• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر فیسبوک د طالبي فعالیت بندیز؛میټا کمپنۍ د طالبانو له مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې کړې دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د میټا کمپنۍ د سېنګاپور دفتر یوه کارکوونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې دغې کمپنۍ د طالبانو د مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې کړې دي. د طالبانو د مخابراتو وزارت سرچینو هم تایید کړې، چې له تېرو درېیو کلونو را په دې خوا یې میټا کمپنۍ رسمي ایمیلونو ته ځواب نه وايي.

د میټا کمپنۍ د فیسبوک څانګې یو کار کوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې له تېرو درېیو کلونو را په دېخوا د میټا کمپنۍ د طالبانو د مخابراتو وزارت ته ځواب نه وايه؛ خو په اړه یې د یادې کمپنۍ د مشرتابه له خوا رسمي پرېکړه نه وه شوې.

د سرچینې په خبره؛ د روانې جولای میاشتې په شپږمه نېټه د میټا کمپنۍ د پالیسۍ برخې د سینګاپور دفتر ته ایمیل کړی، چې وروسته له دې په رسمي ډول د طالبانو له مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې دي او هېڅ کارکوونکی نه شي کولی، چې د طالبانو مخابراتو وزارت ته په رسمي ډول ځواب ورکړي.

دغه سرچینه وايي، چې د طالبانو د مخابراتو له وزارت څخه یې په تېرو درېیو کلونو کې له له ۱۵۰ زیات ایمیلونه او غوښتنې تر لاسه کړي، چې د شا او خوا ۱۹ سوه اکاونټونو، پاڼو او ګروپونو د بیا فعالېدو او بندیز لرې کېدو وړاندیز یې کړی دی.

د سرچینې په خبره؛ اکثر فیسبوک اکاونټونه او پاڼې د ټولنیزو معیارونو په نظر کې د نه نیولو له امله محدودې شوې او یا هم له منځه تللې وې؛ خو د طالبانو د مخابراتو وزارت یې د بیا فعالیدو او محدودیت د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د مخابراتو په وزارت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه، چې دغه وزارت په بار – بار هڅه کړې، چې له فیسبوک کمپنۍ سره اړیکه وکړي؛ خو هغوی نه منفي او نه هم مثبت ځواب ورکوي.

د مخابراتو وزارت دا سرچینه زیاتوي: "د جمهوریت پر مهال له فیسبوک، ټویټر او ټولو ټولنیزو شبکو سره په رسمي ډول زموږ ارتباطات وو؛ مګر د طالبانو په راتګ سره فیسبوک اړیکې پرې کړې دي".

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو را وروسته د دغې ډلې د اکثرو غړو د فیسبوک اکاونټونه وتړل شول، د طالبانو د کلیمې سربېره د طالبانو د ګڼو چارواکو د نومونو لیکل په فیسبوک کې محدود شول او د طالبانو د مشر په ګډون د کابینې د ۴۱ غړو پر تصویرونو هم بندیز ولګېد.

له همدې امله ګڼو طالبانو په اېکس شبکې کې اکاونټونه پرانیستي او فعالیت کوي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د فیسبوک کمپنۍ رسمي نظر را واخلو؛ خو له بار - بار اړیکو نیولو سره هم ونه توانېدو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

کورنی کرېکټ؛ د میوند اتلانو لوبډلې پامير ليجنډز ته د ۷۰ منډو په توپير ماتې ورکړه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ بورډ په نوښت د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په لومړۍ لوبه کې میوند اتلانو لوبډلې پامیر لیجنډز ته د ۷۰ منډو په توپير ماتې ورکړه. د ميوند اتلانو لوبډلمشر شرف الدين اشرف د ۱۰۶ او اسلام ځاځي د ۶۰ منډو په جوړېدو بهترينه ملګرتیا وکړه او لوبډله يې تر بريا ورسوله.

