• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د پاکستان پر بریدونو د هبت الله خاموشي؛ د افغانستان خلک له چا وضاحت وغواړي؟

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۰

په داسې حال کې چې همدا اوس د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې جګړې روانې دي، له اوکراین نه تر منځني ختیځه او له اسیا تر افریقا پورې د ډېرو هېوادونو مشران هڅه کوي خپل ولس د جګړو او کړکېچونو په اړه په دوامداره توګه خبر وساتي او هغوی ته ډاډ ورکړي، خو په افغانستان کې ملا هبت الله چوپ دی، ولې؟

په ډېرو سیاسي نظامونو کې دا یو مهم اصل ګڼل کېږي چې د جګړې او بحران پر مهال د دولت لومړی شخص باید د خلکو پوښتنو ته ځواب ووایي، د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او د خلکو د اندېښنو د کمولو هڅه وکړي.

په متحده ایالاتو کې د حکومت مشران د نړۍوالو جګړو او کړکېچونو په اړه پرله‌پسې څرګندونې کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جګړې په اړه څو ځله خبرې کړې او هڅه یې کړې چې خپل ولس د روان وضعیت په اړه خبر وساتي. په ډېرو لوېدیزو سیاسي نظامونو کې د دې ډول څرګندونو هدف دا وي چې خلک پوه شي حکومت څه کوي او وضعیت تر کومه کنټرول لاندې دی، ځکه ولس د حاکمیت د مشروعیت اساسي مرجع ده.

په ایران کې هم ورته صحنه لیدل شوې ده. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په وروستیو ورځو کې په تهران کې د خلکو تر منځ راښکاره شوی او هڅه یې کړې خپلو پلویانو ته دا پیغام ورکړي چې حکومت یې د جګړې پر مهال له ولس سره ولاړ دی او د خلکو له اندېښنو خبر دی.

دا په سخت حالت کې د ولس د عامه روان او عقل د ډاډ هڅه ګڼل کېدای شي چې هېواد مشران یې کوي.

د افغانانو پوښتنه

پوښتنه دا ده چې ایا د افغانستان خلک هم دا حق لري چې له خپل واکمن څخه پوښتنه وکړي، چې څه روان دي او ولې غلی یې؟

له شاوخوا شلو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې جګړې روانې دي. دواړه لوري یو بل ته د زیان اړولو ادعاوې کوي، هوايي بریدونه شوي دي، پاکستان د کابل سربېره کندهار، هلمند، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا او یو شمېر نورې سیمې بمبار کړې او زرګونه خلک له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دغو نښتو له امله لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۱۱۵ زره کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي. سربېره پر دې، سوداګریزې لارې تړل شوې، بازارونه زیانمن شوي، بیې لوړې شوې او د ډېورنډ دواړو غاړو ته اقتصادي ژوند اغېزمن شوی دی.

خو په داسې حال کې چې جګړه روانه ده، د طالبانو تر ټولو لوړ مشر ملا هبت الله اخوندزاده تر اوسه د دې جګړې په اړه کوم څرګند او مستقیم دریځ نه دی نیولی. حتا د کوچني اختر په وروستي پیغام کې هم د جګړې پر ځای ټینګار پر دې شوی چې د هغه د اوامرو اطاعت باید وشي.

دا پوښتنه ځکه جدي ده چې ملا هبت الله د طالبانو د واک تر ټولو لوړه پرېکړه کوونکې مرجع ګڼل کېږي؛ خو له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، نوموړی نه یوازې له رسنیو سره مرکې نه کوي، بلکې ډېر کم په عام محضر کې هم راښکاره شوی او افغانانو یې مخ هم نه دی لیدلی.

