• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې او اوکراین کړکېچ؛ کرملین په کییف کې د ماشومانو پر روغتون د روسیې برید رد کړ

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د کرملین ویاند په کییف کې د ماشومانو پر روغتون د روسیې توغندیز برید رد کړ او ویې ویل، چې مسکو په اوکراین کې پر ملکي اهدافو برید نه دی کړی. دیمیتری پسکوف وویل، چې د اوکراین د توغندیو ضد ډزې د دوشنبې د ورځې د روسیې د برید اصلي لامل و.

اوکرایني چارواکي وايي، چې د دوشنبې په ورځ په ټول هېواد کې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل: «موږ ټینګار کوو چې پر ملکي هدفونو بریدونه نه کوو. د روسیې بریدونه د کلیدي زیربناو او نظامي اهدافو پر وړاندې دي، چې یو څه د اوکراین له نظامي وړتیا سره تړاو لري."

اوکرایني چارواکي وايي، چې روسیې د دوشنبې په ورځ په کییف کې د ماشومانو پر روغتون د روسیې د کروز توغندي برید کړی او دغه توغندي د اوکراین پر نورو ښارونو هم لګېدلي دي.

په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې مشر ویلي؛ برید ښايي د روسیې د توغندي د مستقیم برید له امله شوی وي.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هم په کییف کې د ماشومانو پر روغتون د مسکو برید رد کړی و.

په دې برید کې تر ۱۷۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې په وروستیو میاشتو کې پر اوکراین د روسیې تر ټولو مرګونی برید بلل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ایراني چارواکي: افغانستان د خپلو اړتیاو ۹۰ سلنه له وارداتو پوره کوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار وايي؛ افغانستان هغه هېواد دی، چې د خپلو اړتیاو ۹۰ سلنه برخه له وارداتو په ځانګړي ډول له ایران څخه برابروي. حسین روستايي زیاته کړه، چې افغانستان ته په وارداتو کې د ایران ونډه ۲۷ سلنه ده، په داسې حال کې چې دوی ۴۰ سلنه واردات لري.

د ایران رسنیو د دوشنبې په ورځ د جنګاښ په ۱۸مه د ښاغلي روستايي په حواله راپور ورکړ، چې ایران د افغانستان لومړنی سوداګریز شریک دی.

هغه وویل: "د افغانستان اوسنی حکومت د دغه هېواد په سوداګرۍ کې تر ټولو کمه مداخله لري او خصوصي سکتور دا کاروبار ورکوي."

دغه ایراني چارواکي ویلي" اوس چې طالبانو په جدي توګه د افغانستان د کانونو استخراج پیل کړی، افغانستان او ایران کولای شي په دې برخه کې لا زیاتې اقتصادي همکارۍ وکړي.
ښاغلي روستايي څه موده وړاندې ویلي وو، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي توکو د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۸۷۱ میلیونو ډالرو ته رسېدلی و.

په کشمیر کې د وسله والو په برید کې ۵ هندي پوځیان ووژل شول

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۰۸ GMT+۱

د هند د دفاع وزیر اعلان وکړ چې د جمو او کشمیر په کاتوا سیمه کې د وسله والو کسانو د پوځ پر کاروان د برید په پایله کې لږ تر لږه پنځه هندي پوځیان وژل شوي دي. راجنات سینګ وویل چې د ترهګرۍ ضد عملیات روان دي او سرتیري په سیمه کې د سولې او نظم د راوستلو هوډ لري.

د راپورونو له مخې په دغه پوځي کاروان د دوشنبې په ماسپښین د ۱۸ کسانو له خوا برید وشو، چې په ترڅ کې یې ۶ تنه ټپیان شول.

د یکشنبې په ورځ د کشمیر په مدگرام او فریسال چینیګام کلیو کې په وسله والو نښتو کې دوه هندي سرتیري او شپږ وسلوال ووژل شول.

په کشمیر کې چې زیاتره نفوس یې مسلمانان دي، له ۲۰۰۹ کال راهیسې د هند پر ضد په جګړه بوخت دي او په دغو جګړو کې په لسګونو زره کسان وژل شوي دي.

هند پر پاکستان تور لګوي چې په سیمه کې د اورپکو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دا تور ردوي.

