• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پوهنتون د استادانو یوه ډله: د هېواد شخصیتونو ته سپکاوی تر اېرو لاندې اور زیاتوي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۱

په کابل کې د لیکوالانو او د پوهنتونونو استادانو یوې ډلې په یوه لیک کې خبرداری ورکړی، چې د هېواد د قومي او سیاسي شخصیتونو سپکاوی به تر ايرو لاندې اور بل کړي. دوی وایي، چې دا کار ملي یووالي، امنیت او ثبات ته زیان رسوي.

په دې وروستيو کې طالبانو په تورخم کې د امان الله خان پر انځور سپين رنګ پاشلی او پر هغه ځای يې خپل بيرغ رسم کړی او همدا ډول طالبان په کابل کې د پخواني جهادي مشر عبدالعلي مزاري د مجسمې په ړنګولو له پراخو نيوکو سره مخ شوي دي.

د پوهنتون استادانو د سیاسي او تاریخي شخصیتونو سپکاوی د اندېښنې وړ او مشکوک وباله او له طالبانو یې وغوښتل، چې د نفاق جوړونکو کسانو مخه ونیسي.

د پوهنتون استادانو دغه اعلاميه د چهار شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) افغانستان انټرنشنل ته لېږلې او له طالبانو يې غوښتي، چې «د تنګ نظره او استثماري اشخاصو او ډلو» مخه ونيسي او د تاریخي ویاړونو، ملي او جهادي شخصیتونو، سمبولونو، عقایدو او د بېلابېلو قومونو، طبقو، افکارو او ویناو د استازو درناوی وکړي.

لیکوالانو او د پوهنتون استادانو خبرداری ورکړی، چې «مشکوک» او «منافقانه» کړنې، عقدې او کېنې را ژوندۍ کوي او د هېواد امنیت، ثبات او ملي یووالی له ګواښ سره مخ کوي.

د پوهنتون د استادانو په خبره؛ د هېواد د بې ثباتۍ، نفاق، جګړو او شخړو اصلي لامل نه زغم او د یو بل نه منل دي.

په اعلامیه کې راغلي: «کله چې ادعا کېږي چې جګړه او شخړه پای ته رسېدلې او ملي حاکمیت رامنځته شوی، نو وضعیت هم باید په بشپړه توګه بدل شي. دښمني ختمه او غوسه کميږي. د انتقام اورونه مړه کيږي. هر څوک باید د یوځای ژوند کولو په اړه فکر وکړي. هېواد باید د ټولو ګډ کور وګڼل شي. د ټولنیزو ډلو تنوع او د هغوی د بېلابېلو ګټو، باورونو، احساساتو او عواطف باید وپېژندل شي.»

دوی د هېواد د سیاسي او تاریخي شخصیتونو پر درناوي ټینګار وکړ او ویې ویل: «د باثباته هېوادونو تجربې ښیي، چې د دوی یووالی او ثبات د تنوع او توپیر درناوی او منل دي.»

د دوی په وينا: « د قدر وړ شخصیتونو، د درناوي وړ ارزښتونو، سمبولونو او د خلکو د عقایدو درناوی هم باید وشي. دا هم مهم دیني او اخلاقي اصول دي.»

د پوهنتون استادانو او لیکوالانو ویلي دي چې «د فکرونو د له منځه وړلو هڅې» ملي یووالی او د ملي باور بنسټونه له منځه وړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

عزم استحکام، کډوال او ټي ټي پي؛ له طالبانو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو اجنډا

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

ټاکل شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار افغانستان ته سفر وکړي او د دغه سفر په لړ کې به له طالبانو سره د ډېورنډ دواړو غاړو ته د عزم استحکام پر عملیاتو، ټي ټي پي، کډوالو او د دواړو هېوادونو په اړیکو خبرې وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت ورسره د اسحاق ډار د خبرو اجنډا شریکه کړې ده.

اسحاق ډار په خپل سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سربېره د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د کندهار له والي سره د لیدنې غوښتنه کړې ده.

د خبرو په اجنډا کې څه دي؟

له طالبانو سره د اسحاق ډار د خبرو وړاندیز شوې اجنډا چې له طالبانو سره شریکه شوې درې اساسي او دوه فرعي محورونه لري.

