د مجاهد غږ په ژوندۍ مرکه کې هغه مهال پرې شو چې د مرکې کوربه د خلکو په استازیتوب د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ د ناکامیو په اړه پوښتنې مطرح کړې. پوښتنه دا وه چې ولې طالبانو تر اوسه اساسي قانون نه دی جوړ کړی، د ښځو د کار او زده کړو موضوع یې نه ده حل کړې او نه هم د نړیوالې ټولنې له خوا یې رسمي پېژندنه ترلاسه کړې ده.
د غږ پرې کېدو وروسته، د مجاهد مخکې ثبت شوې یوه بله وینا ځای پر ځای شوې چې پکې یې له اصلي پوښتنې تېر شویو،او په عمومي ډول یې ځینې هېوادونه تورن کړل چې د افغانستان پر وړاندې د جګړې پالیسي تعقیبوي او غواړي د طالبانو کورني سیاستونه د خپلو خوښو سره سم بدل کړي.
د مرکې د غږ کیفیت او ریتم د بدلون له امله د سانسور نښې ډېرې څرګندې وې، خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې ولې طالبانو د خپل رسمي ویاند خبرې هم سانسور کړې.
کارپوهان دا پېښه بې ساري بولي، ځکه تر دې وړاندې د طالبانو د ویاند مرکې او څرګندونې معمولاً د دې ډلې له رسمي دریځ سره سم خپرېدلې. خو اوس داسې ښکاري چې د طالبانو استخبارات ان د خپل تبلیغاتي ټیم پر بیانونو هم بشپړ کنټرول لري او د هر هغه څه پرېکون کوي چې د دوی له سیاسي کرښې سره سمون نه لري.
په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو پر رسنیو پراخ محدودیتونه لګولي دي. د دوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کورنیو رسنیو له خوا د ژوندیو سیاسي خپرونو مخه نیولې او هغوی ته یې د یوې ځانګړې فهرست له مخې یوازې هغه شنونکي ور پېژندلي چې د طالبانو ملاتړ کوي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان د خپل رسمي ویاند د یوې کورنۍ مرکې پر مهال د سانسور تګلاره عملي کوي. پخوا هم ورته پېښه شوې وه، کله چې ذبیحالله مجاهد د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د اختر د لمانځه وینا ثبتوله، د هغه خبرې د رسنیو د نفوذ په اړه پرې شوې وې او عامو خلکو ته ونه رسېدلې.
شنونکي باور لري چې دا ډول سانسور د طالبانو د سیاسي کمزورۍ او داخلي وېش څرګندونه کوي، ځکه که د دوی خپل ویاند هم د سانسور تر قیچي لاندې راځي، نو مانا دا ده چې د بیان بشپړه واکمني د طالبانو د استخباراتو په لاس کې ده، نه د دوی د تبلیغاتي څانګې په واک کې.