اسراییلي پوځیانو یو ځل بیا د غزې د ځینې سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې خپل سیمې پرېږدي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۲۲:۴۲ GMT+۱

اسراییلي ټانکونه د دوشنبې په ورځ د غزې ښار مرکزي سیمو ته له بېلابېلو لارو پرمختګ کړی او اسراییلي ځواکونو د یوې شپې بمبارۍ وروسته چې د غزې د چارواکو په وینا؛ لسګونه تنه یې وژلي، فلسطینیانو ته امر کړی چې له خپلو سیمو ووځي.

د غزې اوسیدونکو ویلي، چې ټوله شپه سخت هوایي بریدونه او د توپخانې ډزې شوي او د حماس او اسراییلي ځواکونو ترمنځ د تېرو نهو میاشتو تر ټولو سخته جګړه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوربند تړون لپاره څو اړخیزې خبرې اترې په شدت سره روانې دي.

د فلسطین په شمال کې د غزې ښار یو له لومړنیو سیمو څخه و، چې اسراییلي پوځیان د جګړې په پیل کې ورننوتل.

په دغه سیمه کې د اورپکو سره جګړه لا هم دوام لري او ملکي خلکو مجبوره شوي، چې بل ځای ته پناه ویسي.

دغه خلک تر دې وړاندې هم څو ځلې مجبوره شوي وو، چې خپل کورونه پرېږدي.

د ښار نږدې ټوله برخه ویجاړړه شوې ده.‌

د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې د غزې ښار په شاوخوا سیمو کې له شپې تر سهاره پورې بمباري روانه وه.

دوی ویلي؛ بېلابېلې څو پوړیزې ودانۍ په بمبارۍ کې ویجاړې شوې دي.

د غزې ملکي اضطراري خدماتو ادارې ویلي؛دوی باور لري چې لسګونه کسان وژل شوي، خو په ختیځ کې په درج او طفح او په لویدیځ کې تل الحوا، صبرا او رمل کې د روانو عملیاتو له امله بېړنۍ ډلې نه دي توانیدلي چې مرستې ته ځان ورسوي.

د غزې اوسیدونکو ویلي، چې اسراییلي ټانکونه د دوشنبې په ورځ له درېیو لورو څخه پرمختګ کړي او د غزې ښار زړه ته ورسیدلي او اسراییلي ځواکونو له هوا او ځمکې څخه سخت بریدونه کړي دي.

دې کار په زرګونو خلک مجبوره کړي، چې له خپلو کورونو څخه د خوندي سرپنا په لټه کې شي، چې د ډېری لپاره یې موندل ناممکن وو او ځینې یې د سړک په غاړه ویده شوي دي.

د غزې ښار اوسیدونکو ویلي، چې یو ټانک خلک مجبور کړل چې د لوديځ پر لور ولاړ شي.

د غزې د ښار اوسېدونکی عبدالغني چې خپل بشپړ نوم یې نه دی ښودلی ویلي: " دښمن زموږ شاته دی او سمندر زموږ په مخ کې دی، موږ به چیرته ځو؟".

عبدالغني رویټرز ته وویل: "د الوتکو او ټاکنو څخه پر کورونو او سړکونو اور وریږي. خلک ټولو لورو ته منډه کوي او هیڅوک نه پوهیږي چې چیرته لاړ شي."

رویټرز: د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې ایران د توغندیو تولید پراخوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د یو ځانګړي رپوټ له مخې؛ د سپوږمکۍ وروستي انځورونه ښيي چې د ایران په دوو مهمو بالستیک توغندیو تاسیساتو کې لوی پراخوالی راغلی. د دغه رپوټ له مخې؛ د سپوږمکۍ انځورونه د دوه امریکایي څیړونکو له خوا ارزول شوي، چې د توغندیو د تولید ډېرېدل ښيي.

دغه موندنې د درېیو لوړ پوړو ایراني چارواکو له خوا تایید شوي دي.

د توغندیو د تولید مرکزونه د ایران له خوا روسیې سره د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر میاشتې د هغه تړون څخه وروسته پراخ شوي، چې پکې ایران موافقه کړې وه، چې روسیې ته توغندي ورکړي.

روسیه دغه توغندي د اوکراین سره په جګړه کې کاروي.

د امریکا د چارواکو په وینا؛ تهران د یمن حوثي یاغیانو او د لبنان ملېشه حزب الله ته هم توغندي ورکوي، چې دواړه د ایران په ملاتړ د اسراییل پر ضد د مقاومت د محور غړي دي.