په سیاسي نظامونو کې د مشر حضور یوازې یو سمبول نه وي؛ بلکې د بحران پر مهال د خلکو او خپلو پلویانو د ډاډ یوه مهمه وسیله هم ګڼل کېږي. کله چې جګړه، ناامني او بې‌باوري زیاته شي، خلک غواړي د خپل واکمن وویني، خبرې یې واوري او پوه شي چې څوک د وضعیت د کنټرول مسوولیت پر غاړه لري؟

همدا اوس هېڅوک نه پوهیږي چې د وضعیت د کنټرول لومړۍ درجه مسوول څوک دی؟ او څه کوي؟

همدا لامل دی چې اوس د ډېرو افغانانو په ذهن کې دا پوښتنه راولاړېږي: ایا د اوسني وضعیت کنټرول په رښتیا د چا په لاس کې دی؟ او په کومه کچه ډاډ موجود دی چې د افغانستان له خلکو دفاع کېږي؟

ځینې شنونکي باور لري چې د داسې وضعیت پر مهال خاموشي څو پیغامونه لرلای شي. یو احتمال دا دی چې مهمې پرېکړې یوازې د محدودې کړۍ په دننه کې کېږي او د ولس له فشار او پوښتنو لرې ساتل کېږي.

بل احتمال دا دی چې د سیاسي مشروعیت او حساب ورکولو هغه دود لا هم نه دی رامنځته شوی چې خلک وکولای شي له حاکم څخه پوښتنه وکړي.

خو د دې خاموشۍ تر ټولو ډېر تاوان عادي خلکو ته رسېږي.

کله چې جګړه روانه وي او خلک له رسمي سرچینو واضح معلومات ترلاسه نه کړي، اوازې زیاتېږي، بې‌باوري پراخېږي او خلک نه پوهېږي چې راتلونکی به څه ډول وي. سوداګر نه پوهېږي چې سوداګري به روانه پاتې شي که نه؟ او کورنۍ نه پوهېږي چې جګړه به نوره هم پراخه شي که پای ته به ورسېږي.

له همدې امله په ډېرو هېوادونو کې د جګړې پر مهال د مشرانو خبرې یوازې یو سیاسي بیان نه وي؛ بلکې د ولس لپاره د معلوماتو، ډاډ او شفافیت یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي او ښايي همدا هغه پوښتنه وي چې اوس د افغانستان د ډېرو خلکو په ذهن کې ګرځي:
که جګړه د هېواد پر خاوره روانه وي، ایا د هېواد واکمن باید چوپ پاتې شي، که د ولس مخې ته راشي او د روان وضعیت په اړه وضاحت ورکړي؟

ځکه په جګړه کې یوازې مرمۍ نه لګېږي؛
خاموشي هم کله ناکله د خلکو پر باور او راتلونکې ژور اغېز پرېږدي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

•
•
•

نور کیسې

د جګړې په تداوم کې د پاکستان موخې

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۰
د جګړې په تداوم کې د پاکستان موخې
100%

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باندې د فبرورۍ له ۲۸مې نه پیل د پاکستان پوځي بریدونه له دوو اونیو راهیسې لا هم روان دي. د پاکستان پوځي بریدونه زیاتره د جنګي الوتکو او یا د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بم غورځول دي، چې زیاتره پکې د ماشومانو او ښځو په ګډون ملکي خلک په نښه کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باندې د فبرورۍ له اته ویشتمې نېټې نه پیل د پاکستان پوځي بریدونه له دوو اونیو راهیسې لا هم روان دي. د پاکستان پوځي بریدونه زیاتره د جنګي الوتکو او یا د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د کابل او کندهار په ګډون د افغانستان په شرقي او جنوبي ولایتونو باندې د بمونو غورځولو په شکل کې کېږي، چې زیاتره پکې د ماشومانو او ښځو په ګډون ملکي خلک په نښه کېږي.

د دې واقعیت تصدیق په مېډیا برسېره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو هېئت هم کړی دی.

د طالبانو امارت چون جنګي الوتکې او د هوايي بمباریود دفاع وسایل نه لري، نو د هغوی ځمکنۍ قواوې د ډیورنډ له کرښې سره پر پرتو پاکستاني پوځي پوستو د توپونو، هاوانونو او توغندیو په وسیله ګوزارونه کوي.

