• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله بې‌ځایه شویو کورنیو ته مرستې وېشي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) اعلان کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله بې‌ځایه شویو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې وېشل کېږي.

د دې ادارې په وینا، په لومړي پړاو کې به کورنیو ته مغذي خوراکي کڅوړې ورکړل شي او وروسته به تر ټولو زیاتې زیانمنې کورنۍ د دوو میاشتو لپاره د خوراکي توکو کڅوړې یا نغدي مرستې ترلاسه کړي.

دغه سازمان زیاتوي چې ماشومان، امیندواره او تی ورکوونکې ښځې به هم ځانګړي تغذیوي محصولات ترلاسه کړي، څو د هغوی بنسټیزې اړتیاوې پوره شي.

دغه نړیوال پروګرام لیکلي، چې دا مرستې به په ننګرهار، کونړ، پکتیا، پکتیکا، نورستان، خوست، زابل او کندهار ولایتونو کې ووېشل شي او هڅه کېږي مرستې ژر او په اغېزناک ډول زیانمنو کورنیو ته ورسېږي.

په افغانستان کې د دې پروګرام مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی چې د سوداګریزو لارو بندېدل او د سیمې د ترینګلتیاوو زیاتوالي د مرستو رسولو بهیر پېچلی کړی او د لوږې او خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

په وروستیو اونیو کې د طالبانواو پاکستان ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي، چې له امله یې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوې دي.

نړیوالو بنسټونو څو ځله د جګړو د درولو غوښتنه کړې، څو د ډیورنډ کرښې ته په نږدی سیمو کې خلک بېرته عادي ژوند ته ستانه شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

•
•
•

نور کیسې

د پښتنو ملتپالو ګوندونه: د پاکستان او طالبانو د شخړې ۹۹ سلنه قربانیان پښتانه دي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۷ GMT+۰
د پښتنو ملتپالو ګوندونه:  د پاکستان او طالبانو د شخړې ۹۹ سلنه قربانیان پښتانه دي
100%

په پاکستان کې پښتون ملت پالو سیاسي ګوندونو مشرانو محمود خان اڅکزي، محسن دواړ او خوشحال کاکړ په یو ګډه اعلامیه کې پر افغانستان د پاکستان د هوايي د بمباریو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

په ګډه اعلامیه کې لیکل شوي:«موږ دا تاوتریخوالی یوه نااعلان شوې جګړه بولو چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه په نامتناسب ډول اغېزمنوي. دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې د دې شخړې ۹۹ سلنه قربانیان پښتانه دي.»

د محمود خان اڅکزي مشرۍ پښتونخوا ملی عوامي ګوند، د محسن داوړ په مشرۍ نشنل ډېموکراتیک غورځنګ او د خوشخال کاکړ په مشرۍ د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند له خوا دا ګډه اعلامیه خپره شوې ده.

د اعلامیې په یوه برخه کې لیکل شوي، چې دوی روښانه کول غواړي چې له تېرو څو لسیزو راهیسې روان افراطیت او ترهګري، چې بې‌ شمېره بې‌ ګناه انسانان یې وژلي دي، د ځایي ټولنې زېږنده نه دي.

دوی لیکلي، چې کافي شواهد شته چې د ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې د میلیاردونو ډالرو پانګونې له لارې د تاوتریخوالي یو جوړښت رامنځته او ساتل شوی او د همغه له لارې دغه ویجاړوونکي ځواکونه د پښتنو سیاسي او ټولنیز جوړښت ته ننویستل شوي دي.

دغو ملت پاله ګوندونو ویلي، چې له څو لسیزو راهیسې پښتانه د پاکستان د تش په نامه فرنټ لاین سټېټ د رول د پای ته رسېدو، په سیمه کې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پر بنسټ پلانونو د ختمېدو، او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوله‌ ییزو او نېکو ګاونډیتوب اړیکو د پیل غوښتنه کوي.

پر افغانستان د پاکستان په هوايي بریدونو کې له ۶۰ زیات ملکي افغانان وژل شوي دي او په لسګونو زره یې له خپلو کورونو بېځایه کړي دی.

طالبانو په زابل کې ۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۰
طالبانو په زابل کې ۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي
100%

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې یې د غلا او اخلاقي فساد په تور ۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د شاه جوی ولسوالۍ ابتدایه محکمې یاد تورن کسان له ۸ میاشتو تر دریو کلونو په بند او له ۲۰ تر ۳۰ دُرو د وهلو په سزا محکوم کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون په کابل کې د مخدره توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۱ کسان په دُرو وهلي او زنداني کړي دي.

