د غزې په تړانګه کې د اسراييل په هوايي بريد کې ۲۹ فلسطينيان وژل شوي

په غزه کې د حماس تر واک لاندې ادارې ویلي، د خان یونس په څنډه کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی چې دا هغه کډوال وو چې په ښوونځي کې یې پناه اخیستې وه او په خیمو کې یې ژوند کاوه.