د طالبانو سفارت: پاکستان پر میوو او سبزیو بار د افغان سوداګرو د ۳۰۰ لاریو مخه نیولې

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، چې پاکستان دغه هېواد ته پر میوو او سبزیو بار د افغان سوداګرو د ۳۰۰ لاریو د ننوتلو مخه نیولې ده.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، چې پاکستان دغه هېواد ته پر میوو او سبزیو بار د افغان سوداګرو د ۳۰۰ لاریو د ننوتلو مخه نیولې ده.
د طالبانو سفارت ویلي، چې د تورخم، سپین بولدک او خرلاچي په لارو کې د افغان سوداګرو لارۍ درول شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې، پاکستان یو داسې پلان تصویب کړ چې له مخې یې موټر چلوونکي باید پاکستان ته د ننوتلو لپاره لنډمهاله اسناد ولري.
اوس په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت له پاکستانه غوښتي چې د موقتي اسناد تر بشپړ کیدو پور دې د افغان سوداګرو د میوو او سبزیو لاریو ته اجازه ورکړي چې خپل وروستي منزل ته ورسیږي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه سفارت یو پلاوي د جمعې په ورځد پاکستان د سوداګرۍ وزارت له یو چارواکي سره کتلي او له دغه هېواده یې غوښتي چې د مېوو او سبزیو ۳۰۰لاریو ته پاکستان ته د ننوتو اجازه ورکړي.
د طالبانو پلاوي د تازه مېوو او سبزیو د صادراتو موسم ته په اشارې سره د افغانستان پر صادراتي توکو د اضافي مالیاتو د لګولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. طالبانو ویلي، چې د مالیاتو زیاتوالی افغان بزګرانو او د پاکستان کورني بازار ته زیان رسوي.
د طالبانو سفارت وايي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ د دفتر مشرې مېرمن ماریا کازي یادو لاریو ته د اجازې ورکولو په اړه هوکړه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د موقتي اسنادو د صادرولو بهیر به چټک شي او د افغان لاریو چلونکو ستونزې به حل کړي.
د طالبانو د سفارت پلاوي له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ سند (PTA) تر نهايي کېدو پورې د تېرو کړنو په پام کې نیولو سره دغه معافیتونه یو ځل بیا عملي کړي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو او طالبانو د مارچ په میاشت کې ویلي و، چې د سوداګریزو موټرو چلوونکو ته د موقتي اسنادو د ورکولو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.
د موټر چلوونکو د ویزو، پاسپورټونو او له کرښې د تیریدو پر سر شخړې د تورخم دروازه څو ځلې تړلې ده.
پاکستان د پولې په اوږدو کې هر ډول تګ راتګ د ویزې او پاسپورټ پر لرلو پورې مشروط کړي دي.


د ناروې د کډوالو شورا، ان ار سي، مشر له بهرنیو ډیپلوماټانو وغوښتل چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د نجونو د تعلیم او د لږکیو د حقونو د ساتنې په موخه افغانستان ته ستانه شي.
یان ایګلند وویل، چې په افغانستان کې مرستندویه ډلې د بودجې له کموالي سره مخامخ او تر پراخ فشار لاندې دي.
تر دې مخکې د برتانیا د حکومت د مرستو د څارنې د یوې ادارې مشر هیو بیلي ویلي و، چې هېواد یې باید په افغانستان کې ډیپلوماټیک حضور ولري څو له افغان مېرمنو ملاتړ وکړي او په دغه هیواد کې د خپلو مرستو اغېزمنتیا وڅاري.
د هیو بیلي د څرګندونو په غبرګون کې د ناروې د کډوالو شورا مشر د جمعې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې بریتانیا او نور نړیوال مرستندویان باید خپل ډیپلوماتان کابل ته راستانه کړي.
هیو بیلي ویلي و، چې په کابل کې د لویدیځو هیوادونو نه شتون د مرستندویه موسسو کارونه ډیر ستونزمن کړي دي.
