• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لومړي وزیر او د پوځ لوی درستیز بیا د یوه امنیتي چارواکي تابوت پورته کړ

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، د سې شنبې په ورځ د پښتونخوا، شمالي او جنوبي وزیرستان په بېلابېلو پېښو کې پنځه امنیتي چارواکي او درې ماشومان وژل شوي دي. د رسنیو له لوري په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې شهباز شریف او عاصم منیر د یوه امنیتي چارواکي تابوت پر خپلو اوږو پورته کړی.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د نن ورځې په نښتو کې لږ تر لږه دوه وسلوال هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ نن خبرپاڼه کې ويلي، په جنوبي وزیرستان کې یو پوځي افسر، په لکي مروت کې یو سرتېری او د هغه درې کوچني وريرونه او درې نور سرتېري په جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې له وسله والو سره په جلا جلا نښتو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو نښتو په ترڅ کې د دریو ښځو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

پښتونخوا او وزیرستان د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره له ناامنه او خطرناکو سیمو څخه دي.

په دغو سیمو کې امنیتي ځواکونه زيات مهال د وسله والو ډلو له ګواښونو سره مخامخ وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان څارګرې ادارې ته د ټلیفوني خبرو اورېدو قانوني واک ور کړل شو

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د پاکستان حکومت د دغه هېواد له پوځ سره تړلې څارګرې ادارې یا ای اېس ای ته د خلکو د ټلیفوني خبرو او پیغامونو د اورېدو واک ور کړ. دې ګام سره پوځ د پاکستان په سیاست کې خپل مهم رول نور هم زیات کړ، چې د دې هېواد تر جوړېدو راهیسې له نیمايي ډېر وخت نظامیانو پرې واکمني کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان ځواکمن پوځ د حکومتونو په جوړولو او پرځولو کې مهم رول لري او ای اېس ای ته د نوي واک ور کولو اپوزیسیون او خواله رسنۍ غوسه کړي دي.

د قانون وزیر اعظم نظیر تارړ پرون پارلمان ته وویل، چې د معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت د جولای په اتمه یوه نوټس یا یادښت کې پر دې بدلون خبر شوی دی.

د نوموړي په خبره، «په دې ګام سره به قانون ماتوونکي له قانوني چلن سره مخ شي. دې کار سره به جرمي او ترهګریزې چارې محدودې شي او حکومت به دا ډاډ تر لاسه کړي چې د عادي خلکو شخصي حریم او ازادي نه زیانمېږي.»

رویټرز هم دا یادښت لیدلې چې پکې راغلي، «فدرالي حکومت د ملي امنیت او د هر ډول تېري د مخنیوي لپاره خوشال دی چې پوځیانو ته اجازه ور کوي، چې ټلیفوني خبرې او پیغامونه واوري یا د هر ډول مخابراتي‌خبرې وڅاري.»

د پاکستان د حکومت له دې پرېکړې سره پارلمان کې د بندي عمران خان د تحریک انصاف په مشرۍ اپوزیسیون مخالف دی.

خو عمران خان په خپله واکمنۍ کې د قانوني واک په نشتوالي کې هم د ای اېس ای له خوا د خپل یا نورو سیاستوالو د ټلیفون څارلو ملاتړ کړی و.

د غزې کړکېچ؛ غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۴۹ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

الجزیرې راپور ورکړی، چې اسراییلي ټانکونو د غزې ښار په ځینو ولسوالیو لکه شجاعیه، صبرا او تل الحوا کې خپل یرغلونه لا پسې ژور کړي دي او د سیمې اوسیدونکو هم د سختو جګړو راپور ورکړې دی.

د حماس او د فلسطین اسلامي جهاد وسله والو ډلو ویلي، چې دوی په تل الحوا کې د اسراییلي پوځ پر وړاندې، د ټانک ضد راکټونو او هاوانونو په ډزو سره جګړه کړې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

اسراییلي پوځ وروسته له هغو استخباراتي معلوماتو یې خپل پام د غزې ښار ته واړو، چې هلته یې د حماس اود فلسطین اسلامي جهاد وسله والو فعالیت څرکندولو.

د اسراییل د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې د حماس برید چې ددې هېواد په تاریخ کې تر ټولو بده پېښه بلل کیږي ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او کابو ۲۵۰ نور بیا د حماس له خوا یرغمل ونیول شول.
د غزې د عامې روغتیا وزارت د شمېر پربنسټ بیا پر غزې د اسراییلو د برید له پیل څخه تر اوسه پورې څه باندې ۳۸ زره فلسطیني وګړي وژل شوي، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

ډونالډ ټرامپ: جو بایډن به د خپل غرور له مخې ټاکنیزو سیالیو کې پاتې را شي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۱۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند ډونالډ ټرامپ ویلي، چې تمه نه لري جو بایډن به ولسمشرۍ ته له خپلې نوماندۍ تېر شي او هغه به د خپل غرور له امله په ټاکنیزو سیالیو کې پاتې کیږي.

