د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د کاناډا د پوځ مشره شوه

کاناډا د لومړي ځل لپاره یوه ښځینه قوماندانه چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، د دغه هېواد د پوځ د مشرې په توګه معرفي کړه.

کاناډا د لومړي ځل لپاره یوه ښځینه قوماندانه چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، د دغه هېواد د پوځ د مشرې په توګه معرفي کړه.
جنرال جني کاریګنان چې پخوا د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د جنسیتي تبعیض او ناوړه چلند مسووله وه، ټاکل شوې چې د جولای په ۱۸مه خپله نوې دنده پیل کړي.
پوځي انجینره کاریګنان د خپل ۳۵ کلن پوځي خدمت په لړ کې په افغانستان، عراق، سوریه، بوسنیا او هرزیګوینا کې د کاناډايي ځواکونو قوماندانه وه.
دې مقام ته د هغې ګمارنه د کاناډا د لومړي وزیر جسټین ټروډو د هڅو وروسته، چې غواړي مېرمنې هېواد کې په لوړو دندو وګماري ترسره کیږي.
ټروډو، یو مشهور فیمینیسټ چې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۴مه نېټه د کاناډا لومړی وزیر شو، هغه سیاستونه یې تعقیب کړل چې جنسیتي برابرۍ ته وده ورکوي.
هغه په ۲۰۱۸ کال کې برنډا لوکي د کاناډا د فدرالي پولیسو د لومړۍ ښځینه مشرې په توګه وټاکله. همدا راز هغه یوه هندۍ هم د دفاع وزیره وټاکله.


څو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې که جوبایډن د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو لاس په سر شي، د هغه مرستیاله کامالا هریس د هغه پر ځای یو له مهمو انتخابونو څخه ده.
د بایډن زیات عمر په ټاکنو کې یوه ننګونکې مساله ده او رایه ورکوونکي د هغه په کړنلاره باندې د اغیزې په اړه اندېښمن دي.
د جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ سره ټاکنیزې مناظره کې د بایډن له ضعیف ګډون وروسته، له بایډن څخه له ولسمشریزو ټاکنو څخه د وتلو غوښتنې مطرح شوي دي.
د بایډن په کمپاین کې اوو لوړ پوړو سرچینو ، سپینې ماڼۍ او دموکرات ګوند ملي کمیټې رویټرز ته وویل، چې د هریس سربیره ، یو شمیر با نفوذه دیموکرات شخصیتونو، د کالیفورنیا ، میشیګان او پنسلوانیا ایالتونو د واليانو ملاټړ کړی چې د بایډن ځای ناستي شي.
سرچینو ټینګار وکړ، چې د هریس له پامه غورځول تقریبا ناممکنه ده. د دوی په وینا ۵۹کلنه هریس د ډیموکراټانو په منځ کې د بایډن پر ځای تر ټولو زړه راښکونکی څهره ده.
د هریس دفتر دا راپورونه رد کړل او ویې ویل، چې هغه لیواله ده چې د بایډن تر څنګ د بلې دورې لپاره هم د ولسمشر د مرستیالې په توګه دنده ترسره کړي.
همدا راز، د سپینې ماڼۍ ویاند ټینګار وکړ، چې بایډن له ټرمپ سره د "بدې مناظرې" له امله اراده نه لري چې د ټاکنیز کمپاین څخه ووځي.
د متحده ایالاتو ولسمشر پرون اعتراف وکړ، چې هغه د تېرې اونۍ په مناظره کې د هغه د ټاکنیز سیال ډونالډ ټرمپ پر وړاندې ضعیفه و.
جو بایډن په مناظره کې د ضعیف والي علت الوتکه کې پر له پسې سفرونو ستړیا یاده کړه وې ویل: «نژدې وه مناظره کې مې خوب یوسي.»
سره له دې چې د ولسمشر د مرستیالې په توګه د هریس په کړنو نیوکې شوي خو، د رویټرز نوې نظرپوښتنه ښیي چې هغه د رایې ورکوونکو په منځ کې له ټرمپ څخه په محبوبیت کې کمه نه ده. داد په داسې حال کې ده چې د څو ټول پوښتنو له مخکې د بایډن محبوبیت د هغه د جمهوري غوښتونکي سیال په پرتله کم شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان وايي، چې په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت "ډېر مایوسوونکی" دی. دغه سازمان زیاته کړې، چې غربي هېوادونو ته د خبریالانو د لېږد بهیر درول شوی او دوی له اقتصادي ستونزو او د وېزو له ستونزې سره مخ دي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو هېوادونو کې له افغان خبریالانو سره له تماسونو پوه شوي، چې دوی له بې وزلۍ او بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ دغه اداره وايي، چې افغانستان ته د خبریالانو راتګ به "وژونکی" وي.
دغه سازمان پر هېوادونو، د رسنیو پر ملاتړو بنسټونو، د بشري حقونو او د کډوالۍ پر بنسټونو غږ کړی، چې په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو د مرستې لپاره اقدام وکړي.
په ۲۰۱۴ کال کې د کابل له سقوط وروسته ډېری افغان خبریالان پاکستان او ایران ته تللي او په دې هیله دي، چې هغو هېوادونو ته ولېږدول شي چې کډوال قبلوي.
تېره اونۍ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په ایران کې یو شمېر خبریالانو ویلي، چې تازه د فرانسې له خوا د دیارلسو افغان خبریالانو د کډوالۍ وېزې رد شوي دي.