د عزم استحکام عملیات:

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په سفر کې د خبرو د اجنډا لومړی محور طالبانو ته د عزم استحکام د عملیاتو رسمي خبرداری دی.

که څه هم د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د دغو عملیاتو په پیل کې ویلي وو، چې دوی به خپل مخالفین د ډېورنډ له پولې پورې غاړې ته هم په نښه کوي، اسحاق ډار به په دغو لیدنو کې طالبانو ته رسمي خبرداری ورکوي، چې د پاکستان پوځ د ډېورنډ له پولې دې غاړې هم د خپلو مخالفینو پر وړاندې عملیات کوي.

100%

که څه هم د خبرو د اجنډا په شرحه کې راغلي، چې پاکستان له طالبانو غواړي، چې د عزم استحکام عملیاتو په ترسراوي سره پاکستان غواړي د ډېورنډ پوله دواړو غاړو ته خوندي کړي او په دغو عملیاتو کې له طالبانو د همکارۍ تمه لري.

د عزم استحکام د عملیاتو په اړه د خبرو یو فرعي محور د امریکايي ځواکونو مانورې هم دي، چې پاکستان یې په اړه طالبانو ته د خبرداري په دود کاروي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي، چې په احتمالي ډول د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به د یادو مانورو په اړه اسحاق ډار ته خپله ناخوښي څرګنده کړي.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول د دغو ګډو مانورو په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی؛ خو د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼه لیکي، چې که د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې امریکايي عسکرو ته ځای ورکوي؛ نو پایلې به یې خطرناکې وي.

وېبپاڼه زیاتوي؛ د پاکستان د پوځ د نادرستو پرېکړو له امله په وروستو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک په تشکیلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

المرضاد زیاتوي: "د همغه ظلمونو نتیجه وه، چې د پاکستان مجاهدین د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په نوم بدل او د پوځ پر وړاندې یې جهاد پیل کړ."

د طالبانو دغې وېبپاڼې د پاکستان پر خلکو غږ کړی، چې که د پوځ دا ډول پرېکړو مخنیوي ونه کړي؛ نو د پوځ د بل کړي اور لمبې به تر دوی هم ورسیږي.

د المرصاد ورځپاڼې د دغې لیکنې په غبرګون د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر اړوند یو شمېر ټولنیزو شبکو جدي غبرګون ښودلی دی او طالبان یې نړۍوال ترهګر بللي دي.

د ټي ټي پي پټنځایونه:

د پاکستان د حکومت او پوځ چارواکو په بار - بار ویلي، چې طالبانو ټي ټي پي ته په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي؛ خو دا ادعا بیا طالبانو په کلکه رد کړې او په پاکستان کې رامنځته شوې ناامني یې د دغه هېواد د امنیتي ادارو د کمزورۍ علت بللی دی.

100%

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر به په دغه سفر کې له طالبانو سره د ټي ټي پي د ملاتړ او د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د پټنځایونو یو شمېر اسناد هم شریک کړي.

په وروستیو درېیو میاشتو کې ټي ټي پي نېږدې دولس هغه ویډیوګانې خپرې کړې، چې پکې ښودل کیږي، چې د ډېورنډ پولې ته نېږدې د پاکستاني ملېشو او پوځ یو شمېر پوستې یې نیولي او سوځولې دي.

د اسحاق ډار په دغه سفر کې به پاکستان یو ځل بیا طالبانو ته د ټي ټي پي په اړه خپلې اندېښنې وړاندې کړي.

کډوال:

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتېدو وروسته د دغه هېواد پخواني موقت حکومت د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې او تر دا مهاله یې نېږدې اووه سوه زره افغان کډوال بېرته په جبري ډول ستانه کړي دي.

د اسحاق ډار د خبرو په اجنډا کې درېیم محور له پاکستان څخه د افغان کډوالو وېستل او په دغه برخه کې د طالبانو د همکارۍ غوښتنه ده.

100%

که څه هم تازه پاکستان د هغو نېږدې یو نیم میلیونه افغان کډوالو د اوسېدو موده یو کال تمدید کړه، چې د کډوالۍ اسناد لري.

د خبرو فرعي محورونه:

له طالبانو سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو دوه فرعي محورونه د ډېورنډ د کرښې مدیریت او د دواړو هېوادونو تر منځ د ډېپلوماتیکو - اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده.

