د پاکستان لومړی وزیر: د ای اېم ایف پورونو د پاکستان راتلونکي نسلونه هم ګرو کړي دي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، چې د پېسو له نړۍوال صندوق څخه بیا پور اخیستل یې مجبوري وه او پورونو د پاکستان راتلونکي نسلونه هم ګرو کړي دي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، چې د پېسو له نړۍوال صندوق څخه بیا پور اخیستل یې مجبوري وه او پورونو د پاکستان راتلونکي نسلونه هم ګرو کړي دي.
نوموړي دغه خبرې نن دوشنبه بلوچستان ته د خپل سفر پر مهال کړي او زیاته کړې یې ده، چې دوی درې کاله وخت لري او باید درې کاله وروسته مجبور نه شي، چې یو ځل بیا له ای اېم ایف څخه پور وغواړي.
ښاغلي شریف وویل: "که درې کاله وروسته یو ځل بیا موږ مجبور شو، چې ای اېم ایف ته د پور لپاره ورشو بیا خو زموږ لپاره مرګ پکار دی".
نوموړي د پاکستان پر ټولو ادارو غږ کړی، چې په راتلونکې یوې میاشتې کې باید د پېسو د نړۍوال صندوق شرایط پوره کړي.
هغه زیاته کړې: "که سختې پرېکړې ونه کړو نو یو ځل بیا به د ای اېم ایف پور ته مجبوریږو".
پاکستان تازه یو ځل بیا له ای اېم ایف څخه پور تر لاسه کړی او د دغه پور له مخې د پاکستان حکومت مجبور دی، چې د مالیې، برېښنا، ګازو او یو خوراکي توکو په بیو کې لوړوالی لري.
بل خوا د شهباز شریف د حکومت اپوزسیون پر حکومت نیوکې کړي، چې د پاکستان بودیجه یې د ای اېم ایف په خوښه جوړه کړې او یو شمېر کړۍ نه غواړي، چې د پاکستان اقتصاد پر پښو ودریږي.
تېر کال د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له زندان څخه ای اېم ایف ته یو لیک لېږلی و، چې پکې یې د پېسو له نړۍوال صندوق څخه غوښتي وو، چې د شهباز شریف حکومت ته پور ور نه کړي.


د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرمني څانګې مسوول میوند یوسفي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې هڅې یې روانې کړي تر څو ګیله من وزیر د درملنې لپاره جرمني ته انتقال کړي.
له اسلام اباد څخه راپورونه وايي، چې د ګیله من وزیر صحت له پخوا څخه ښه شوی او د دې وړ دی، چې د درملنې لپاره بهرني هېواد ته انتقال شي.
ګیله من وزیر پرون ماښام د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په بي۱۷ سیمه کې د څو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې ګیله من وزیر د پاکستان پوځ په تور لېست کې دی او د هغه د انتقالولو د ستونزو د جوړېدو وېره شته دی.
سرچینې زیاتوي؛ ډاکترانو ورته اجازه ورکړې ده، چې د ګیله من وزیر تنفسي ستونزه له پخوا څخه ښه شوې ده او د انتقال وړ دی.
په جرمني کې د پښتون غورځنګ څانګې مسوولین وايي، چې له یوې شخصي کمپنۍ سره یې د هوايي امبولانس د چمتو کېدو په اړه خبرې کړې دي او دا هر څه د شخصي هڅو او لکښتونو پر بنسټ روان دي.
خو تر اوسه دا نه ده معلومه، چې د ګیله من وزیر د انتقال پروسه به څو ساعتونه او څو ورځې وخت ونیسي.
څو ساعته مخکې خواله رسنیو کې د ښاغلي وزیر د مړینې اوازه هم خپره شوه؛ خو منظور پښتین د دې اوازې په ردولو سره ویلي، چې د نوموړي حالت نازک دی او د پروپاګند پر ځای باید د هغه صحت ته دوعا وشي.
منظور پښتین پرون د پاکستان له حکومت وغوښتل چې پر ګیله من وزیر د برید ښکېل کسان ونیسي.
