پاکستان د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره وکتل. په پاکستان کې د دغه سازمان ویاند ویلي، چې د دغه هېواد حکومت د افغان کډوالو د ستونزو د هواري او د هغوی د ملاتړ لپاره د لا زیاتو نړۍوالو مرستو پر ترلاسه کولو ټینګار کړی دی.