د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې په دویمه اونۍ کې درې مهم پرمختګونه ولیدل شول.

لومړی پرمختګ د طالبانو د امارت د دفاع وزیر ملا یعقوب په یوه مرکه کې پاکستان ته دا اخطار ورکړو چې که چېرې د افغانستان په پلازمېنه کابل باندې برید کېږي، نو د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد به هم برید کېږي. او رښتیا هم چې هر کله د مارچ د میاشتې په دیارلسمه نېټه پاکستاني الوتکو په کابل او کندهار باندې بمونه وغورځول، نو د کوهاټ، راولپنډۍ او اسلام‌اباد په ګډون نورو پاکستاني اهدافو باندې د طالبانو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وشول چې د طالبانو امارت یې په رسمي توګه مسوولیت په غاړه واخیست.

که څه هم د بې‌پیلوټه الوتکو دغو یادو شویو بریدونو کې کوم مهم ځاني یا مادي تاوان نه دی رسېدلی، خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د امارت بې‌پیلوټه الوتکې تر راولپنډۍ او اسلام‌اباد رسېدلې دي (د دغو بریدونو په ځواب کې د خالي په شپه د پاکستان جنګي الوتکو د کندهار په ځینو برخو بمونه وغورځول).

د جګړې په دویمه اونۍ کې دویم مهم پرمختګ د پاکستان د جنرالواکۍ له خوا د پاکستان په پوځي استخباراتو پورې تړلي د پاکستاني جهادیانو یو درې کسیز هېئت کابل ته په پټه توګه لېږل وو. د هېئت مشري له افغان طالبانو سره د زړو او نږدې اړیکو لرونکي فضل الرحمان خلیل کوله. دا پرمختګ په دې وجه ډېر جالب و چې له طالبانو سره د تېر کال د مې د میاشتې د جګړې په وخت د پاکستان جنرالواکۍ اعلان کړی و چې هغوی له دې نه پس له طالبانو سره خپلې زړې غیر رسمي اړیکې ختمې کړې دي او اوس به یوازې د حکومتي استازو په وسیله له هغوی نه د ترهګرۍ په اړه ځوابونه غواړي. خو طالبانو سره د پخوانیو جهادي انډیوالانو له لارې د خبرو اترو مطلب دا و چې اوس هم له طالبانو سره د جنرالواکۍ مناسبات زاړه په زاړه دي، او د پورته ذکر شویو جهادیانو په وسیله ترې خواهش کوي چې راځئ چې سره جوړ شو.

خو مشکل له دې نه ایجاد شو چې د پاکستاني جهادي هېئت د کابل د سفر خبر چې کله په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، نو لومړی خو د پاکستان د حکومتي منابعو له خوا وویل شول چې دغو کسانو کوم رسمي سفر نه دی کړی، دوی یوازې د تبلیغي جماعت د غړو سره په خپل سر کابل ته تللي دي. خو چې کله د پاکستان یو مستقل یوټیوبر اعزاز سید چې د ټاک شاک په نوم خپل یوټیوب چینل چلوي، دا خبر خپور کړ چې د پاکستاني جهادیانو هېئت د طالبانو د امارت د داخله چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو رییس وثیق سره لیدنې او خبرې اترې کړې دي، نو بیا د پاکستاني هېئت د تبلیغي جماعت سره کابل ته د تګ روایت ماتې وخوړه. د پاکستان پوځي استخبارات د دې خبر په خپرولو سره پر ژورنالیست اعزاز سید دومره په غوسه شول چې د هغه یوټیوب چینل یې بند کړ او له ویبپاڼې یې هغه خبر لرې کړ، ځکه د دغې افشاګرۍ په وجه کابل ته د جهادي هېئت سفر له ناکامۍ سره مخامخ شو.

