په انډونیزیا کې د ځمکې ښویېدو له امله ۱۰ کسان مړه شوي او کابو ۴۰ کسان ورک دي

د انډونیزیا چارواکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د سرو په یوه کان کې د ځمکې د ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ورک دي. ددې هېواد د ژغورنې ډلې مشر وایي، چې ځمکه د تېزو ورښتونو له امله د ګورونټالو ایالت په سوواوا سیمه کې ښویېدلې ده.