• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جمهوري غوښتونکي: ګیله من د ریښتینې ملي مبارزې یوه عظیمه الګو او تاریخي نښه ده

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۲۲:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د ګیله من وزیر د مړینې په تړاو په اعلامیه کې ویلي، چې ګیله من په هغه ارمان او هدف سر کېښود، چې د دوښمن د خوني سترګو تر وړاندې یې تر بل هر چا په اوچت او رسا غږ راپورته کړی و.

دغه خوځښت زیاتوي، چې په معاصر تاریخ کې ډېر کم کسان د دغه مظلوم شهید ملي محبوبیت ته رسېدلی شي.

د جمهوري غوښتونکو اعلامیه زیاتوي، چې ګیله من تر پایه د افغانانو د ملي بیرغ پرتم هسک وساته، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې یې د افغان ژغورنې او ویښتیا غږ پورته کړ.

اعلامیه زیاتوي: "د ګیله من د شعر، وینا، ترنم او هرې بلې اغېزناکه وسیلې په مټ د ولس د یووالي، راخوځولو او په خپل برخلیک حاکمولو لپاره مبارزه وکړه او دا دی د همدې لارې شهید شو."

د جمهوري غوښتونکو خوځښت وايي: "پر ټول افغان ولس، ملتپالو ځوانانو او د ګیله من په ویر هرغمجن هېوادوال ته د دغه نومیالي مبارز د ارمانونو د تداوم او د هغه راپیل کړې مبارزې د غځولو غږ کوي. موږ باور لرو، چې که د افغانانو د ژغورنې لپاره له استبداد، تحجر او اوسمهالي ښکېلاک سره د یوې عملي مبارزې او ولسي پاڅون په لاره کې هرګام اخلو هماغومره به د شهید ګیله من اروا ارامه او خوښه ساتو."

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښ غړی ګیله من وزیر درې ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د غړي له خوا پر سر وهلی شوی و او نن د شپې ناوخته په روغتون کې مړ شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

صالح د ګیله من په اړه: د دغه شهید شاعر او هڅونکي روح دې ښاد او یاد دې تلپاتې وي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۲۲:۱۵ GMT+۱

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د ګیله من وزیر په مړینې خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دغه لوی غم کې له ټولو پښتنو سره شریک دی.

ښاغلي امر الله صالح د ګیله من وزیر له مرګه نېږدې دوه ساعته وروسته پر خپل ایکس زیاته کړې، چې د خپلې ډاډګیرنې مراتب د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او د ارواښاد ګیله من وزیر کورنۍ ته وړاندې کوي.

هغه ویلي، چې په پاکستان کې د دا ډول وژنو منشاوې کله هم نه دي روښانه شوې؛ خو د دغه "شهید" شوي شاعر کیسه استثنا وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر ګیله من وزیر درې ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یوه غړي له خوا په سر وهل شوی و، چې نن په روغتون کې مړ شو.

د ایران د پخواني پاچا زوی: په افغانستان کې له شاه سره د امریکا مخالفت ورانوونکې تېروتنه وه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۱۵ GMT+۱

د ایران پخواني ولیعهد رضا پهلوي په واشنګټن کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د محمد ظاهر شاه په مشرۍ په افغانستان کې د مشروطه شاهي نظام جوړونې سره د امریکا مخالفت یوه «ورانوونکې تېروتنه» وه.

هغه وویل، چې امریکا د «مصنوعي غربي جوړښت» په پلي کولو سره د افغانستان حکومت د سقوط لامل شو.

رضا پهلوي د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په واشنګټن کې د «ملي محافظه کارۍ» په کنفرانس کې وینا وکړه.

هغه وویل: «یو وخت په افغانستان کې له طالبانو وروسته ۷۰سلنه قومي پارلمان [لویه جرګه] غوښتل چې د ظاهر شاه مشروطه پاچاهۍ بېرته را ګرځول شي. ځکه خلکو هغه ته د زوړ عمر سره - سره د ملي یووالي د سمبول په سترګه کتل؛ خو د امريکا حکومت دغه ملي غوښتنه او د دوی د حاکميت حق رد کړ.»

د ښاغلي پهلوي اشاره د ۱۳۸۱ کال لویې جرکې ته ده، چې د انتقالي حکومت رییس او استازي پکې وټاکل شول.

په دې غونډه کې حامد کرزى چې د امريکا د خوښې کاندید و او د رايو په اکثريت سره وټاکل شو.