د دواړو خواوو په روانه جګړه کې درېیم پرمختګ د چین له خوا د اوربند او خبرو اترو له لارې د دوه اړخیزو مسایلو د حل وړاندیز و. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي کابل او اسلام‌اباد ته سفرونه وکړل او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو ته یې د روغې جوړې په اړه د چین د حکومت پیغام ورساوه. همدارنګه د چین د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان او د طالبانو د امارت د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د چین وړاندیزونه هغوی ته ورسول، خو پاکستان د چین دغه وړاندیز ته غاړه کېنښوده.جالبه دا ده چې د پاکستان جنرالواکي امریکا ته وایي چې هغوی په طالبانو باندې فشار د امریکا د غوښتنو له امله دی، بلې خوا ته بیا چین ته ښیګړه اړوي چې هغه د ټي ټي پي فعالیتونه په دې موخه بندول غواړي چې د چین او پاکستان د تجارتي کوریډور د جوړولو په لار کې خنډونه لرې کړي. (البته د پاکستان د بهرنیو چارو وروسته وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې د چین او پاکستان اړیکې ځانګړې دي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړتوب کې د چین له هڅو ناسم برداشتونه شوي).

د پاکستان له خوا د طالبانو په امارت د پوځي بریدونو تداوم څو موخې لري. لومړۍ موخه دا ده چې پاکستاني جنرالان فکر کوي چې له افغانستان څخه د امریکايي قواوو د وتلو نه پس د افغانستان د اداره کولو واک د دوی په لاس کې دی او د پوځي عملیاتو په زور هغوی دا خبره په افغانانو منل غواړي. په افغانانو کې چې څوک د پاکستان دې واک ته غاړه نه ږدي، د اسلام اباد په تعبیر به، هغوی له سیاسي واکمنۍ نه بهر کړل شي.

په پاکستان کې له جوړې شوې ټي ټي پي ډلې د فعالیت نه پاکستاني جنرالان څو رنګه استفاده کول غواړي. لومړی په دې پلمه هغوی په افغانستان کې خپله غیر قانوني مداخله او پوځي بریدونه جایز ګرځوي. په دې برسېره هغوی دا پلان هم لري چې د افغانستان د پښتنو غوندې د ډیورانډ کرښې په ختیځ کې پراته پښتانه هم د طالبانو په ولکه کې ورکړل شي، څو د جدید تعلیم، معارف او د نویو منځنیو قشرونو د کلتور مخه ونیسي. د دغه پلان نهایي موخه د پښتنو ملي‌ګرا نهضتونو ته ماتې ورکول دي، ځکه چې د هغوی په اند هم دغه په زور او جبر د پښتنو په اصطلاح په پاکستاني قوم کې ورګډول دي.

نو د ټي ټي پي د ترهګرۍ خلاف داسې عجیبه جګړه کوي چې په پکتیا، پکتیکا، کونړ، کابل او کندهار باندې بمونه وروي، مګر بلې خوا ته په بنو، لکي مروت، ټانک، وزیرستان او نورو سیمو باندې د ټي ټي پي په اشغال سترګې پټوي.

د ترکمنستان–هرات وارداتي برېښنا بېرته په لنډمهالي ډول نښلول شوې

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۸ GMT+۰
د ترکمنستان–هرات وارداتي برېښنا بېرته په لنډمهالي ډول نښلول شوې
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې د ترکمنستان–هرات د ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا مزي چې د هرات ولایت د رباط‌ سنګي ولسوالۍ اړوند بند بقرچر سیمه کې پرې شوي وو، په لنډ مهاله توګه بېرته نښلول شوي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې یادو مزو په نښلول کېدو سره د هرات ښار او ددغه ولایت ولسوالیو برېښنا، چې د ترکمنستان له وارداتي برېښنا څخه تمویلېږي، بېرته فعاله شوې ده.

د تېرې اونۍ واورې ورېدو، سختې یخنۍ او شدیدو توپانونو له امله د ترکمنستان–هرات ۲۲۰ کېلوولټ وارداتي برېښنا شپږ ستنې نړېدلې او زیانمنې شوې وې.

