د ایران د کورنیو چارو وزیر: منتخب ولسمشر باید د خامنه ای د سیاستونو په چوکاټ کې عمل وکړي

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) وویل، چې منتخب ولسمشر باید د اسلامي جمهوریت د رهبر د سیاستونو په چوکاټ کې عمل وکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) وویل، چې منتخب ولسمشر باید د اسلامي جمهوریت د رهبر د سیاستونو په چوکاټ کې عمل وکړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، احمد وحیدي وویل، چې منتخب کس د ټولو ولسمشر دی او باید د ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته د حساسیتونو له رامنځته کېدو ډډه وکړي.
د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایې چونې وخت یو ځل بیا پر ځایي وخت د شپې تر لس بجو وغځول شو.
تر دې مخکې د رای ورکولو وخت په ځايي وخت د شپې تر ۸بجو پورې غځول شوی و.
د ایران د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو د رای ورکولو بهیر د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۱۵مه نېټه پیل شو.
د رایې اچونې په دې پړاو کې د ایران د ولسمشر د څوکۍ لپاره مسعود پزشکیان او سعید جلیلي سیالي کوي.


د محافظه کار ګوند لپاره له یوې بدې شپې وروسته ، رشي سونک وویل، چې هغه د ګوند له مشرۍ استعفا کوي. د جمعې په ورځ په ډاونینګ سټریټ کې ښاغلي سونک د بریتانیا له خلکو بښنه وغوښته او ویې ویل، "زه ستاسو په غوسه پوهیږم."
ښاغلي سونک وویل: "ما خپله هڅه وکړه، مګر تاسو یو روښانه سیګنال لیږلی چې د بریتانیا حکومت بدلون ته اړتیا لري."
هغه زیاته کړه چې "ما ستاسو غوسه، ستاسو انامیدي اوریدلې ده او زه د دې زیان مسولیت په غاړه اخلم."
د محافظه کار ګوند مشر کییر سټارمر به د رشي سوناک له استعفا وروسته له پاچا سره تر لیدو وروسته د بریتانیا نوی لومړی وزیر شي.
کارګر ګوند د بریتانیا عمومي ټاکنې په پرېکند ډول وګټلې او د محافظه کار ګوند ۱۴ کلنه واکمني یې پای ته ورسوله.

د تېر جون میاشتې په ۲۲ په اسلام اباد کې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د «Apex Committee» یا د لوړپوړې کمیټې غونډه دایره شوه، چې پرڅو وزیرانو او ملکي بیوراکراتانو سربیره یو شمیر جنرالانو هم پکې ګډون کړی و.
له غونډې نه وروسته د وزیراعظم د دفتر بیان کې د پاکستان حکومت په هیواد کې د مخ په زیاتبدونکې ترهګرۍ په ضد د عزم استحکام په نوم نوي پوځي عملیات اعلان کړل.
دا خبره څرګنده ده چې دغه عملیات به پښتونخوا کې کیږی، چې د ټيټي پي جنګیالیو په کال ۲۰۲۳ کې دوه نیم ذره شاوخوا حملې کړې وې او یا به هم پوځيعملیات په بلوچستان کې کیږي، ځکه چې هلته له بلوچ ملتپالو جنګیالیو سره د پاکستان د پوځ جنګ روان دی.
پاکستان کې عجیبه خبره دا ده چې هسې خو د اساسی قانون سره سم مرکزي، ایالتي او محلي حکومتونه شته، خو چې کله خبره دغسې اساسي او حساسو تصمیمونو ته راشي، نو بیا فیصلې په پارلمان یا په کابینه کې نه کیږي، بلکې جنرالان فیصله کوي او حکومتونه بغیر د کوم چون یا چرا نهد دغو تصمیمونو په منلو مجبور وي.
دغه تش په نوم لوړپوړې کمیټه په اساسي قانون کې ذکر شوی اورګان یا موسسه نه ده. دا تشه د حکومت د ملکي او نظاميڅانګو کې د هم هنګۍ راوستو یوه عادي کمیټه ده، نو د پوځي عملیاتو فیصله د دغې عادي کمیټې تر پردې لاندې جنرالانو وکړه او کابینه او پارلمان به صرف په دې ګوته لګوي.
د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو په باره کې د بیان له مخې، په پاکستان کې د چینایانو د ژغورنې لپاره د لازمو ترتیباتو نیولو اراده هم څرګنده شوې ده.
داسې ښکاري چې تیره میاشت چې وزیراعظم شهبازشریف او د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د چین په سفر تللی وو، نو هلته د چینايي دولت او حکومت مشرتابه پاکستان کې د ترهګرو په بریدونو کې د چینايي اتباعو په وژل کیدو خواشیني او تشویش څرګند کړی واو د پاکستان حکومت نه یې د دغو بریدونو د مخنیويلپاره د اغیزمنو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان په مرکزي حکومت او پنجاب، سند او بلوچستانکې واکمن ګوندونه لکه مسلم لیګ، پیپلز پارټي او متحده قومي مومنټ د عزم استحکام عملیات تاییدوي، خو په پښتونخوا کې د سیاسيګوندونو او خلکو مطلق اکثریت د دغو عملیاتو مخالفت کړی دی.
په دې کې په پښتونخوا کې واکمن ګوند پی ټی ای،مخالف ګوندونه لکه جمیعت العلمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند، پي ټي ایم، این ډي ایم، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټي شاملې دي. البته د پوځي عملیاتو په مخالفت کې د دغو ګوندونو انګیزې د یوه بل نه مختلفې دي.
که څه هم مرکزي حکومت وايي چې د پښتونخوا د صوبايي حکومت وزیر علي امین ګنډاپور، چې د عمران خان د پي ټي ای ګوند غړی دی، هم د لوړپوړې کمیټې په غونډه کې ناست و او د عزم استحکام د عملیاتو د تصمیم مرسته یې کړې وه، خو علي امین ګنډه پور د راولپنډۍ په محبس کې د عمران خان سره لیدلو نه وروسته وویل چې عمران خان هغه ته د دې پوځي عملیاتو د مخالفت لارښودنه کړې ده.

