د ګیله من وزیر جنازه شمالي وزیرستان کې خاورو ته وسپارل شوه

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې د غړي او شاعر ګیله من وزیر جنازه د شمالي وزیرستان په اسدخېل کلي کې ادا او هلته خاورو ته وسپارل شوه. ګیله من وزیر تېره یکشنبه په اسلام اباد کې ټپي او وړمه ورځ یې د سختو ټپونو له امله په پیمز روغتون کې سا ور کړه.