د ډېورنډ د کرښې د مدیریت په برخه کې پاکستان غواړي، چې په تورخم، سپین بولدګ او یو شمېر نورو صفري نقطو کې له مشترکې نظامي کمېټې جوړې کړي، چې دا وړاندیز به د دغه سفر په ترڅ کې وشي.

100%

پر فیسبوک د طالبي فعالیت بندیز؛میټا کمپنۍ د طالبانو له مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې کړې دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د میټا کمپنۍ د سېنګاپور دفتر یوه کارکوونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې دغې کمپنۍ د طالبانو د مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې کړې دي. د طالبانو د مخابراتو وزارت سرچینو هم تایید کړې، چې له تېرو درېیو کلونو را په دې خوا یې میټا کمپنۍ رسمي ایمیلونو ته ځواب نه وايي.

د میټا کمپنۍ د فیسبوک څانګې یو کار کوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې له تېرو درېیو کلونو را په دېخوا د میټا کمپنۍ د طالبانو د مخابراتو وزارت ته ځواب نه وايه؛ خو په اړه یې د یادې کمپنۍ د مشرتابه له خوا رسمي پرېکړه نه وه شوې.

د سرچینې په خبره؛ د روانې جولای میاشتې په شپږمه نېټه د میټا کمپنۍ د پالیسۍ برخې د سینګاپور دفتر ته ایمیل کړی، چې وروسته له دې په رسمي ډول د طالبانو له مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې دي او هېڅ کارکوونکی نه شي کولی، چې د طالبانو مخابراتو وزارت ته په رسمي ډول ځواب ورکړي.

دغه سرچینه وايي، چې د طالبانو د مخابراتو له وزارت څخه یې په تېرو درېیو کلونو کې له له ۱۵۰ زیات ایمیلونه او غوښتنې تر لاسه کړي، چې د شا او خوا ۱۹ سوه اکاونټونو، پاڼو او ګروپونو د بیا فعالېدو او بندیز لرې کېدو وړاندیز یې کړی دی.

د سرچینې په خبره؛ اکثر فیسبوک اکاونټونه او پاڼې د ټولنیزو معیارونو په نظر کې د نه نیولو له امله محدودې شوې او یا هم له منځه تللې وې؛ خو د طالبانو د مخابراتو وزارت یې د بیا فعالیدو او محدودیت د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د مخابراتو په وزارت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه، چې دغه وزارت په بار – بار هڅه کړې، چې له فیسبوک کمپنۍ سره اړیکه وکړي؛ خو هغوی نه منفي او نه هم مثبت ځواب ورکوي.

د مخابراتو وزارت دا سرچینه زیاتوي: "د جمهوریت پر مهال له فیسبوک، ټویټر او ټولو ټولنیزو شبکو سره په رسمي ډول زموږ ارتباطات وو؛ مګر د طالبانو په راتګ سره فیسبوک اړیکې پرې کړې دي".

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو را وروسته د دغې ډلې د اکثرو غړو د فیسبوک اکاونټونه وتړل شول، د طالبانو د کلیمې سربېره د طالبانو د ګڼو چارواکو د نومونو لیکل په فیسبوک کې محدود شول او د طالبانو د مشر په ګډون د کابینې د ۴۱ غړو پر تصویرونو هم بندیز ولګېد.

له همدې امله ګڼو طالبانو په اېکس شبکې کې اکاونټونه پرانیستي او فعالیت کوي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د فیسبوک کمپنۍ رسمي نظر را واخلو؛ خو له بار - بار اړیکو نیولو سره هم ونه توانېدو.

کورنی کرېکټ؛ د میوند اتلانو لوبډلې پامير ليجنډز ته د ۷۰ منډو په توپير ماتې ورکړه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ بورډ په نوښت د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په لومړۍ لوبه کې میوند اتلانو لوبډلې پامیر لیجنډز ته د ۷۰ منډو په توپير ماتې ورکړه. د ميوند اتلانو لوبډلمشر شرف الدين اشرف د ۱۰۶ او اسلام ځاځي د ۶۰ منډو په جوړېدو بهترينه ملګرتیا وکړه او لوبډله يې تر بريا ورسوله.

د دغو يو ورځنيو لوبو د لومړۍ سيالۍ پچه د ميوند اتلانو لوبډلې وګټله او لومړۍ يې توپ وهنه غوره کړه.