د ۱۳۸۱ کال د غبرګولي په ۲۳مه د ګارډین ورځپاڼې په حواله، د لویې جرګې یو شمېر غړو پر امریکا تور ولګاوه چې پر محمد ظاهر شاه یې فشار راوړ چې د انتقالي ادارې مشرۍ ته ځان نوماند نه کړي.

د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله دا خبره رد کړه چې ګواکې پخوانی شاه د امریکا تر فشار لاندې د کرزي پر وړاندې له سیالۍ څخه وتلی دی.

رضا پهلوي د افغانستان د عنعنوي ټولنې په اړه د لويديځوالو نظر او درک تر پوښتنې لاندې راوست او په دغه هېواد کې يې د لويديځ په بڼه د ډيموکراسۍ د نظام پر رامنځته کېدو نيوکه وکړه.

هغه وویل: « په هغه ټولنه کې چې خپل ځانګړي دودونه، نورمونه او د حکومتولۍ بڼې لري، د مصنوعي غربي جوړښت تحمیلول په هېواد کې د فساد، ګډوډۍ او د حکومت د سقوط لامل شو.»

پهلوي وويل، چې د امريکا له خوا پر افغانستان د دا ډول نظام تحمیل «يوه ویجاړونکې تېروتنه وه.»

نوموړي د امريکا حکومت ته په خطاب کې وويل، چې د داسې يوې تګلارې تعقيب نه امريکا ته امنيت راوست او نه هم د هېواد د ارزښتونو په دفاع کې بريالی و.

د پوهنتون د استادانو یوه ډله: د هېواد شخصیتونو ته سپکاوی تر اېرو لاندې اور زیاتوي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۱

په کابل کې د لیکوالانو او د پوهنتونونو استادانو یوې ډلې په یوه لیک کې خبرداری ورکړی، چې د هېواد د قومي او سیاسي شخصیتونو سپکاوی به تر ايرو لاندې اور بل کړي. دوی وایي، چې دا کار ملي یووالي، امنیت او ثبات ته زیان رسوي.

په دې وروستيو کې طالبانو په تورخم کې د امان الله خان پر انځور سپين رنګ پاشلی او پر هغه ځای يې خپل بيرغ رسم کړی او همدا ډول طالبان په کابل کې د پخواني جهادي مشر عبدالعلي مزاري د مجسمې په ړنګولو له پراخو نيوکو سره مخ شوي دي.

د پوهنتون استادانو د سیاسي او تاریخي شخصیتونو سپکاوی د اندېښنې وړ او مشکوک وباله او له طالبانو یې وغوښتل، چې د نفاق جوړونکو کسانو مخه ونیسي.

د پوهنتون استادانو دغه اعلاميه د چهار شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) افغانستان انټرنشنل ته لېږلې او له طالبانو يې غوښتي، چې «د تنګ نظره او استثماري اشخاصو او ډلو» مخه ونيسي او د تاریخي ویاړونو، ملي او جهادي شخصیتونو، سمبولونو، عقایدو او د بېلابېلو قومونو، طبقو، افکارو او ویناو د استازو درناوی وکړي.

لیکوالانو او د پوهنتون استادانو خبرداری ورکړی، چې «مشکوک» او «منافقانه» کړنې، عقدې او کېنې را ژوندۍ کوي او د هېواد امنیت، ثبات او ملي یووالی له ګواښ سره مخ کوي.

د پوهنتون د استادانو په خبره؛ د هېواد د بې ثباتۍ، نفاق، جګړو او شخړو اصلي لامل نه زغم او د یو بل نه منل دي.

په اعلامیه کې راغلي: «کله چې ادعا کېږي چې جګړه او شخړه پای ته رسېدلې او ملي حاکمیت رامنځته شوی، نو وضعیت هم باید په بشپړه توګه بدل شي. دښمني ختمه او غوسه کميږي. د انتقام اورونه مړه کيږي. هر څوک باید د یوځای ژوند کولو په اړه فکر وکړي. هېواد باید د ټولو ګډ کور وګڼل شي. د ټولنیزو ډلو تنوع او د هغوی د بېلابېلو ګټو، باورونو، احساساتو او عواطف باید وپېژندل شي.»

دوی د هېواد د سیاسي او تاریخي شخصیتونو پر درناوي ټینګار وکړ او ویې ویل: «د باثباته هېوادونو تجربې ښیي، چې د دوی یووالی او ثبات د تنوع او توپیر درناوی او منل دي.»

د دوی په وينا: « د قدر وړ شخصیتونو، د درناوي وړ ارزښتونو، سمبولونو او د خلکو د عقایدو درناوی هم باید وشي. دا هم مهم دیني او اخلاقي اصول دي.»

