سخت دریځي سعید جلیلي ته ماتې ورکړه، هغه څوک دی چې ممکن د نړۍ قدرتونه یې هرکلی وکړي.
دغه شنونکي هیله لري چې هغه به له نړۍ سره د تعامل په اړه د خپل په بیړه پر مخ تلونکي اټومي پروګرام په اړه سوله ییزې لارې چارې تعقیب کړي.

پزیشکیان وکولای شو د ښاري متوسطې طبقې او ځوانانو رایې ترلاسه کړي، هغه ډله چې له کلونو کلونو امنیتي او استخباراتی څارنو له امله په پراخه کچه نا امیده شوې وه.

پزشکیان چې د زړه د ناروغۍ ۶۹ کلن ډاکټر دی، ژمنه یې کړې چې یوه عملي بهرنۍ پالیسي به پر مخ وړي، د سترو قدرتونو سره دریدلې اټومې خبرې به بیا راژوندۍ کړي او د سیاسي تنوع او ټولنیزو ازادیو لپاره به زمینه مساعده کړي.

د ایران د دوه ګوني نظام د مذهبي او جمهوري واکمنۍ لاندې، ولسمشر نشي کولی د ایران د اټومي پروګرام یا په منځني ختیځ کې د ملیشه ډلو د ملاتړ په اړه کومه لویه پالیسي بدله کړي، ځکه چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای د مهمو دولتي مسلو په اړه ټولې پریکې پخپله کوي.

خو بیا هم ولسمشر کولی شي د ایران د پالیسۍ په څرنګوالي کې اغیز ولري او د خامنه یي د ځای ناستي په ټاکلو کې به له نږدې دخیل وي. خامنه یي اوس ۸۵ کلن دی.

پزشکیان د ایران مذهبي واکمنۍ ته وفاداره دی او د ځواکمنو امنیتي مشرانو او مذهبي واکمنانو سره د مقابلې اراده نه لري.
په ټلویزیوني مناظرو او مرکو کې یې ژمنه کړې چې د خامنه یي له پالیسیو سره به مقابله نه کوي.

پزشکیان رای ورکوونکو ته په یو ویډیويي پیغام کې وویل: "که د هڅو سربیره، د خپلو کمپایني ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلم، نو سیاسي فعالیت سره به مخه ښه وکړم. دا هیڅ مانا نه لري چې خپل وخت ضایع کړم خو د خپلو خلکو خدمت ونشم کړای" .

د پخواني ولسمشر محمد خاتمي په مشرۍ د اصلاح غوښتونکو ډلې د مۍ په میاشت کې د هلیکوپترې د غورځیدو په پیښه کې د سخت دریځه ولسمشر ابراهیم رییسي له مړینې وروسته په ټاکنو کې د پزشکیان ملاتړ وکړ.

د پزشکیان نظر د رییسي له نظر سره توپیر لري، رییسي چې د خامنه یي له سرسخته پیروانو څخه و، د ښځو د جامو په اړه یې قوانین په جدي توګه پلي کول او د اټومي تړون د بیا راژوندي کولو لپاره یې له سترو قدرتونو سره په خبرو اترو کې سخت دریځ غوره کړی و.

په ۲۰۱۸ کې، د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه تړون لغوه کړ او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول.
د هغه اقدام تهران دې ته وهڅوه چې په تدریجي ډول د تړون له اټومي حدودو څخه سرغړونه وکړي.


د پزشکیان نظر د رییسي له نظر سره توپیر لري، رییسي چې د خامنه یي له سرسخته پیروانو څخه و، د ښځو د جامو په اړه یې قوانین په جدي توګه پلي کول او د اټومي تړون د بیا راژوندي کولو لپاره یې له سترو قدرتونو سره په خبرو اترو کې سخت دریځ غوره کړی و.


په ۲۰۱۸ کې، د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه تړون لغوه کړ او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول.
د هغه اقدام تهران دې ته وهڅوه چې په تدریجي ډول د تړون له اټومي حدودو څخه سرغړونه وکړي.

ترکيې له داعش سره د همکارۍ په شک ۴۵ کسان نیولي دي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۳۱ GMT+۱

ترکی رسنیو ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو له داعش سره د همکارۍ په شک ۴۵ کسان پېژندلي او نیولي دي. د راپورونو له مخې، دغه کسان د «بوزدوغان ۴۸» په نوم عملیاتو کې نیول شوي، چې په یو وخت د ترکیې په ۱۶ ولایتونو کې وشول.

ترک رسنیو نن په خپل راپور کې ویلي، چې د دغو عملیاتو تر ټولو لوی عملیات په انقره، انتالیا، استانبول، ازمیر، کلیس، شانلورفه او ایدین کې شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، د هغو ډلو او کسانو د پېژندلو لپاره به عملیات دوام ولري چې له داعش سره تړاو لري.

