پاکستان افغان زدهکړیالانو ته د ۴۵۰۰ بورسونو د ورکړې اعلان وکړ

پاکستان ۴۵۰۰ افغان زدهکړیالانو ته په بېلابېلو پوهنتونونو کې تحصیلي بورسونه منلي دي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په اېکس پاڼه کاږلي:« خوښ یم، چې د افغان زدهکړیالانو لپاره د علامه اقبال تحصیلي بورسونو درېیم پړاو پیل شو.»