که څه هم د پاکستان حکومت د دې کسانو د نیولو یا مسوولانو په هکله څه نه وايي، خو د ګیله من وزیر ځینې ملګري د تحریک انصاف ګوند یوه غړي او د جایدادونو کاروباري ازادخان داوړ ته ګوته نیسي.
منظور پښتین که څه هم پر ښاغلي وزیر د برید ګوته چا ته ونه نیوله؛ خو زیاته یې کړه، چې په دې هر څوک پوهېږي چې د برید تر شا څوک دي: «ټیک ده مخامخ چې هر څوک هم راځي، خو موږ دومره ساده هم نه یو چې نه پوهېږو؛ ارمان، عثمان، عارف درې واړه دغه ځای ته لګېږي همغه ځای ته ګیله من هم لګېږي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې د دغه غورځنګ مخکښ غړی ګیله من وزیر د سر پر هغه ځای لګېدلی چې ارمان لوڼی، عثمان کاکړ او عارف وزیر پرې لګېدلي وو. ګیله من وزیر پرون ماښام د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په بي۱۷ سیمه کې د څو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی و.
څو ساعته مخکې خواله رسنیو کې د ښاغلي وزیر د مړینې اوازه هم خپره شوه؛ خو منظور پښتین د دې اوازې په ردولو سره ویلي، چې د نوموړي حالت نازک دی او د پروپاګند پر ځای باید د هغه صحت ته دوعا وشي.
منظور پښتین پرون د پاکستان له حکومت وغوښتل چې پر ګیله من وزیر د برید ښکېل کسان ونیسي.
که څه هم د پاکستان حکومت د دې کسانو د نیولو یا مسوولانو په هکله څه نه وايي، خو د ګیله من وزیر ځینې ملګري د تحریک انصاف ګوند یوه غړي او د جایدادونو کاروباري ازادخان داوړ ته ګوته نیسي.
منظور پښتین که څه هم پر ښاغلي وزیر د برید ګوته چا ته ونه نیوله؛ خو زیاته یې کړه، چې په دې هر څوک پوهېږي چې د برید تر شا څوک دي: «ټیک ده مخامخ چې هر څوک هم راځي، خو موږ دومره ساده هم نه یو چې نه پوهېږو؛ ارمان، عثمان، عارف درې واړه دغه ځای ته لګېږي همغه ځای ته ګیله من هم لګېږي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د کالج استاد ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ کال د فېبرورۍ پر ۲یمه د بلوچستان په لورلايي کې د پولیسو په برید کې ووژل شو.
غورځنګ او د پېښې شاهدان وايي، چې پولیسو ارمان لوڼی پر سر وهلی و.
د دې غورځنګ د سوېلي وزیرستان مخکښ غړی عارف وزیر هم د ۲۰۲۰ کال د می پر لومړۍ نېټه د وسله والو له خوا سرته سخت ټپي او دوه ورځې وروسته مړ شو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبايي مشر، سناتور او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی عثمان کاکړ هم د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۱مه له هغو ټپونو په روغتون کې مړ شو، چې څو ورځې مخکې په خپل کور کې په مرموز ډول د نامالومو کسانو له خوا پر سر لګېدلی و.
د غورځنګ د دغو مخکښو غړو او ملاتړو له وژلو وروسته په تېرو کلونو کې هم د دې غورځنګ ځینې ملاتړي وژل شوي یا ټپیان شوي؛ خو تر نورو پر ګیله من وزیر برید ته ډېر پام اوښتی دی.
ګیله من وزیر سوېلي وزیرستان کې زېږېدلی او د پښتون ژغورنې غورځنګ له پیلېدو سره د پاکستان پر امنیتي ادارو په تېره پر پوځ د نیوکو او حماسي شعرونو له امله ډېر مشهور و.
ګیله من وزیر پر حکومت او پوځ د نیوکو له امله د ۲۰۲۳ د جولای پر ۴ ونیول او د ۲۰۲۴ کال فېبرورۍ کې خوشی شو.