طالبانو د ننګرهار او هلمند له زندانونو ۹۷۳ بندیان خوشې کړل

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۵ GMT+۰
طالبانو د ننګرهار او هلمند له زندانونو ۹۷۳ بندیان خوشې کړل
100%

د طالبانو د ننګرهار او هلمند ولایتونو د بندخونو چارواکي وایي، د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۷۳ کسان د دغو ولایتونو له مرکزي بندخونو څخه ازاد کړي دي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر ددوشنبې په ورځ وویل، چې د دې ډلې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ له مرکزي زندان څخه ۳۷۷ کسان ازاد شوي او د ۳۵۱ بندیانو د بند موده کمه شوې ده.

د دغه ولایت د زندانونو د چارو د سمون مشر مولوي سهیل سعید وویل چې په ازادو شويو بندیانو کې ۲۲ ښځې او ۲۶ ماشومان هم شامل دي.

مولوي سهیل سعید ازادو شويو بندیانو ته سپارښتنه کړې چې په راتلونکې کې له هر ډول جرمونو ځان وساتي، د قوانینو درناوی وکړي او د ټولنې د سالمو او ګټورو غړو په توګه خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

بل خوا د هلمند ولایت طالب چارواکي وایي چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله په امر او د سترې محکمې د حکم له مخې، له مرکزي زندان څخه ۵۹۶ بندیان ازاد شوي او د ۱۶۳ بندیانو د بند موده کمه شوې ده.

چین یوځل بیا ټینګار کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو کمولو هڅې روانې ساتي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۰
چین یوځل بیا ټینګار کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو کمولو هڅې روانې ساتي
100%

چین یوځل بیا ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو شخړو د کمولو لپاره به خپلې هڅې دوامدارې وساتي. د چین د بهرنبو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ له دواړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې له شخړې یو ګام شاته شي او بېرته خبرو ته راستانه شي.

چین د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي د کمولو لپاره مرستې ته چمتو دی.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د خپلې اونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، «تر ټولو عاجله اړتیا دا ده چې وضعیت نور خراب نه شي».

هغه ټینګار وکړ چې «دواړه ګاونډي هېوادونه باید خپلې ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي، نه د جګړې له لارې».

هغه زیاته کړه چې بیجنګ چمتو دی د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره رغنده رول روان وساتي. د هغه په وینا، بیجینګ په وروستیو ورځو کې له دواړو لوریو سره اړیکې نیولې دي چې هغوی د زغم او خبرو اترو لور ته وهڅوي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

په دې خبرو کې وانګ يي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو اختلافات باید د مشورو او ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې حل شي.

د چین ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره هم لیدلي، خو د پاکستان رسمي سرچینو ددغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې اسلام اباد دمګړۍ له طالبانو سره تعامل او خبرو اترو ته لېواله نه دی.

تېره اونۍ د افغانستان د رېل پټلۍ له لارې ۱۷۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۰
تېره اونۍ د افغانستان د رېل پټلۍ له لارې ۱۷۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي
100%

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې تېره اونۍ د کب میاشتې له ۱۵مې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د رېل پټلۍ له لارې ۱۷۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي. په دغو انتقالاتو کې ۱۰۹۰ ټنه صادرات دي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او دانارو جوس دي.

د طالبانو ټولګټو وزارت نن دوشنبه، د کب پر ۲۵مه وویل، چې تېره اونۍ د حیرتان بندر له لارې۱۲۴ زره ۵۳۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۶ زره ۹۰۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې شاوخوا دوه زره ټنه او د خواف–هرات له لارې شاوخوا ۱۶ سوه ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال یو ۱۷۸ زره ۴۲۱ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور وارداتی توکي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، هر څومره چې د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په همغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات ته لاره هواریږي.

یاد وزارت ویلي، چې هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره وړ شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد-رالېږد بهیر روان او چټک وساتي.

روانه میاشت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایران د امریکا او اسراییل د برید پرمهال اعلان وکړ،چې د خواف- هرات د رېل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو انتقالات په نورمال ډول روان دي او هېڅ ډول ځنډ پکې نه‌دی راغلی. هغه له سوداګرو وغوښتل، چې د سوداګریزو توکو بیې لوړې نه‌کړي.