د ناروې د کډوالو د شورا مشر د هیو بیلي د خبرو په تاییدولو سره لیکلي دي: «ډیپلوماتان باید بیرته راشي او دلته له موږ سره د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د نجونو د تعلیم او د اقلیتونو د حقونو د ساتنې لپاره مبارزه وکړي.»
يان ایګلند وویل، چې ناټو په ۲۰۲۱ کال کې ۴۰ میلیونه افغان ملکي وګړي یوازې پرېښودل او اوس مرستندویه ډلې د مرستو په رسولو کې "ډېرې یوازې دي، د بودجې له کموالي سره مخامخ دي او ټر ډیر فشار لاندې دي. "
د ناروې د کډوالو د شورا مدیر مارتين هارتبرګ هم د بريتانيا د بشري مرستو د ارزونې په راپور کې په افغانستان کې د دغه هېواد د حضور د پياوړتيا هرکلى کړی.
مارتین هارتبرګ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ودې او ملاتړ لپاره د بریتانیا د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
د ناروې د کډوالو شورا مدیر په دې اعلامیه کې ویلي، چې د ښځو په مشرۍ کوچني کاروبارونه د ماهرو کارګرانو په موندلو او مالي خدمتونو لکه پورونو او پانګونو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخامخ دي.
کله چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال په دوبي کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، غربي ډیپلوماتان له افغانستانه ووتل.

ترکیې د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند د مشر عبدالرشید دوستم اړوند پنځه پوځي قوماندانان نیولي او په استانبول کې یې د کډوالو یوه مرکز ته انتقال کړي دي. په انقره کې د افغانستان سفارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دوی د خلاصون په برخه کې مرستې ته چمتو دي.
له ترکیې یوې باخبرې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ترکیې پولیسو په زوره د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جنبش کوند د څلورو قوماندانانو لاسلیکونه له ترکیې څخه د اخراج په سندونو کې اخیستي دي.
په همدې حال کې په ترکيه کې ځينې سرچينې وايي چې په ترکيه کې د پخواني حکومت د يوشمېر چارواکو او پوځيانو د اوسېدو قانوني موده پای ته رسېدلې او دوی له دغه هېواد د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
دغه سرچینې زیاتوي چې د ترکیې حکومت د دغو افغان چارواکو د اوسېدو موده نه ده غځولې او د پولیسو له خوا د نیول کېدو له وېرې له کوره نه شي وتلای.
د افغانستان اسلامي جنبش ګوند ته یوې نږدې سرچینې ویلي، چې په دوستم پورې تړلي شاوخوا دوه سوه کورنیو د اوسېدو نېټه پای ته رسېدلې او ټولې یې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
په دوی کې ځیني بیا وايي، که په دغه ګوند پورې تړلي نظامیان، چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې اوږده سابقه لري، واېستل شي، ښايي د طالبانو له خوا ووژل شي.
د افغانستان اسلامي جنبش ګوند د افغانستان یو له مهمو سیاسي ګوندونو څخه دی، چې په ۱۳۷۱ کال کې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ تاسیس شو.
دا سیاسي-پوځي سازمان د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په ځانګړې توګه د دغو ولایتونو د ترکمنانو په منځ کې پراخ نفوذ لري.
دغه ګوند په څو تاریخي دورو کې د طالبانو پر ضد جګړه کړې ده.
د عبدالرشید دوستم او د هغه د کورنۍ د غړو په ګډون د افغانستان د اسلامي جنبش یو شمېر مشران د افغانستان د اسلامي جمهوریت له نسکورېدو وروسته ترکیې ته ولاړل او اوس هم په دغه هېواد کې مېشت دي.
د دغه ګوند ځینو غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د ترکیې حکومت د پخواني حکومت د چارواکو او پوځیانو د نه اېستلو د ژمنې خلاف، د طالبانو له ګواښ څخه په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو بې قید او شرطه شړلو ته دوام ورکړی دی.