نوموړي تر زندان وروسته د یو ویشتمې پېړۍ دوزخ په نوم کتاب هم لیکلی او پکې یې د زندان په هکله خپل لیدلي کتلي او شکنجې لیکلې دي.

د پاکستان د سکواش سياليو لوبغاړي اشعب عرفان په امريکا کې د کانسو ازاد سکواش په لوبو کې خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د دې سيالیو اتل شو. نوموړي د سياليو په پایلوبه کې خپل هندی سيال مات کړ.
پاکستان راډيو په خپل خبر کې ويلي، چې عرفان د دې سيالیو پايلوبه له هندي لوبغاړي چوتراني څخه ۳ پر ۲ د «۱۱-۷، ۸-۱۱، ۱۲-۱۰، ۸-۱۱ او ۱۱-۸»نمرو په توپیر وګټله.
عرفان د سياليو په نيمه پايلوبه کې خپل کاناډايي سيال لیام موریسن ته درې د صفر په مقابل کې ماتې ورکړې وه.
د ۲۰۲۴ کال د کانسو ازاد سکواش د قهرمانۍ دغه سيالۍ د امریکا په هيوسټن کې تر سره شوې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه کډوال تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو د اسلام کلا، ورېښمو پله، سپین بولدک او تورخم له لارې راستانه کړل شول. په دغو کډوالو کې ۳۳ تنه هغه کسان شامل دي چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۹ تنو ته رسیږي او ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۶۱ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستانه کړل شول.
همدارنګه د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې۷۶۷ تنه افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا او ۱۳۹۹ تنه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې د ایران حکومت له لوري په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول.
طالبانو وايي، له ګاونډیو هېوادونو راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان دفتر، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال پروګرام دفترونه ته ورپيژندلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر په پاکستان د خپل درې ورځنې سفر په لومړۍ ورځ په پیښور کې له افغان کډوالو سره کتلي، او ژمنه یې چې د کډوالو د ټولو ستونزو په اړه به د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې له ډلې یې ۱،۳ میلیونه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ثبت کارتونه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیلهمن وزیر تېر ماښام په اسلام اباد کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی او دمګړۍ په روغتون کې بستر دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، پښتانه پر ښاغلي وزیر برید کوونکي نه بښي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر ګیلهمن وزیر د یکشنبې په ماښام د اسلام اباد په بي۱۷ سیمه کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی.
پر نوموړي د برید کولو لامل لا څرګند نه دی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د یکشنبې شپه ناوخته په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، چې پښتانه پر ګیلهمن وزیر برید کوونکي نه بښي او زیاته یې کړه چې پولیس باید پر هغه برید کوونکي ژر ونیسي.
ښاغلي پښتین وايي، پر ګیلهمن وزیر برید د یو منظم پلان له مخې شوی، او د اسلام اباد له پولیسو څخه غوښتنه کوي څو پر نوموړي بریدکوونکي ونیسي.
د ګیلهمن وزیر روغتیايي وضیعت د اندېښنې وړ ښودل شوی او دا مهال په اسلام اباد کې د پېمز په نوم د یوه دولتي روغتون په بیړنۍ څانګه کې تر درملنې لاندې دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د روغتیا پالانو له لوري د ګیلهمن وزیر یو عملیات په بریالي توګه پای ته رسېدلی او لاهم نوموړی د روغتیا پالانو له جدي روغتیايي څار لاندې دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، که پولیس پر ګیلهمن وزیر برید کوونکي ونه نیسي نو عام خلک به پر ښاغلي وزیر په برید کې پولیس هم ښکیل وګڼي.
ګیله من وزیر نږدې څو میاشتې وړاندې د پاکستان د استخباراتو له خوا نیول شوی و او وروسته له خوشې کېدو یې په ټولینزو رسنیو کې ویلي وو، چې په زندان کې سخت شکنجه شوی هم دی.