عمران خان او د هغه ګوند تل له ټي ټي پي سره ښې اړیکې لرلې او د هغوی په ضد یې د پوځي عملیاتو مخالفت همیش کړی دی.
په ۲۰۱۴ کې چې کله ټي ټي پي د پاکستان حکومت سره خبرو لپاره خپل نمایندکان ټاکلي وو، نو په هغو کې یې پر ځینی ملایانو سربیره د عمران خان نوم هم د خپل نماینده په توګه اعلان کړی و.
ځینې سیاسي شنونکي په دې نظر دي چې طالبان او د عمران خان ګوند دواړه د پوځ پروژې دي، یوه څانګه یې نظامي چارې پرمخ بیايي او بله څانګه یې د سیاسي چارو مسولیت په غاړه لري.
مولانا فضل الرحمان او د هغه ګوند جمیعت العلمای اسلام ځکه د عزم استحکام د عملیاتو مخالفت کوي چې هغه د پاکستان په پوځ د فرورۍ په اتمه ټول ټاکنو کې د درغلۍ تور پورې کوي او وايي چې په پښتونخوا کې د پي ټي ای واکمني د پوځ د درغلۍ په نتیجه کې منځ ته راغلې ده.
فضل الرحمان دغه عملیات عزم عدم استحکام بللي او وايي، چې د پخوانو پوځي عملیاتو غوندې به د دغو عملیاتو په نتیجه کې ترهګري خو له منځه ولاړه نه شي، بلکې په پښتونخوا کې به بې ثباتي لا پسې زیاته شي.
فضل الرحمان د جنرالانو څخه دا ګیله هم لري چې د هغه د ګوند غړي د داعش له خوا شویو بریدونو کې له منځه وړل کیږي، خو حکومت د دوی په ژغورنه کې پاتې راغلی دی.