میوند اتلانو لوبډلې په ۵۰ اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلي سيالې لوبډلې پامير ليجنډز ته ۲۷۷ منډې هدف وټاکه.

د پامير ليجنډز لوبډلې توپ اچوونکو نويد ځدراڼ او عبدالله احمدزي د سيالې لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول.

پامير ليجنډز لوبډلې په ۴۳،۵ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۶ منډې جوړې کړې او په لومړۍ لوبه کې یې د ۷۰ منډو په توپير ماتې وخوړه.

دغه سیالۍ نن په کندوز ولایت کې پیل شوې او ۱۴ ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، په دې سیالیو کې میوند اتلان، پامیر لېجنډز، ماهیپر ستوري او هندوکش سټرایکرز لوبډلې ګډون لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د سياليو نندارې ته په زيات شمېر مينوال ورغلي او خپل اتلان هڅوي.

د ایران او افغانستان سوداګرۍ خونه: افغانانو په ایران کې درې میلیارده ډالره پانګونه کړې ده

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۲۴ GMT+۱

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په ایران کې ثبت شویو بهرنیو شرکتونو له ډلې ۵۰ سلنه یې د افغانانو دي. ښاغلی سيادت وايي، چې په دغه حساب افغان سوداګرو په دغه هېواد کې له درې میلیارد ډالرو ډېره پانګونه کړې ده.

ایسنا خبري اژانس د دغه ايراني چارواکي له قوله لیکلي دي:«اوس په ایران کې د ثبت شویو بهرنیو شرکتونو ۵۰ سلنه افغاني شرکتونه دي.» د هغه په وينا « زياتره بهرني پانګوال هم افغانان دي.»

د ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې د طالبانو له لوري د کابل له سقوط وروسته افغان سوداګرو په ايران کې پراخه پانګونه وکړه.

په ایران کې د سوداګرۍ په برخه کې د پانګونې دغه کچه د افغان سوداګرو باور څرګندوي.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د خصوصي موسسو پر کارونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې خونې پر فعالیتونو ټینګار وکړ.

محمود سیادت وايي، د افغانستان او ایران د اقتصاد د ودې لپاره باید د افغان اقتصادي فعالانو ملاتړ وشي او د هغوی له وړتیاوو کار واخیستل شي.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر وویل: «په ایران کې د افغانانو اړیکې او ستونزې باید تعقیب شي. دوی په افغانستان کې د ایران د راتلونکي لپاره زموږ ستره سرمایه ده.»

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروستهیو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو خپل شرکتونه او د خپلې پانګې یوه لویه برخه د ایران په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته لېږدولې ده.

طالبان ټینګار کوي، چې په افغانستان کې یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې او د دوی په خبره افغان سوداګر هڅه کوي، چې خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.

په البانیا کې یوه ډله افغانان: ناڅرګند برخلیک زموږ ډېر خلک په ژور خپګان اخته کړي دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۲۳ GMT+۱

شاوخوا شل افغانې کورنۍ چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته البانیا ته لېږدول شوې، وايي چې تر اوسه د دوی د پناه غوښتنې پر دوسیو غور نه دی شوی. دوی د خپلو دوسیو د بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د البانیا د حکومت ملاتړ له دوی سره مخ پر کمېدو دی.

د دغو کورنيو يو شمېر استازو په يوه پرانيستي ليک کې چې يوه کاپي يې افغانستان انټرنېشنل ته هم رسېدلې، ویلي چې د کار او زده‌کړې زمينه ورته نه ده برابره.

دوی وویل، چې دغه وضعیت د کډوالۍ دوسیې د نه څېړلو ترڅنګ په البانیا کې افغان کورنۍ له بد حالت سره مخامخې کړي او په ژور خپګان اخته شوي دي.

دغه کورنۍ د ځينو امريکايي موسسو له‌خوا له کابل څخه اېستل شوې وې.

ګڼ شمېر افغانان چې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته البانیا ته تللي وو، امریکا یا کاناډا ته لېږدول شوي دي.

د دغو افغانانو له لوري د استول شوي لیک په یوه برخه کې ویل شوي، چې په البانیا کې د استوګنې منل د دوی لپاره مناسبه چاره نه ده او بل درېیم هېواد ته د هغوی لېږدول به د دوی د کډوالۍ دوسیه نوره هم اوږده کړي.