د دغو يو ورځنيو لوبو د لومړۍ سيالۍ پچه د ميوند اتلانو لوبډلې وګټله او لومړۍ يې توپ وهنه غوره کړه.

میوند اتلانو لوبډلې په ۵۰ اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلي سيالې لوبډلې پامير ليجنډز ته ۲۷۷ منډې هدف وټاکه.

د پامير ليجنډز لوبډلې توپ اچوونکو نويد ځدراڼ او عبدالله احمدزي د سيالې لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول.

پامير ليجنډز لوبډلې په ۴۳،۵ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۶ منډې جوړې کړې او په لومړۍ لوبه کې یې د ۷۰ منډو په توپير ماتې وخوړه.

دغه سیالۍ نن په کندوز ولایت کې پیل شوې او ۱۴ ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، په دې سیالیو کې میوند اتلان، پامیر لېجنډز، ماهیپر ستوري او هندوکش سټرایکرز لوبډلې ګډون لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د سياليو نندارې ته په زيات شمېر مينوال ورغلي او خپل اتلان هڅوي.

د ایران او افغانستان سوداګرۍ خونه: افغانانو په ایران کې درې میلیارده ډالره پانګونه کړې ده

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۲۴ GMT+۱

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په ایران کې ثبت شویو بهرنیو شرکتونو له ډلې ۵۰ سلنه یې د افغانانو دي. ښاغلی سيادت وايي، چې په دغه حساب افغان سوداګرو په دغه هېواد کې له درې میلیارد ډالرو ډېره پانګونه کړې ده.

ایسنا خبري اژانس د دغه ايراني چارواکي له قوله لیکلي دي:«اوس په ایران کې د ثبت شویو بهرنیو شرکتونو ۵۰ سلنه افغاني شرکتونه دي.» د هغه په وينا « زياتره بهرني پانګوال هم افغانان دي.»

د ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې د طالبانو له لوري د کابل له سقوط وروسته افغان سوداګرو په ايران کې پراخه پانګونه وکړه.

په ایران کې د سوداګرۍ په برخه کې د پانګونې دغه کچه د افغان سوداګرو باور څرګندوي.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د خصوصي موسسو پر کارونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې خونې پر فعالیتونو ټینګار وکړ.

محمود سیادت وايي، د افغانستان او ایران د اقتصاد د ودې لپاره باید د افغان اقتصادي فعالانو ملاتړ وشي او د هغوی له وړتیاوو کار واخیستل شي.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر وویل: «په ایران کې د افغانانو اړیکې او ستونزې باید تعقیب شي. دوی په افغانستان کې د ایران د راتلونکي لپاره زموږ ستره سرمایه ده.»

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروستهیو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو خپل شرکتونه او د خپلې پانګې یوه لویه برخه د ایران په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته لېږدولې ده.

طالبان ټینګار کوي، چې په افغانستان کې یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې او د دوی په خبره افغان سوداګر هڅه کوي، چې خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.

د پاکستان لومړي وزیر او د پوځ لوی درستیز بیا د یوه امنیتي چارواکي تابوت پورته کړ

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، د سې شنبې په ورځ د پښتونخوا، شمالي او جنوبي وزیرستان په بېلابېلو پېښو کې پنځه امنیتي چارواکي او درې ماشومان وژل شوي دي. د رسنیو له لوري په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې شهباز شریف او عاصم منیر د یوه امنیتي چارواکي تابوت پر خپلو اوږو پورته کړی.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د نن ورځې په نښتو کې لږ تر لږه دوه وسلوال هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ نن خبرپاڼه کې ويلي، په جنوبي وزیرستان کې یو پوځي افسر، په لکي مروت کې یو سرتېری او د هغه درې کوچني وريرونه او درې نور سرتېري په جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې له وسله والو سره په جلا جلا نښتو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو نښتو په ترڅ کې د دریو ښځو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

پښتونخوا او وزیرستان د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره له ناامنه او خطرناکو سیمو څخه دي.