په وروستیو میاشتو کې ترکیې لسګونه کسان د داعش ډلې د غړیتوب په تور نیولي دي.

په دې وروستیو کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې په تېر کال کې له داعش سره د همکارۍ په تور تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي او ۵۰۶ نور تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

هند کې د کماله هریس د نیکونو د کلي اوسېدونکي تمه لري چې نوموړې د بایډن ځایناستې شي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۱۶ GMT+۱

له واشنګټن څخه په زرګونه کیلومتره لرې د هند په سویل کې د یوه کوچني کلي خلک تمه لري، چې د امریکا د ولسمشر مرستیاله کماله هریس به د جوبایډن پر ځای له ډونالډ ټرمپ سره سیالي وکړي. د هريس نيکه څه دپاسه يوه پيړۍ مخکې د هند د تامل ناډو ايالت په تلاسندرپورم کلي کې زېږېدلی و.

په ۲۰۲۱ کې د دې کلي اوسیدونکو د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشر په توګه د کماله هريس د راتګ جشن د خوږو په ویشلو، اورلوبو او د هغې په سینګار شويو تصویري پوسټرونو نصبولو سره ولمانځه.

د راپورونو له مخي، که جوبايډن له ټاکنيزو لیکو ووځي، کماله به د جوبايډن د ځای ناستي لپاره یو له اصلي انتخاب څخه وي، د دغه کلي اوسېدونکي اوس تمه لري، چې هيلې به يې پوره شي.

د رویټرز په وینا، دوی د ټولنیزو رسنیو او تلویزیوني چینلونو څخه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په اړه راپورونه په احتیاط سره تعقیبوي.

د راپورونو له مخې کله چې هريس پنځه کلنه وه، تولاسندراپورم ته ولاړه او د خپل نيکه سره یې ولیده، په داسي حال کې، چې هغه د مرستيال ولسمشر په توګه د خپلي دندې پر مهال خپل پلرني کلي ته نه ده تللې.

د اغلي هريس مور هندۍ او پلار یې جامیکايي دی، نوموړې په امريکا زېږېدلې ده.

تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې که جوبایډن د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو څخه وځي کماله هريس یو له مهمو انتخابونو څخه وي.

دا راپور وروسته له هغه خپور شو، چې د ډونالډ ټرمپ سره په مناظره کې د جو بایډن فعالیت په ټاکنو کې د سیالۍ لپاره د اوسني ولسمشر د عمر او وړتیا په اړه د ډیموکراتانو اندیښنې راپورته کړې.

په ورته وخت کې په تیرو څو ورځو کې د امریکا دیموکراتیک ولسمشر ویلي، چې د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې به له سیالۍ څخه تېر نه شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر: منتخب ولسمشر باید د خامنه ای د سیاستونو په چوکاټ کې عمل وکړي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۱۲ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) وویل، چې منتخب ولسمشر باید د اسلامي جمهوریت د رهبر د سیاستونو په چوکاټ کې عمل وکړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، احمد وحیدي وویل، چې منتخب کس د ټولو ولسمشر دی او باید د ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته د حساسیتونو له رامنځته کېدو ډډه وکړي.

د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایې چونې وخت یو ځل بیا پر ځایي وخت د شپې تر لس بجو وغځول شو.

تر دې مخکې د رای ورکولو وخت په ځايي وخت د شپې تر ۸بجو پورې غځول شوی و.

د ایران د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو د رای ورکولو بهیر د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۱۵مه نېټه پیل شو.

د رایې اچونې په دې پړاو کې د ایران د ولسمشر د څوکۍ لپاره مسعود پزشکیان او سعید جلیلي سیالي کوي.

رشي سونک په ټاکنو کې له ماتې وروسته د محافظه کار ګوند له مشرۍ استعفا وکړه

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۴۵ GMT+۱

د محافظه کار ګوند لپاره له یوې بدې شپې وروسته ، رشي سونک وویل، چې هغه د ګوند له مشرۍ استعفا کوي. د جمعې په ورځ په ډاونینګ سټریټ کې ښاغلي سونک د بریتانیا له خلکو بښنه وغوښته او ویې ویل، "زه ستاسو په غوسه پوهیږم."

ښاغلي سونک وویل: "ما خپله هڅه وکړه، مګر تاسو یو روښانه سیګنال لیږلی چې د بریتانیا حکومت بدلون ته اړتیا لري."

هغه زیاته کړه چې "ما ستاسو غوسه، ستاسو انامیدي اوریدلې ده او زه د دې زیان مسولیت په غاړه اخلم."

د محافظه کار ګوند مشر کییر سټارمر به د رشي سوناک له استعفا وروسته له پاچا سره تر لیدو وروسته د بریتانیا نوی لومړی وزیر شي.

کارګر ګوند د بریتانیا عمومي ټاکنې په پرېکند ډول وګټلې او د محافظه کار ګوند ۱۴ کلنه واکمني یې پای ته ورسوله.