د مارچ په میاشت کې د مدارس پوځي اډې څخه د تجارتي سپوږمکۍ شرکت پلانیټ لابراتوار له خوا اخیستل شوي انځورونه او په اپریل کې د خوجیر توغندیو تولید کمپلیکس کې له ۳۰ څخه ډېرې نوې ودانۍ لیدل کیږي، چې دواړه دغه مرکزونه تهران ته نږدې موقعیت لري.

هغه د سپوږمکۍ انځورونه چې د رویټرز له خوا بیا کتل شوي، ښیې چې په دغو مرکزونو کې ډېری ودانۍ د لویو خاورو ډېریو پر مټ مټ احاطه شوي‌ دي.

په مونټري پوهنتون کې د نړۍوالو مطالعاتو د مډلبري انسټیټیوټ پروفیسر جیفري لیوس وویل، دا ډول د خاورو ډېري د توغندیو له تولید سره تړاو لري او د دې لپاره ډیزاین شوي، چې په یوه ودانۍ کې د چاودنې له امله نږدې نورو ودانیو ته د زیان اوښتو مخه ونیسي.

لویس وویل؛ د دغه مرکزونو د عکسونو له مخې، د توغندیو د مرکزونو د پراختیا چارې د تیر کال په اګست کې په خوجیر کې او د اکتوبر په میاشت کې په مدارس کې پیل شوې دي.

کارپوهان وايي؛ په منځني ختیځ کې ایران تر ټولو ډېر توغندي لري او اټکل کیږي چې د ۳۰۰۰ څخه ډېر توغندي د توغندیو ډولونه ولري، چې دودیزو او د اټومي وسلو د لېږد لپاره ډیزاین شوي ډولونه پکې شامل دي.

درې ایراني چارواکو، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، تایید کړې چې ماډریس او خجیر مرکزونو کې د دودیزو بالستیک توغندیو تولید ډیر شوی دی.

کابل کې د ایران سفارت: افغانستان ته د ایران په غيري نفتي صادراتو کې ۳۱ سلنه زياتوالی راغلی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۰۵ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت سوداګریز مشاور وايي، چې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي صادراتو په کچه کې ۳۱ سلنه زیاتوالي راغلی.

حسين روستايي زياتوي، چې سږ کال په ۳ لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران صادرات د تېر کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله د ۱۲۳ میلیونه ډالرو په زیاتوالي سره ۳۱.۱ سلنه زیاتوالی ښیي.

په افغانستان کې د ایران سفارت سوداګریز مشاور صدا او سيما خبري اژانس ته ويلي، چې د سږ کال په درېیو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیر نفتي صادرات ۲۲۷ زره ټنه زیات شوي.

د نوموړي په خبره، چې په دې موده کې د دې غیري نفتي صادراتو ارزښت ۵۱۷ میلیونه ډالرو ته رسيږي، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

روستايي وویل، چې افغانستان ته د صادراتو په توکو کې نفتي محصولات، اوبلن ګاز، د اوسپنې او پولادو پايې، پلاستیکي پایپونه ، پلاستیکي اوبدل شوي فرشونه، یوریا، د چرګانو هګۍ او دانه، سمنټ، رومیان، مڼې، کچالو، بوټونه، مېوې، سبزیجات، وچې شیدې او د کاشي ډبرو ډولونه شامل وو.

دغه ایرانی چارواکی وايي، چې په دې غيري نفتي موادو کې «د څارویو جوار د ۴.۷ میلیونه ډالرو په زیاتوالي، وربشې د ۳.۲ میلیونه ډالرو، سپیلني د ۸۹۶ زره ډالرو، د لمر ګل تخمونه د ۳۰۸ زره ډالرو په زیاتوالي، پولۍ د ۲۷۵ زره ډالرو په زیاتوالي او سرب د ۲۱۲ زره ډالرو په زیاتوالي سره» د افغانستان د وارداتو په زیاتوالي کې مهم توکي وو.

روستايي همدارنګه وویل؛ سږکال په لومړیو درېیو میاشتو کې نړۍ ته د ایران د صادراتي توکو د هر ټن ګمرکي ارزښت منځنۍ کچه شاوخوا ۳۵۰ ډالره و، چې د افغانستان په اړه د ټولې منځنۍ کچې څخه ۷۳ ډالره لوړ دي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او د سوداګریزو معاملو زیاتوالی د ایران د دیارلسم حکومت له ګاونډیو سره د ځانګړي لیدلوري له امله دی.