افراسیاب خټک زیاتوي، واک ته د طالبانو بیا رسېدل د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ده، ځکه دغه هېواد د شاه امان الله خان له دورې هڅه کړې چې پرمختګ، سوکالۍ او سیالۍ ډګر ته راشي.
خټک زیاتوي، طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، ښځې له زده کړو، کار او ټولنیز ژوند څخه اېستلې دي.
افراسیاب خټک وايي، «د طالبانو د دیکتاتورۍ د تورې تېره څوکه، جبر او استبداد د ښځو طرف ته ده او ښځې د افغان ملت او قوم د ملا تیر دي، ښځې کورنۍ سمبالوي، نو ملت سمبالوي، هغوی یې له ژونده اېستلي دي.»
نوموړی د طالبانو روانې کړنې تصادفي نه ګڼي بلکې په وینا یې، د طالبانو ملاتړو دا غوښتل چې افغانستان د یوه هېواد په توګه له هوډه وغورځوي.
افراسیاب خټک زیاتوي، «دا تصادف نه دی، طبعاً طالبان چې چا حمایه کړي د هغو برنامه دا وه چې افغانستان د یوه هېواد او ملت په توګه له هوډه وغورځوي، ځکه ګاونډیانو یې هم خپل پلانونه درلودل، پاکستان، ایران او ابر قدرتونو خپلې اجنډاوې درلودې او اوس داسې پرمختګ شوی چې د ډیورند دې غاړې ته یې هم تاثیر لیدل کېږي قبایلي سیمو کې د نجونو مکتبونه الوځول کېږي.»
د خټک په وینا، د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د هغوی ملګري له پاکستانه هم افغانستان ته لاړل او داسې انګېرل کېږي چې بیا به دغه ستونزه مرکزي اسیا هېوادونو ته هم ورسېږي.
خټک وايي، «په پاکستان کې چې د طالبانو کوم ملګري وو هغوی ټول افغانستان تللي او غواړي چې هلته داسې سندونه د طالبانیزم ولګوي چې بیا مرکزي اسیا ته یې ولېږدوي نو په دې سره افغانستان نور هم مشکل شرایطو ته لاړ.»
دغه پښتون سیاستوال وايي، طالبان داخلي مشروعیت نه لري او دوی د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانانو د نظر پروا نه لري او هغوی د ټوپک په زور اراموي. په افغانستان کې قانون نشته، طالبان شریعت په خوله یادوي خو د شریعت په رڼا کې یې هم قانون نه دی جوړ کړی او په وینا یې هر وسله وال قومندان یې په خپله شریعت دی او څه چې کوي څوک یې نشي پوښتلی.
د نوموړي په وینا، طالبان چې په ملګرو ملتونو کې غړیتوب غواړي خو دوی د ملګرو ملتونو د تعریف له مخې دولت چې په هغه کې مقننه قوا، اجراییه قوا او قضایه قوا وي، نه لري او دوی ټوپکماره ملیشه دي.
دغه پښتون سیاستوال د خپلو خبرو په وروستۍ برخه په ډاګه وايي، «زما یقین دی چې افغانان به له دغه دوره ووځي.»