په دغو سیمو کې امنیتي ځواکونه زيات مهال د وسله والو ډلو له ګواښونو سره مخامخ وي.

د پاکستان څارګرې ادارې ته د ټلیفوني خبرو اورېدو قانوني واک ور کړل شو

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د پاکستان حکومت د دغه هېواد له پوځ سره تړلې څارګرې ادارې یا ای اېس ای ته د خلکو د ټلیفوني خبرو او پیغامونو د اورېدو واک ور کړ. دې ګام سره پوځ د پاکستان په سیاست کې خپل مهم رول نور هم زیات کړ، چې د دې هېواد تر جوړېدو راهیسې له نیمايي ډېر وخت نظامیانو پرې واکمني کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان ځواکمن پوځ د حکومتونو په جوړولو او پرځولو کې مهم رول لري او ای اېس ای ته د نوي واک ور کولو اپوزیسیون او خواله رسنۍ غوسه کړي دي.

د قانون وزیر اعظم نظیر تارړ پرون پارلمان ته وویل، چې د معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت د جولای په اتمه یوه نوټس یا یادښت کې پر دې بدلون خبر شوی دی.

د نوموړي په خبره، «په دې ګام سره به قانون ماتوونکي له قانوني چلن سره مخ شي. دې کار سره به جرمي او ترهګریزې چارې محدودې شي او حکومت به دا ډاډ تر لاسه کړي چې د عادي خلکو شخصي حریم او ازادي نه زیانمېږي.»

رویټرز هم دا یادښت لیدلې چې پکې راغلي، «فدرالي حکومت د ملي امنیت او د هر ډول تېري د مخنیوي لپاره خوشال دی چې پوځیانو ته اجازه ور کوي، چې ټلیفوني خبرې او پیغامونه واوري یا د هر ډول مخابراتي‌خبرې وڅاري.»

د پاکستان د حکومت له دې پرېکړې سره پارلمان کې د بندي عمران خان د تحریک انصاف په مشرۍ اپوزیسیون مخالف دی.

خو عمران خان په خپله واکمنۍ کې د قانوني واک په نشتوالي کې هم د ای اېس ای له خوا د خپل یا نورو سیاستوالو د ټلیفون څارلو ملاتړ کړی و.

په البانیا کې یوه ډله افغانان: ناڅرګند برخلیک زموږ ډېر خلک په ژور خپګان اخته کړي دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۲۳ GMT+۱

شاوخوا شل افغانې کورنۍ چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته البانیا ته لېږدول شوې، وايي چې تر اوسه د دوی د پناه غوښتنې پر دوسیو غور نه دی شوی. دوی د خپلو دوسیو د بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د البانیا د حکومت ملاتړ له دوی سره مخ پر کمېدو دی.

د دغو کورنيو يو شمېر استازو په يوه پرانيستي ليک کې چې يوه کاپي يې افغانستان انټرنېشنل ته هم رسېدلې، ویلي چې د کار او زده‌کړې زمينه ورته نه ده برابره.

دوی وویل، چې دغه وضعیت د کډوالۍ دوسیې د نه څېړلو ترڅنګ په البانیا کې افغان کورنۍ له بد حالت سره مخامخې کړي او په ژور خپګان اخته شوي دي.

دغه کورنۍ د ځينو امريکايي موسسو له‌خوا له کابل څخه اېستل شوې وې.

ګڼ شمېر افغانان چې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته البانیا ته تللي وو، امریکا یا کاناډا ته لېږدول شوي دي.

د دغو افغانانو له لوري د استول شوي لیک په یوه برخه کې ویل شوي، چې په البانیا کې د استوګنې منل د دوی لپاره مناسبه چاره نه ده او بل درېیم هېواد ته د هغوی لېږدول به د دوی د کډوالۍ دوسیه نوره هم اوږده کړي.