د پښتونخوا ملتپال تل د پاکستان په دولت تور پورې کوي چې هغه د ابر قدرتونو نه پیسې لاس ته راوړلو لپاره د افغان/پښتون په خاوره او وینه نیابتي جګړې کوي او دا هم چې د خپل د هویت د بحران له ویرې افغانستان کې جنګونو ته لمن وهي ترڅو چې افغانستان مضبوط نه شي.
خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د پښتونخوا ولس د پاکستان د حکومت له خوا د ترهګرو د پاللو او میشته کولو په ضد خورا ډیرې مظاهرې او لاریونونه کړي وو.
ولس د ترهګرو او د پوځ د عملیاتو دواړوپه ضد شعارونه ورکول. پښتونخوا کې په تیرو دوه نیمو لسیزو کې د پاکستان حکومت طالبان او د نړۍ د نورو سیمو نه راغلي ترهګر پهافغانستان کې جګړې لپاره پښتونخوا کې میشت کړي وو.
کله کله به یې د نړیوالو سترګو ته د خټې اچولو په موخه د ترهګرو په ضد تش په نوم پوځي عملیات و کړل چې په حقیقت کې به دوی عام پښتون ولس قتلاوه، د هغوی کورونه به یې ورانول او هغوی به یې په کډه کولو او بې کوره کیدو مجبورول او بیا به یې په میډیا کې په دغو مظلومو خلکو د ترهګرۍ تور هم پورې کاوه.
د پښتونخوا خلک اندیښمن دي چې پاکستاني جنرالان به یو ځل بیا د ترهګرۍ په ضد په یوه نوې جګړه کې د ډالرو په بدل کې د پخوا غوندې د دوی وینه خرڅه کړي او د دوی کورونه به تالا ترغه کړي.

پښتون ولس وايي چې د ۲۰۱۴ د ضرب عضب په نوم عملیاتو کې د پښتنو ورانو کورونو کې یو شمیر کورونه لا جوړ شوي نه دي او ځینې بې کوره شوي خلک لا بیرته ستانه شوي همنه دي، خو پاکستانی جنرالان د ابر قدرتونو تر منځه د محلی قراردادیانو په توګه د نیابتي جنګ اور د افغان/پښتون په کور کې بیا تودوي.
هغوی پوښتنه کوي چې پاکستاني جنرالان څنګه د ډیورنډ په کرښه د ترهګرو د تګ راتګ مخه نه شي نیولي خو په چمن، غلام خان، انګور اډه ، خرلاڅي او په سوونو نورو ځایونو کې دپښتنو د پیړیو په تګ راتګ او محلي تجارت باندې ناروا بندیزونه لګوي ؟
د پښتون ولس پیشنهاد دادی چې پاکستاني جنرالان دې په خپل ملک کې اول د افراطګرۍ او ترهګرۍ فابریکې وتړي، تر هغه وروسته دې بیا د ترهګرۍ د مخ نیوي خبرې کوي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د نتنیاهو په د دفتر کې یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به د پنجشنبې په ماښام خپله امنیتي کابینه را وغواړي چې په غزه کې د احتمالي اوربند په اړه د حماس د نوي دریځ په اړه بحث وکړي.
سرچینې وویل، چې مخکې له دې چې کابینه غونډه وکړي نتنیاهو به د اوربند د خبرو اترو لپاره له ټاکل شوي ټیم سره سلا مشورې وکړي.
ټاکل شوې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ د اوربند په اړه له نتنیاهو سره خبرې وکړي.
اسراییل د چهارشنبه په ورځ د هغه وړاندیز په اړه د حماس ځواب تر لاسه کړ چې د می میاشتې په پای کې د بایډن له خوا خپور شو و او په کې د شاوخوا ۱۲۰ یرغمل شویو خوشې کول او غزه کې اوربند شامل وي.
د منځګړیتوب هڅو کې ښکیل یو فلسطیني چارواکي رویټرز ته ویلي، چې حماس د ځینو مادو په اړه انعطاف ښودلی او دا په دې معنا ده چې د اسراییل د موافقې په صورت کې به د اوربند لپاره یوه موافقعه رامنځ ته شي.
د حماس دوو چارواکو سمدستي په دې اړه له تبصرې ډډه کړې ده.
حماس ویلي، چې هر ډول تړون باید جګړه پای ته ورسوي او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو د بشپړ وتلو سبب شي.
اسراييل وايي؛ تر هغه چې حماس له منځه نه وي تللى په جګړه کې به يوازې لنډمهاله اوربند سره موافقه وکړي.
د اوربند په دې پلان کې په تدریجي ډول په غزه کې د اسراییلي یرغمل شویو خوشې کول او په لومړیو دوو مرحلو کې د اسراییلي ځواکونو وتل او د فلسطیني بندیانو خوشې کول شامل دي.
په دریم پړاو کې د جنګ ځپلې سیمې بیارغونه او د وژل شویو یرغمل شویو د جنازو انتقال شامل دي.

