په بلوچستان کې پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ افغان کډوال نیولي

د بلوچستان ځایي پولیس چارواکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د دغه ایالت په نوکنډي سیمه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ افغان کډوال چې له ایران څخه وراوښتي وو، نیولي دي.

د بلوچستان ځایي پولیس چارواکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د دغه ایالت په نوکنډي سیمه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ افغان کډوال چې له ایران څخه وراوښتي وو، نیولي دي.
د پولیسو په وینا، په نیول شویو افغان کډوالو کې ۳۳ نارینه، ۱۴ ښځې او ۱۸ ماشومان شامل دي.
دوی زیاته کړې چې د نیول شویو کډوالو د سفر موخه اروپایي هېوادونه وو، خو په ایران کې د وروستیو نښتو له امله اړ شوي چې په غیر قانوني توګه د بلوچستان خاورې ته واوړي او د بیا تګ په هڅو کې وو.
پاکستاني محلي چارواکي وایي چې یاد عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي او همدارنګه یې په سیمه کې جوړ شوي څلور لنډمهالي پناه ځایونه هم له منځه وړي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مخالفانو دوه ورځنۍ غونډه په اروپايي پارلمان کې پیل شوې ده. دا د اروپايي پارلمان او د طالبانو د مخالفینو ترمنځ د افغانستان د کړکیچ په اړه لومړۍ رسمي اړیکه ده.
اروپايي پارلمان نن، دوشنبه، د مارچ ۱۶ او سبا د طالبانو د یو شمېر سیاسي او پوځي مخالفینو کوربه توب کوي.
له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې مخکې نړیوالې غونډې تر ډېره د بشري مرستو، د ښځو د حقونو او د کډوالو د موضوعاتو پر محور راڅرخېدې، خو دا ځل د خبرو پام د طالبانو پر وړاندې سیاسي مخالفت او وسلهوال مقاومت ته اوښتی دی.
اروپايي ټولنې په وروستیو کلونو کې تل له طالبانو سره د محدود تعامل پر سیاست ټینګار کړی او د دوی له مخالفو جبهو سره یې له ښکاره اړیکو ډډه کړې وه.
بلجیم تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربه پاتې شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) اعلان کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله بېځایه شویو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې وېشل کېږي.
د دې ادارې په وینا، په لومړي پړاو کې به کورنیو ته مغذي خوراکي کڅوړې ورکړل شي او وروسته به تر ټولو زیاتې زیانمنې کورنۍ د دوو میاشتو لپاره د خوراکي توکو کڅوړې یا نغدي مرستې ترلاسه کړي.
دغه سازمان زیاتوي چې ماشومان، امیندواره او تی ورکوونکې ښځې به هم ځانګړي تغذیوي محصولات ترلاسه کړي، څو د هغوی بنسټیزې اړتیاوې پوره شي.
دغه نړیوال پروګرام لیکلي، چې دا مرستې به په ننګرهار، کونړ، پکتیا، پکتیکا، نورستان، خوست، زابل او کندهار ولایتونو کې ووېشل شي او هڅه کېږي مرستې ژر او په اغېزناک ډول زیانمنو کورنیو ته ورسېږي.
په افغانستان کې د دې پروګرام مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی چې د سوداګریزو لارو بندېدل او د سیمې د ترینګلتیاوو زیاتوالي د مرستو رسولو بهیر پېچلی کړی او د لوږې او خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.
په وروستیو اونیو کې د طالبانواو پاکستان ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي، چې له امله یې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان له خپلو کورونو بېځایه شوې دي.
نړیوالو بنسټونو څو ځله د جګړو د درولو غوښتنه کړې، څو د ډیورنډ کرښې ته په نږدی سیمو کې خلک بېرته عادي ژوند ته ستانه شي.
په پاکستان کې پښتون ملت پالو سیاسي ګوندونو مشرانو محمود خان اڅکزي، محسن دواړ او خوشحال کاکړ په یو ګډه اعلامیه کې پر افغانستان د پاکستان د هوايي د بمباریو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي خلکو د مرګژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
په ګډه اعلامیه کې لیکل شوي:«موږ دا تاوتریخوالی یوه نااعلان شوې جګړه بولو چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه په نامتناسب ډول اغېزمنوي. دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې د دې شخړې ۹۹ سلنه قربانیان پښتانه دي.»
د محمود خان اڅکزي مشرۍ پښتونخوا ملی عوامي ګوند، د محسن داوړ په مشرۍ نشنل ډېموکراتیک غورځنګ او د خوشخال کاکړ په مشرۍ د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند له خوا دا ګډه اعلامیه خپره شوې ده.
د اعلامیې په یوه برخه کې لیکل شوي، چې دوی روښانه کول غواړي چې له تېرو څو لسیزو راهیسې روان افراطیت او ترهګري، چې بې شمېره بې ګناه انسانان یې وژلي دي، د ځایي ټولنې زېږنده نه دي.
دوی لیکلي، چې کافي شواهد شته چې د ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې د میلیاردونو ډالرو پانګونې له لارې د تاوتریخوالي یو جوړښت رامنځته او ساتل شوی او د همغه له لارې دغه ویجاړوونکي ځواکونه د پښتنو سیاسي او ټولنیز جوړښت ته ننویستل شوي دي.
دغو ملت پاله ګوندونو ویلي، چې له څو لسیزو راهیسې پښتانه د پاکستان د تش په نامه فرنټ لاین سټېټ د رول د پای ته رسېدو، په سیمه کې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پر بنسټ پلانونو د ختمېدو، او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوله ییزو او نېکو ګاونډیتوب اړیکو د پیل غوښتنه کوي.
پر افغانستان د پاکستان په هوايي بریدونو کې له ۶۰ زیات ملکي افغانان وژل شوي دي او په لسګونو زره یې له خپلو کورونو بېځایه کړي دی.
د طالبانو ستره محکمه وایي، چې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې یې د غلا او اخلاقي فساد په تور ۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د شاه جوی ولسوالۍ ابتدایه محکمې یاد تورن کسان له ۸ میاشتو تر دریو کلونو په بند او له ۲۰ تر ۳۰ دُرو د وهلو په سزا محکوم کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون په کابل کې د مخدره توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۱ کسان په دُرو وهلي او زنداني کړي دي.
د طالبانو د ننګرهار او هلمند ولایتونو د بندخونو چارواکي وایي، د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۷۳ کسان د دغو ولایتونو له مرکزي بندخونو څخه ازاد کړي دي.
د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر ددوشنبې په ورځ وویل، چې د دې ډلې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ له مرکزي زندان څخه ۳۷۷ کسان ازاد شوي او د ۳۵۱ بندیانو د بند موده کمه شوې ده.
د دغه ولایت د زندانونو د چارو د سمون مشر مولوي سهیل سعید وویل چې په ازادو شويو بندیانو کې ۲۲ ښځې او ۲۶ ماشومان هم شامل دي.
مولوي سهیل سعید ازادو شويو بندیانو ته سپارښتنه کړې چې په راتلونکې کې له هر ډول جرمونو ځان وساتي، د قوانینو درناوی وکړي او د ټولنې د سالمو او ګټورو غړو په توګه خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
بل خوا د هلمند ولایت طالب چارواکي وایي چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله په امر او د سترې محکمې د حکم له مخې، له مرکزي زندان څخه ۵۹۶ بندیان ازاد شوي او د ۱۶۳ بندیانو د بند موده کمه شوې ده.