په بلوچستان کې پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ افغان کډوال نیولي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۳ GMT+۰
په بلوچستان کې پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ افغان کډوال نیولي
100%

د بلوچستان ځایي پولیس چارواکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د دغه ایالت په نوکنډي سیمه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ افغان کډوال چې له ایران څخه وراوښتي وو، نیولي دي.

د پولیسو په وینا، په نیول شویو افغان کډوالو کې ۳۳ نارینه، ۱۴ ښځې او ۱۸ ماشومان شامل دي.

دوی زیاته کړې چې د نیول شویو کډوالو د سفر موخه اروپایي هېوادونه وو، خو په ایران کې د وروستیو نښتو له امله اړ شوي چې په غیر قانوني توګه د بلوچستان خاورې ته واوړي او د بیا تګ په هڅو کې وو.

پاکستاني محلي چارواکي وایي چې یاد عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي او همدارنګه یې په سیمه کې جوړ شوي څلور لنډمهالي پناه ځایونه هم له منځه وړي دي.

په اروپايي پارلمان کې د طالبانو د مخالفانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شوې

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۰
په اروپايي پارلمان کې د طالبانو د مخالفانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شوې
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مخالفانو دوه ورځنۍ غونډه په اروپايي پارلمان کې پیل شوې ده. دا د اروپايي پارلمان او د طالبانو د مخالفینو ترمنځ د افغانستان د کړکیچ په اړه لومړۍ رسمي اړیکه ده.

اروپايي پارلمان نن، دوشنبه، د مارچ ۱۶ او سبا د طالبانو د یو شمېر سیاسي او پوځي مخالفینو کوربه توب کوي.

له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې مخکې نړیوالې غونډې تر ډېره د بشري مرستو، د ښځو د حقونو او د کډوالو د موضوعاتو پر محور راڅرخېدې، خو دا ځل د خبرو پام د طالبانو پر وړاندې سیاسي مخالفت او وسله‌وال مقاومت ته اوښتی دی.

اروپايي ټولنې په وروستیو کلونو کې تل له طالبانو سره د محدود تعامل پر سیاست ټینګار کړی او د دوی له مخالفو جبهو سره یې له ښکاره اړیکو ډډه کړې وه.

بلجیم تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربه پاتې شوی دی.

ملګري ملتونه د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله بې‌ځایه شویو کورنیو ته مرستې وېشي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۰
ملګري ملتونه د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله بې‌ځایه شویو کورنیو ته مرستې وېشي
100%

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) اعلان کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله بې‌ځایه شویو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې وېشل کېږي.

د دې ادارې په وینا، په لومړي پړاو کې به کورنیو ته مغذي خوراکي کڅوړې ورکړل شي او وروسته به تر ټولو زیاتې زیانمنې کورنۍ د دوو میاشتو لپاره د خوراکي توکو کڅوړې یا نغدي مرستې ترلاسه کړي.

دغه سازمان زیاتوي چې ماشومان، امیندواره او تی ورکوونکې ښځې به هم ځانګړي تغذیوي محصولات ترلاسه کړي، څو د هغوی بنسټیزې اړتیاوې پوره شي.

دغه نړیوال پروګرام لیکلي، چې دا مرستې به په ننګرهار، کونړ، پکتیا، پکتیکا، نورستان، خوست، زابل او کندهار ولایتونو کې ووېشل شي او هڅه کېږي مرستې ژر او په اغېزناک ډول زیانمنو کورنیو ته ورسېږي.

په افغانستان کې د دې پروګرام مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی چې د سوداګریزو لارو بندېدل او د سیمې د ترینګلتیاوو زیاتوالي د مرستو رسولو بهیر پېچلی کړی او د لوږې او خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

په وروستیو اونیو کې د طالبانواو پاکستان ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي، چې له امله یې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوې دي.

نړیوالو بنسټونو څو ځله د جګړو د درولو غوښتنه کړې، څو د ډیورنډ کرښې ته په نږدی سیمو کې خلک بېرته عادي ژوند ته ستانه شي.