پاکستان د افغان کډوالو د تګ او راتګ په اړه نوې تګلاره جوړه کړې ده

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې، چې د افغان کډوالو د تګ او راتګ لپاره نوې جوړه شوې تګلاره عملي کوي. جیو نیوز د سرچینو په حواله لیکلي، چې د کډوالو اداره د تورخم په دروازه کې له تلونکو افغان کډوالو څخه (اې سي سي) او د (پي او ار) کارټونه له اخیستو وروسته بلاک کوي.