په دغو پناه غوښتونکو کې هغه افغانان هم شته چې له ویزې پرته ترکیې ته د غیر رسمي لارو داخل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او شاعر ګیلمن وزیر پر مړینه د طالبانو چوپتیا د سیاستوالو او ولس له نیوکو سره مخ ده. د پخوانیو ولسمشرانو په ګډون ګڼو افغان مشرانو او سیاستوالو د ښاغلي وزیر مړینه غندلې، خو طالبان پر غبرګون نه ښودلو سربېره د هغه د غیابي جنازې اجازه نه ور کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی، شاعر او د لوی افغانستان ارمانجن ګیله من وزیر تېره یکشنبه په اسلام اباد کې د ازاد خان دواړ په مشرۍ د لسو تر دوولسو کسانو له خوا سخت ووهل شو.
نوموړی وړوه ورځ د اسلام اباد په پېمز روغتون کې مړ او نن یې وزیرستان کې جنازه وشوه.
ګیله من وزیر د پاکستان پر پوځ د سختو نیوکو او له افغانستان سره د مینې او د افغان ملي بیرغ د ګرځولو او له هغه د جوړو جامو د اغوستلو له امله افغانانو کې ډېر محبوبیت لري.
که څه هم د نوموړي ټپي کېدلو او بیا مړینه باندې په افغانستان، پاکستان او نړۍ کې افغانان خواشیني دي، خو تر اوسه طالب چارواکو په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو پر دې چوپتیا نیوکې کېږي او ان د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته ګوته نیول کېږي چې روسیه کې یې پر یو کنسرټ برید وغانده، خو د پښتنو د حقونو د مبارز او شاعر پر مړینه چوپ دی.
یو فیسبوک کارن توریالی ځاځی د طالبانو د دې چوپتیا په غبرګون کې لیکي: «د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې په تروربستې برید کې د یو شمیروژل شویو افرادو په هکله خپله غم شریکې اعلان کړه چې تاسې ورته کافر وائی مګر طالبه ګیله من وزیر خو ستاسو دکلیمې ورور وو ولې ؟ »
بل فیسبوک کارن حاجي کوچی هم د طالبانو دغه سیاست ته په اشاره لیکي: «دا خبره اول نه ما تاته ثابته وه، سې د طالبانو بنسټ پاکستان او امریکا ایښی ده.تر اوسه یو طالب مشر، د ګیله من وزیر په هکله پوسټ او غمشریکي نه ده ښودلې ده، که چیرته خو وویل: په هغه ورځ به یې، دهغه مشر کیسه ور ختمه کړي وي.»
نیوکګر په دې باور دي چې طالبان د پاکستان د سیاست خلاف کوم غبرګون نه شي ښودلی او د مثال په ډول د چمن پرلت یادوي چې تر لسو میاشتو یې د اعتراض وخت کېږي، خو تر اوسه طالبانو هیڅ عکس العمل ورته ونه ښود.
خواله رسنیو کې د کابل، خوست او کونړ په ګډون مختلفو ولایتونو کې د ګیله من وزیر د غیابي جنازې په هکله هم کمپاین پیل شوی، خو ویل کېږي طالبانو دې جنازې ته هم اجازه نه ده ور کړې.
د خواله رسنیو یو کارن بابک نقیب الله وايي: «یو وخت همدا ملایانو د ضیاالحق د غیبانه جنازې لپاره نارې وهلې، خو اوس د ګیله من شهید جنازه حرامه ده.»
په عام افغان ولس کې د پاکستان پخوانی پوځي مشر ضیاالحق د افغانستان د روانې غمیزې یو لوی لامل بلل کېږي.
په کابل کې د ګیله من وزیر د غیابي جنازې لپاره پر نورو سربېره افغان فرهنګیال اسماعیل یون پرون څرګندونې کړې وې.
ښاغلی یون نن تازه خبرو کې وایي، له نورو ادیبانو سره په ګډه هڅه کوي چې طالبانو ته قناعت ور کړي او د ګیله من وزیر د غیابي جنازې، فاتحې یا نورو غونډو لپاره ترې اجازه واخلي.
ښاغلی یون هیله من دی چې طالبان به دوی ته د مراسمو اجازې ور کولو سره خپل ملي او اسلامي رسالت تر سوي.
له دې سره ځینې ځوانانو خواله رسنیو کې لیکلي چې د طالبانو له مخالفت سره به د کابل عیدګا جومات کې ټولېږي او د ګیله من وزیر غیابي جنازه به کوي.