د جمهوري غوښتونکو نوماند ټرامپ د دوشنبې په شپه فاکس نیوز سره په تلیفوني مرکه کې وویل، چې بایډن به د خپل فزیکي او روانې روغتیا په اړه د اندېښنو او فشار سره به په ټاکنیزو سیالیو کې پاتې شي.

ټرمپ وویل: «هغه مغروره شوی او نه غواړي چې دا غرور پریږدي، هغه نه غواړي چې داسې وکړي. ماته داسې ښکاري دا هغه څه دي چې هغه یې غواړي.»

ټرامپ وویل، چې دموکرات ګوند کول شي په بایډن په لږ فشار راوړلو سره له سیالۍ څخه لرې کړي.

ټرمپ وویل: «هغه ټول واک لري، هغه استازي لري، هغه اړ نه دی چې تېر شي.»

ټرمپ وویل، چې هغه تمه لري چې د ولسمشر مرستیاله کمالا هریس به د ډیموکراتانو نومانده وي که چېرې بایډن ګوښه شي.

ټرامپ وویل: «زه فکر کوم هغه به وي. فکر کوم هغوې د رایې په اړه ډېر اندېښمن دی که چیرې یې ترلاسه نه کړي. هغوی وېره لري.»

تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې که جو بایډن د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو څخه وځي کماله هريس یو له مهمو انتخابونو څخه وي.

دا راپور وروسته له هغه خپور شو، چې د ډونالډ ټرمپ سره په مناظره کې د جو بایډن فعالیت په ټاکنو کې د سیالۍ لپاره د اوسني ولسمشر د عمر او وړتیا په اړه د ډیموکراتانو اندېښنې راپورته کړې.

په ورته وخت کې په تېرو څو ورځو کې د امریکا ولسمشر ویلي، چې د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې به له سیالۍ څخه تېر نه شي.

د روسیې او اوکراین کړکېچ؛ کرملین په کییف کې د ماشومانو پر روغتون د روسیې برید رد کړ

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د کرملین ویاند په کییف کې د ماشومانو پر روغتون د روسیې توغندیز برید رد کړ او ویې ویل، چې مسکو په اوکراین کې پر ملکي اهدافو برید نه دی کړی. دیمیتری پسکوف وویل، چې د اوکراین د توغندیو ضد ډزې د دوشنبې د ورځې د روسیې د برید اصلي لامل و.

اوکرایني چارواکي وايي، چې د دوشنبې په ورځ په ټول هېواد کې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل: «موږ ټینګار کوو چې پر ملکي هدفونو بریدونه نه کوو. د روسیې بریدونه د کلیدي زیربناو او نظامي اهدافو پر وړاندې دي، چې یو څه د اوکراین له نظامي وړتیا سره تړاو لري."

اوکرایني چارواکي وايي، چې روسیې د دوشنبې په ورځ په کییف کې د ماشومانو پر روغتون د روسیې د کروز توغندي برید کړی او دغه توغندي د اوکراین پر نورو ښارونو هم لګېدلي دي.

په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې مشر ویلي؛ برید ښايي د روسیې د توغندي د مستقیم برید له امله شوی وي.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هم په کییف کې د ماشومانو پر روغتون د مسکو برید رد کړی و.

په دې برید کې تر ۱۷۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې په وروستیو میاشتو کې پر اوکراین د روسیې تر ټولو مرګونی برید بلل کېږي.

ایراني چارواکي: افغانستان د خپلو اړتیاو ۹۰ سلنه له وارداتو پوره کوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار وايي؛ افغانستان هغه هېواد دی، چې د خپلو اړتیاو ۹۰ سلنه برخه له وارداتو په ځانګړي ډول له ایران څخه برابروي. حسین روستايي زیاته کړه، چې افغانستان ته په وارداتو کې د ایران ونډه ۲۷ سلنه ده، په داسې حال کې چې دوی ۴۰ سلنه واردات لري.

د ایران رسنیو د دوشنبې په ورځ د جنګاښ په ۱۸مه د ښاغلي روستايي په حواله راپور ورکړ، چې ایران د افغانستان لومړنی سوداګریز شریک دی.

هغه وویل: "د افغانستان اوسنی حکومت د دغه هېواد په سوداګرۍ کې تر ټولو کمه مداخله لري او خصوصي سکتور دا کاروبار ورکوي."

دغه ایراني چارواکي ویلي" اوس چې طالبانو په جدي توګه د افغانستان د کانونو استخراج پیل کړی، افغانستان او ایران کولای شي په دې برخه کې لا زیاتې اقتصادي همکارۍ وکړي.
ښاغلي روستايي څه موده وړاندې ویلي وو، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي توکو د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۸۷۱ میلیونو ډالرو ته رسېدلی و.