د پاکستان دفاع وزیر وویل، چې د وسله والو پر ضد د نویو پوځي عملیاتو د یوې برخې په توګه به پاکستان په راتلونکي کې په افغانستان کې پر خپلو اهدافو بریدونه وکړي. خواجه اصف زیاته کړه، چې د هغو ډلو پر ضد به هوايي بریدونه وکړي چې په پاکستان کې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کوي.
د پاکستان لوړ پوړو چارواکو تر دې دمه د روان کال په مارچ میاشت کې په افغانستان کې دننه د داسې یوه برید پړه منلې ده.
طالبانو په افغانستان کې دغه بریدونه د هېواد له حاکمیته سرغړونه بللې ده.
خواجه اصف د بي بي سي اردو برخې ته چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه وویل: «دا ریښتیا ده چې موږ په افغانستان کې عملیات کړي دي او خپلو عملیاتو ته به دوام ورکړو. موږ دوی (طالبانو) ته د کیک او خواږو ښه راغلاست نه وایو. که دوی برید وکړي، موږ به هم برید وکړو.»
همدا راز، هغه د بریدونو د مشروعیت په اړه اندیښنې هم رد کړې او ویې ویل چې پاکستان به طالبان له خپلو بریدونو چې پر وسله والو لکه ټي ټي پي یې کوي خبر نه کړي.
د پاکستان د دفاع وزیر وویل: دا د حیرانتیا عنصر لرې کوي، ولې باید دوی ته ووایو چې چمتو اوسئ، موږ درځو؟»
تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر ګواښ کړی و چې د پاکستان د پوځ د نویو عملیاتو په چوکاټ کې چې د «عزم استحکام» په نوم یادیږي، د پاکستان له خاورې بهر د پاکستاني طالبانو پر پناځیو به بریدونه وکړي.
د طالبانو د دفاع وزارت د خواجه اصف د خبرو په ځواب ویلي و، چې دا یو «نامسولانه» کړنه او د افغانستان په خاوره برید د ملي حاکمیت خلاف عمل دی او پایلې لري.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ کړکېچ زیات شوی ښکاري.
اسلام اباد وايي، د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې اډې او پټنځي لري.
د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د تاوتریخوالی او ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په موخه د عزم استحکام په نوم عملیات پیل کړي دي.
دا عملیات به تر ډېره پر هغو ډلو تمرکز وکړي چې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي.

هندي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد په شمال کې د مذهبي مراسمو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ۱۰۷ کسان وژل شوي دي. د هند روغتیايي چارواکو ویلي چې د پېښې ډېری قربانیان ښځې دي.
دا پېښه د سې شنبې په ورځ د جنګاښ په ۱۲ مه د اترپردېش ایالت په هاتراس ولسوالۍ کې د هندوانو د مذهبي مراسمو کې شوې ده.
د هند امنیتي چارواکي وايي، د پېښې د لا زیاتو څېړنو لپاره یې یوه تحقیقاتي کمېټه ټاکلې ده.
تر اوسه د پېښې لامل نه دی څرګند، خو یو شمېر عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې پېښه د مذهبي مراسمو له پای ته رسېدو وروسته هغه مهال شوې چې ګډونوالو غوښتل په بېړه له سیمې ووځي.
له پېښې وروسته د هند ولسمشر دروپادي مرمو او لومړي وزیر نریندرا مودي د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
په مذهبي مراسمو کې د خلکو ګڼه ګوڼه او په پایله کې مرګ ژوبله په هند کې بې سارې نه ده. په ۲۰۱۳ کال کې په مدیا پردیش کې په یوه مذهبي مراسمو کې د خلکو ګڼې ګوڼې ۱۱۵ کسان ووژل.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني نظامیانو په برېدونو کې ۸۱ نظامیان وژلي او ۱۱۶ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
پاکستاني طالبانو د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د جون په میاشت کې یې په دغه هیواد کې پر پاکستاني نظامیانو ۹۶ بریدونه کړي دي.
د پاکستاني طالبانو خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه بریدوکې یې ۱۱۷ پاکستاني پوځیان، ۲۹ پولیس، ۴۱ سیمه ییز پولیس او ۱۰ استخباراتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټي ټي پي په ملکنډ ډویژن کې ۱۲ په مردان کې ۱ په پيښور کې ۹، په بنو کې ۲۵، کراچي کې یو، په ډېره اسماعیل خان کې ۳۶، کوهاټ کې ۱۰ او کوټه کې ۲ بریدونه کړي دي.
تر دې مهاله د پاکستان امنیتي ادارو د ټي ټي پي د جون میاشتې بریدونو او پاکستاني نظامیانو ته د اوښي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
خو د پاکستان حکومت تل ادعا کړې چې د ټي ټي پي پټنځایونه په افغانستان کې دي او له هماغه ځایه په پاکستان کې عملیات تنظیموي.
خو طالبانو د پاکستان دا ډول ادعاوې تل رد کړې دي او دغه موضوع یې د پاکستان کورنۍ موضوع بللې.