د پاکستان مختلفو ښارونو، بریتانیا، جرمني، امریکا، اتریش او نورو هېوادونو کې هم د ګیله من وزیر غیابي جنازه کېږي.

په کابل کې د ژوندون ټلویزیون رییس او د پوهنتون استاد اسماعیل یون وايي د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې او فاتحې ادا کولو لپاره له اوسني حاکمیت سره خبرې روانې دي. یون په یوه پېغام کې له طالبانو غواړي چې خپل ولس ناهیلی نه کړي او ترشاه یې ودریږي او خپل ملي او اسلامي رسالت ترسره کړي.
افغان فرهنګپال اسماعیل یون په دغه ویډيو پېغام کې په ډاکه کړې ده، چې تمه لري، چې په راتلونکو دوه ورځو کې د روانو خبرو یو مثبت ځواب ترلاسه کړي.
دوی همداراز ویلي چې کله په دې برخه کې پرمختګ وشو، نو افغانان به خبر کړي.
اسماعیل یون په خپل لنډ ویډیوي پېغام کې نه دي ویلي چې له کومو طالب چارواکو سره په دې اړه خبرې روانې دي.
د راپورونو پر بنسټ تر اوسه طالبانو د کابل په کډون په ولایتونو کې ګیله من وزیر د غایبانه جنازې او فاتحې د مراسمو اجازه نه ده ورکړې.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې طالبان به په خپل حاکمیت کې د لوی افغانستان د ستر ارمانجن ګیله من وزیر غایبنه جنازې او فاتحې ادا کولو اجازه ورکړي او کنه.
د پخوانیو ولسمشرانو نیولې تر سیاسیتوالو او د کرېکټ یو شمیر مشهورو لوبغاړو پر ګیله من وزیر برید برید غندلی او پر مړینه یې غمرازي ښودلې ده.
د تحریک طالبان پاکستان د یو خبرپاڼې خپرولو سره پر ګیله من وزیر برید د پاکستان د پوځیانو کار بللی دی او د هغه مجرمینو ته د سزا غوښتنه یې کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او ځوان شاعر ګېله من وزیر د جنازې لېږدولو کې پرون منظور پښتین له قومي مشرانو، مخورو او سیاستوالو وغوښتل، چې د پښتون قوم د برخلیک ټاکلو په اړه دې سره راټول شي او پرېکړه دې وکړي.
نوموړي بېګا شپه ناوخته د بنو په ښار کې د ګېلهمن د جنازې په مراسمو کې خلکو ته وویل، چې نور پښتانه د خپلو ځوانانو، مشرانو سپین ږېرو او ماشومانو د وژلو توان نه لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د مسلکي څار ډلې په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د کوکنارو پر کر د بندیز په برخه کې د طالبانو د مشر فرمانونه له پامه غورځول کېږي.
د دغه راپور له مخې، په کندهار کې طالب مشران هڅه کوي چې په شمال کې ځای ځایګی ومومي او پر غیر پښتنو سیمو خپل کنټرول لا پسې ټینګ کړي.
په دغه راپور کې چې تازه د امنیت شورا پر ویب پاڼه خپور شوی راغلي:« په بدخشان کې د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو اصلي لامل د کندهار سپارښتنو ته نه پاملرنه ده، چې له هغې ډلې یو یې هم د کوکنارو پر کر د بندیز لګولو له امله دي، چې دغې مسلې د ناامنیو د ډېرېدو په برخه کې د طالبانو اندېښنې زیاتې کړې دي.»
په راپور کې دغه شان راغلي، چې په بدخشان کې وروستي سیاسي بدلونونه او نوې ګومارنې هم «په هغه ولایت کې د کندهار د نفوذ د زیاتوالي په موخه ترسره شوې دي.»
طالب مشران هڅه کوي، چې د بدخشان تر څنګ په نورو نا پښتني سیمو لکه بغلان او تخار کې هم خپل کنټرول پراخه کړي.
د امنیت شورا مسلکي ډله باوري ده، چې په بدخشان کې د طالبانو واکمني له ګواښونو او پراخو اعتراضونو سره مله ده.