د پوهنتون استادانو او لیکوالانو ویلي دي چې «د فکرونو د له منځه وړلو هڅې» ملي یووالی او د ملي باور بنسټونه له منځه وړي.

عزم استحکام، کډوال او ټي ټي پي؛ له طالبانو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو اجنډا

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

ټاکل شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار افغانستان ته سفر وکړي او د دغه سفر په لړ کې به له طالبانو سره د ډېورنډ دواړو غاړو ته د عزم استحکام پر عملیاتو، ټي ټي پي، کډوالو او د دواړو هېوادونو په اړیکو خبرې وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت ورسره د اسحاق ډار د خبرو اجنډا شریکه کړې ده.

اسحاق ډار په خپل سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سربېره د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د کندهار له والي سره د لیدنې غوښتنه کړې ده.

د خبرو په اجنډا کې څه دي؟

له طالبانو سره د اسحاق ډار د خبرو وړاندیز شوې اجنډا چې له طالبانو سره شریکه شوې درې اساسي او دوه فرعي محورونه لري.

د عزم استحکام عملیات:

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په سفر کې د خبرو د اجنډا لومړی محور طالبانو ته د عزم استحکام د عملیاتو رسمي خبرداری دی.

که څه هم د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د دغو عملیاتو په پیل کې ویلي وو، چې دوی به خپل مخالفین د ډېورنډ له پولې پورې غاړې ته هم په نښه کوي، اسحاق ډار به په دغو لیدنو کې طالبانو ته رسمي خبرداری ورکوي، چې د پاکستان پوځ د ډېورنډ له پولې دې غاړې هم د خپلو مخالفینو پر وړاندې عملیات کوي.

100%

که څه هم د خبرو د اجنډا په شرحه کې راغلي، چې پاکستان له طالبانو غواړي، چې د عزم استحکام عملیاتو په ترسراوي سره پاکستان غواړي د ډېورنډ پوله دواړو غاړو ته خوندي کړي او په دغو عملیاتو کې له طالبانو د همکارۍ تمه لري.

د عزم استحکام د عملیاتو په اړه د خبرو یو فرعي محور د امریکايي ځواکونو مانورې هم دي، چې پاکستان یې په اړه طالبانو ته د خبرداري په دود کاروي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي، چې په احتمالي ډول د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به د یادو مانورو په اړه اسحاق ډار ته خپله ناخوښي څرګنده کړي.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول د دغو ګډو مانورو په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی؛ خو د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼه لیکي، چې که د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې امریکايي عسکرو ته ځای ورکوي؛ نو پایلې به یې خطرناکې وي.

وېبپاڼه زیاتوي؛ د پاکستان د پوځ د نادرستو پرېکړو له امله په وروستو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک په تشکیلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

المرضاد زیاتوي: "د همغه ظلمونو نتیجه وه، چې د پاکستان مجاهدین د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په نوم بدل او د پوځ پر وړاندې یې جهاد پیل کړ."

د طالبانو دغې وېبپاڼې د پاکستان پر خلکو غږ کړی، چې که د پوځ دا ډول پرېکړو مخنیوي ونه کړي؛ نو د پوځ د بل کړي اور لمبې به تر دوی هم ورسیږي.

د المرصاد ورځپاڼې د دغې لیکنې په غبرګون د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر اړوند یو شمېر ټولنیزو شبکو جدي غبرګون ښودلی دی او طالبان یې نړۍوال ترهګر بللي دي.

د ټي ټي پي پټنځایونه:

د پاکستان د حکومت او پوځ چارواکو په بار - بار ویلي، چې طالبانو ټي ټي پي ته په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي؛ خو دا ادعا بیا طالبانو په کلکه رد کړې او په پاکستان کې رامنځته شوې ناامني یې د دغه هېواد د امنیتي ادارو د کمزورۍ علت بللی دی.

100%

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر به په دغه سفر کې له طالبانو سره د ټي ټي پي د ملاتړ او د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د پټنځایونو یو شمېر اسناد هم شریک کړي.

په وروستیو درېیو میاشتو کې ټي ټي پي نېږدې دولس هغه ویډیوګانې خپرې کړې، چې پکې ښودل کیږي، چې د ډېورنډ پولې ته نېږدې د پاکستاني ملېشو او پوځ یو شمېر پوستې یې نیولي او سوځولې دي.

