• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډان ورځپاڼه: د پاکستان فډرالي کابینه به د افغان کډوالو د برخلیک په اړه غونډه وکړي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۳۳ GMT+۱

ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د پاکستان فډرالي کابینه به د چهارشنبې په ورځ د افغان کډوالو د برخلیک په اړه غونډه وکړي. یوه حکومتي چارواکي ویلي، ښايي پرېکړه وشي چې د هغو افغان کډوالو د اوسېدو موده شپږ میاشتې یا یو کال نوره هم وغځول شي چې (پي او ار) کارتونه لري.

دغه ناسته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مشر فیلیپو ګرانډي سره تر کتنې وروسته کېږي.
په هغې کتنه کې چې ښاغلي ګرانډی د پاکستان له لومړي وزیر سره لرله، له هغه یې وغوښتل چې د استوګنې کارت لرونکي کډوال دې له پاکستانه نه اېستل کېږي.
د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي ویلي، چې اوس‌مهال له ۱.۳ مېلیونو ډېر افغان کډوال په پاکستان کې د اوسېدو کارتونه لري.
ډان ورځپاڼې لیکلي، چې شهباز شریف له فیلیپو ګرانډي سره په لیدنه کې په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) د کار له نشتوالي شکایت وکړ.
ښاغلي شریف ویلي: «په تېرو درېیو کلونو کې له ۷۰ زره افغان مهاجرینو څخه یوازې ۹ زره یې درېیم هېواد ته استول شوي دي.»
د پاکستان لومړی وزیر ویلي، د کډوالو عالي کمېشنرۍ ژمنه کړې وه چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وروسته پاکستان ته راغلي ۷۰ زره افغان کډوال به درېیم هېواد ته ولېږي؛ خو په درېیو کلونو کې یې دا کار نه دی کړی.
په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۹مه) اعلان وکړ، چې فلیپو ګرانډي د خپل درې ورځني سفر په پای کې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو لپاره د اوږدمهاله حل لارو د موندلو او د کوربه هېواد د ملاتړ لپاره د هڅو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۴

د قبایلي سیمو د سکرتریت ویاند ادعا: افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي سره یو لاس دي

۵

د افغانستان له جګړې تر مکسیکو؛ د سي‌ای‌اې دوو وژل شوواجنټانو پټه کیسه