کاناډا د لومړي ځل لپاره یوه ښځینه قوماندانه چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، د دغه هېواد د پوځ د مشرې په توګه معرفي کړه.
جنرال جني کاریګنان چې پخوا د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د جنسیتي تبعیض او ناوړه چلند مسووله وه، ټاکل شوې چې د جولای په ۱۸مه خپله نوې دنده پیل کړي.
پوځي انجینره کاریګنان د خپل ۳۵ کلن پوځي خدمت په لړ کې په افغانستان، عراق، سوریه، بوسنیا او هرزیګوینا کې د کاناډايي ځواکونو قوماندانه وه.
دې مقام ته د هغې ګمارنه د کاناډا د لومړي وزیر جسټین ټروډو د هڅو وروسته، چې غواړي مېرمنې هېواد کې په لوړو دندو وګماري ترسره کیږي.
ټروډو، یو مشهور فیمینیسټ چې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۴مه نېټه د کاناډا لومړی وزیر شو، هغه سیاستونه یې تعقیب کړل چې جنسیتي برابرۍ ته وده ورکوي.
هغه په ۲۰۱۸ کال کې برنډا لوکي د کاناډا د فدرالي پولیسو د لومړۍ ښځینه مشرې په توګه وټاکله. همدا راز هغه یوه هندۍ هم د دفاع وزیره وټاکله.

څو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې که جوبایډن د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو لاس په سر شي، د هغه مرستیاله کامالا هریس د هغه پر ځای یو له مهمو انتخابونو څخه ده.
د بایډن زیات عمر په ټاکنو کې یوه ننګونکې مساله ده او رایه ورکوونکي د هغه په کړنلاره باندې د اغیزې په اړه اندېښمن دي.
د جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ سره ټاکنیزې مناظره کې د بایډن له ضعیف ګډون وروسته، له بایډن څخه له ولسمشریزو ټاکنو څخه د وتلو غوښتنې مطرح شوي دي.
د بایډن په کمپاین کې اوو لوړ پوړو سرچینو ، سپینې ماڼۍ او دموکرات ګوند ملي کمیټې رویټرز ته وویل، چې د هریس سربیره ، یو شمیر با نفوذه دیموکرات شخصیتونو، د کالیفورنیا ، میشیګان او پنسلوانیا ایالتونو د واليانو ملاټړ کړی چې د بایډن ځای ناستي شي.
سرچینو ټینګار وکړ، چې د هریس له پامه غورځول تقریبا ناممکنه ده. د دوی په وینا ۵۹کلنه هریس د ډیموکراټانو په منځ کې د بایډن پر ځای تر ټولو زړه راښکونکی څهره ده.
د هریس دفتر دا راپورونه رد کړل او ویې ویل، چې هغه لیواله ده چې د بایډن تر څنګ د بلې دورې لپاره هم د ولسمشر د مرستیالې په توګه دنده ترسره کړي.
همدا راز، د سپینې ماڼۍ ویاند ټینګار وکړ، چې بایډن له ټرمپ سره د "بدې مناظرې" له امله اراده نه لري چې د ټاکنیز کمپاین څخه ووځي.
د متحده ایالاتو ولسمشر پرون اعتراف وکړ، چې هغه د تېرې اونۍ په مناظره کې د هغه د ټاکنیز سیال ډونالډ ټرمپ پر وړاندې ضعیفه و.
جو بایډن په مناظره کې د ضعیف والي علت الوتکه کې پر له پسې سفرونو ستړیا یاده کړه وې ویل: «نژدې وه مناظره کې مې خوب یوسي.»
سره له دې چې د ولسمشر د مرستیالې په توګه د هریس په کړنو نیوکې شوي خو، د رویټرز نوې نظرپوښتنه ښیي چې هغه د رایې ورکوونکو په منځ کې له ټرمپ څخه په محبوبیت کې کمه نه ده. داد په داسې حال کې ده چې د څو ټول پوښتنو له مخکې د بایډن محبوبیت د هغه د جمهوري غوښتونکي سیال په پرتله کم شوی دی.