د دغه راپور پر بنسټ، «سره له دې چې سیمهییز اعتراضونه کنټرول شوي؛ خو دغه[کورني اختلافات] کولای شي د بدخشان امنیت له سترو ننګونو سره مخامخ کړي.»
د ترهګرو ډلو لپاره هوسا چاپیریال
د بندیزونو د لګولو پر سر د څار ډلې په دغه ۲۶ مخیز راپور کې چې د غړو هېوادونو په سپارښتنه چمتو شوی، راغلي چې ترهګرې ډلې افغانستان د ځان لپاره یو هوسا چاپېریال ګڼي او د دغو ډلو پر وړاندې د طالبانو انعطاف، په ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګرۍ د زیاتوالي لپاره زمینه برابروي.
راپور وايي، چې د طالبانو کمزورتیا القاعده او داعش ډله نورې هم غښتلې کړې دي.
د راپور پر بنسټ، القاعده ډلې د کابل او ننګرهار په ګډون په پنځو ولایتونو کې مرکزونه او دفترونه پرانیستي دي.
په راپور کې زیاته شوې چې: «القاعده ډلې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې بیا له سره نوي ځواکونه او د زدهکړو مرکزونه جوړ کړي او دا کار د دې لامل شوی، چې یو شمېر زیات القاعده وسلهوال ځواکونه له بهره افغانستان ته ورشي.»
په راپور کې دا هم راغلي داسې لاسوندونه هم شته، چې د داعش غړو د کورنیو چارو او د دفاع په وزارتونو او د استخباراتو په ریاست کې نفوذ کړی دی.
د امنیت شورا یو غړي ویلي، داسې نښې نښانې یې لیدلي چې داعش غواړي ځینې سیمې تر خپل واک لاندې راولي.
دا رنګه دا هم ویل شوي، چې طالبان «په بدخشان کې د داعش خراسان ډلې له پیاوړي کېدو څخه په اندېښنه کې دي.»
په راپور کې زیاته شوې، چې د داعش- خراسان ډلې په ایران کې د ځانګړو عملیاتو لپاره نوی ځواک ځای پر ځای کړی دی.
د طالبانو لپاره د کوکنارو پر کر د بندیز ګټې
د امنیت شورا په راپور کې راغلي، لا به وختي وي چې دمګړۍ دې د کوکنارو پر کر د بندیز لګولو اغېزې وارزول شي؛ خو د طالبانو جګپوړي چارواکي له دغه بندیزه ګټه پورته کوي او کروندهګر زیانونه ویني.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څار ډله وايي، چې «په افغانستان کې د تریاکو شته زېرمو د نشهیي توکو سوداګرۍ ته لاره هواره کړې ده.»
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي و، چې د کوکنارو پر کر د بندیز لګولو سره، سره په افغانستان کې د صنعتي شویو نشهیي توکو تولید او سوداګري زیاته شوې ده.
طالبانو د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړی و.
طالبان په تور نوملړ کې
د ملګرو ملتونو په اډانه کې پر بندیزونو د څار ډله وایي، چې د ۶۱ طالب چارواکو نومونه په نړۍوالو بندیزونو کې دي، چې له دې ډلې ۳۵ تنه یې د طالبانو په کابینه او په مشرتابه کې دي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې د طآلبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن، اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه، د کډوالو چارو وزیر خلیل احمد حقاني او د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري نومونه لیدل کېږي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د بندیزونو کمېټه په پر له پسې توګه پر سفرونو د بندیزونو د لرې کولو په اړه غوښتنلیکونه تر لاسه کوي؛ خو لا تر اوسه یې د مالي سرچېنو د ازادولو په اړه داسې غوښتنې نه دي تر لاسه کړې.
طالبانو وکړای شول، چې د دغو نړۍوالو بندیزونو سره، سره خپل عایدات زیات کړي.
د امنیت شورا د ډلې د راپور له مخې، د طالبانو حکومت په تېر کال کې درې مېلیارډه عواید راټول کړي چې د وړم کال پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.