د اسحاق ډار په دغه سفر کې به پاکستان یو ځل بیا طالبانو ته د ټي ټي پي په اړه خپلې اندېښنې وړاندې کړي.

کډوال:

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتېدو وروسته د دغه هېواد پخواني موقت حکومت د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې او تر دا مهاله یې نېږدې اووه سوه زره افغان کډوال بېرته په جبري ډول ستانه کړي دي.

د اسحاق ډار د خبرو په اجنډا کې درېیم محور له پاکستان څخه د افغان کډوالو وېستل او په دغه برخه کې د طالبانو د همکارۍ غوښتنه ده.

100%

که څه هم تازه پاکستان د هغو نېږدې یو نیم میلیونه افغان کډوالو د اوسېدو موده یو کال تمدید کړه، چې د کډوالۍ اسناد لري.

د خبرو فرعي محورونه:

له طالبانو سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو دوه فرعي محورونه د ډېورنډ د کرښې مدیریت او د دواړو هېوادونو تر منځ د ډېپلوماتیکو - اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده.

د ډېورنډ د کرښې د مدیریت په برخه کې پاکستان غواړي، چې په تورخم، سپین بولدګ او یو شمېر نورو صفري نقطو کې له مشترکې نظامي کمېټې جوړې کړي، چې دا وړاندیز به د دغه سفر په ترڅ کې وشي.

100%

پر فیسبوک د طالبي فعالیت بندیز؛میټا کمپنۍ د طالبانو له مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې کړې دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د میټا کمپنۍ د سېنګاپور دفتر یوه کارکوونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې دغې کمپنۍ د طالبانو د مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې کړې دي. د طالبانو د مخابراتو وزارت سرچینو هم تایید کړې، چې له تېرو درېیو کلونو را په دې خوا یې میټا کمپنۍ رسمي ایمیلونو ته ځواب نه وايي.

د میټا کمپنۍ د فیسبوک څانګې یو کار کوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې له تېرو درېیو کلونو را په دېخوا د میټا کمپنۍ د طالبانو د مخابراتو وزارت ته ځواب نه وايه؛ خو په اړه یې د یادې کمپنۍ د مشرتابه له خوا رسمي پرېکړه نه وه شوې.

د سرچینې په خبره؛ د روانې جولای میاشتې په شپږمه نېټه د میټا کمپنۍ د پالیسۍ برخې د سینګاپور دفتر ته ایمیل کړی، چې وروسته له دې په رسمي ډول د طالبانو له مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې دي او هېڅ کارکوونکی نه شي کولی، چې د طالبانو مخابراتو وزارت ته په رسمي ډول ځواب ورکړي.

دغه سرچینه وايي، چې د طالبانو د مخابراتو له وزارت څخه یې په تېرو درېیو کلونو کې له له ۱۵۰ زیات ایمیلونه او غوښتنې تر لاسه کړي، چې د شا او خوا ۱۹ سوه اکاونټونو، پاڼو او ګروپونو د بیا فعالېدو او بندیز لرې کېدو وړاندیز یې کړی دی.

د سرچینې په خبره؛ اکثر فیسبوک اکاونټونه او پاڼې د ټولنیزو معیارونو په نظر کې د نه نیولو له امله محدودې شوې او یا هم له منځه تللې وې؛ خو د طالبانو د مخابراتو وزارت یې د بیا فعالیدو او محدودیت د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د مخابراتو په وزارت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه، چې دغه وزارت په بار – بار هڅه کړې، چې له فیسبوک کمپنۍ سره اړیکه وکړي؛ خو هغوی نه منفي او نه هم مثبت ځواب ورکوي.

د مخابراتو وزارت دا سرچینه زیاتوي: "د جمهوریت پر مهال له فیسبوک، ټویټر او ټولو ټولنیزو شبکو سره په رسمي ډول زموږ ارتباطات وو؛ مګر د طالبانو په راتګ سره فیسبوک اړیکې پرې کړې دي".

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو را وروسته د دغې ډلې د اکثرو غړو د فیسبوک اکاونټونه وتړل شول، د طالبانو د کلیمې سربېره د طالبانو د ګڼو چارواکو د نومونو لیکل په فیسبوک کې محدود شول او د طالبانو د مشر په ګډون د کابینې د ۴۱ غړو پر تصویرونو هم بندیز ولګېد.

له همدې امله ګڼو طالبانو په اېکس شبکې کې اکاونټونه پرانیستي او فعالیت کوي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د فیسبوک کمپنۍ رسمي نظر را واخلو؛ خو له بار - بار اړیکو نیولو سره هم ونه توانېدو.